1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د گوانتانامو د تړلو پلان بشپړ سوی، خو خنډونه سته

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ مرداد ۱, پنجشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما له ډېر وخت راهيسي تلاښ کوي چي گوانتانامو زندان وتړي او د تړلو پلان ئې نزدې بشپړ سوی هم دئ. خو آيا هغه به په دې کار بريالی سي؟ ځکه د کانگرس په شان يو چنگک لا پاته دئ.

https://p.dw.com/p/1G3Sz
انځور: picture-alliance/dpa/Shane T. McCoy/US Navy

د امريکا حکومت د جنجالي زندان گوانتانامو د تړلو طرح تقريباً بشپړه کړې ده. د سپيني ماڼۍ يوه وياند جوش ايرنست، د چهارشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چي د گوانتانامو زندان د تړلو يوه مسوده تقريباً بشپړه سوې ده او کانگرس ته به وړاندي سي.

د گوانتانامو زندان تړل د اوباما د هغو کارونو په لومړيتوبونو کي دئ چي غواړي د خپلي کاري دورې په وروستيو ۱۸ مياشتو کي ئې بشپړ کړي.

د امريکا په کانگرس کي د گوانتانامو زندان له تړلو سره مخالفت سته. په دې برخه کي بيا په ځانگړې توگه جمهوري غوښتونکي مخالفت کوي چي زندانيان دي امريکا ته ولېږدول سي او هلته دي په ملکي محکمو کي محاکمه سي يا دي په بند کي وساتل سي.

کانگرس له کلونو راهيسي د دغه شان اقدام له پاره بوديجه هم رد کړې ده. په دې اړه هم د نظر اختلاف سته چي امريکا دي د دغه زندان ځيني بنديان نورو هيوادونو ته وسپاري.

د دې کار د ممانعت له پاره د دوی دليل دا دئ چي له زندانه آزاد سوي بنديان به بيرته تروريستي فعاليتونه پيل کړي.

د سپيني ماڼۍ د وياند ايرنست، په خبره اوس د دې پلان پر هري برخه باندي غور کيږي او پر دې سربيره پر دې باندي سلا مشوري کيږي چي څومره بنديان نورو هيوادونو ته لېږدول کيدای سي او هغه چي د دغه پلان تر مخه ئې پوځي محکمې پيل سوي وې څه وسي: «دا يو بېچلی کار دئ، خو ډېر پرمختگ پکښې سوی.»

ايرنست، ټينگار وکړ چي د گوانتانامو زندان تړل د اوباما د کارونو په لومړيتوبونو کي راځي: «هغه په دې باور دئ چي د زندان په تړلو کي د امریکا د ملي امنيت گټي نغښتي دي.»

گوانتانامو زندان په ۲۰۰۱م کال د ستمبر د ۱۱ تر بريدونو او په افغانستان کې د طالبانو پر رژیم باندي د امريکايانو تر پوځي يرغل وروسته په ۲۰۰۲م کال کي پرانيستل سو.

زندان د دې له پاره جوړ سو چي هغه کسان چي د ترور شک پرې کيږي پکښې وساتل سي. د دغه زندان تر جوړيدو نزدې يوکال وروسته هلته ۸۰۰ بنديان ساتل کيده چي وروسته بيا ډيری بيرته يا خپلو هيوادونو ته وسپارل سول يا آزاد سول.

اوس لا په دغه زندان کي د بېلابېلو هيوادونو ۱۱۶ نارينه بنديان دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب