1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یو «بې ساري گواښ» پر وړاندي گډه مبارزه

۱۳۹۴ آبان ۳۰, شنبه

پاریس تر برید دقیق یوه اونۍ وروسته د ملگرو ملتونو د امنیت شورای پر ټولو غړو هیوادونو غږ وکړ چې د IS ترهگرې ډلې پر وړاندي د مبارزي په برخه کې دې ټول اړین گامونه پورته کړي.

https://p.dw.com/p/1H9ve
انځور: picture alliance/abaca

فرانسې د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کي د یو اعلاميې مسوده وړاندي کړې وه چي د يادي شورا له خو تصويب کړل شوه. په دې ترڅ کې د نړۍ له ځواکمونو هیوادونو څخه غوښتل شوي دي چې د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو په پام کې نیولو سره دي په همغږۍ سره د «اسلامي دولت» يا داعش ترهگرې ډلې پر وړاندي خپل اقدامات قوي کړي.

د دغې موافقتنامې په متن کې لیکل شوي دي چې د «اسلامي دولت» ډلې د مالي امکانانو مخه باید ونیول شي او بهرنیو اسلامستانو ته اجازه ور نه کړل شي چې سوريې ته داخل شي. دغه اعلاميه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې تر خونړیو بریدونو یوه اونۍ وروسته تصويب کیږي. د دې ترڅنگ د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد د ملگرو ملتونو د بندیزونو پر لست باید له سره غور وشي، څو په سمه توگه د IS یا «اسلامي دولت» ډلې د گواښونه مخه ونیول شي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ټینگار وکړ چې «اسلامي دولت» ډلې د نړۍ امنیت او آزادۍ ته یو «نړیوال او بې سارې خطر» دی.

فرانسه دقیق اقدامات غواړي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر فابیوس د دغه پریکړه لیک د تصویبیدو هرکلې وکړ او په عین وخت کې یې غوښتنه وکړه چې اوس باید ټول هیوادونه په دقیقه توگه د افراطیانو پر وړاندي جگړه کې برخه واخلي. د هغه په خبره که دغه اقدامات په پوځي برخه کې وي، که د یوه سیاسي حل لارې لټولو په برخه کې او یا که هغه د دغې ترهگرې ډلې د مالي امکاناتو پر وړاندي د مبارزې په برخه کې وي.»

په همدې منځ کې د ملگرو ملتونو وروستی پریکړه لیک د «اسلامي دولت» ډلې پر وړاندې پوځي اقداماتو ته په قانوني توگه اجازه نه ورکوي. د ملگرو ملتونو د منشور ۷ مادې له مخي له زور څخه کار اخیستلو ته اجازه نشته.

په دغه پریکړه لیک کې د پاریس ترهگریز برید چې په ترڅ کې یې په مجموع کې ۱۳۰ انسانان ووژل شول د تونس د سوسه بریدونه، د انقرې او بیروت، او په سینا کې د روسیې مسافر وړونکي الوتکې غورځول کیدل چې «اسلامي دولت» ډلې یې مسئولیت پر غاړه اخیستې غندل شوي دي.

د امنيت په شورا کي د روسيې استازي ويتالي شورکين وويل چي د دې وروسته به هم خپلو هڅو ته ادامه ورکړي چي د روسيې له خوا د اعلاميې د مسودې د وړانديز د تصويب کېدو له پاره کار وکړي. خو نورو غړو دغه مسوده په دې رد کړې وه، ولي چي پکښي د بشار الاسد سره د همکارۍ وړانديز سوی ؤ.