1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان په پيرایوس بندر کې د مهاجرو نامعلوم وضعیت

آژانسونه۱۳۹۴ اسفند ۱۳, پنجشنبه

د سرحدي پولو د تړل کیدو غمجنې پایلې نه یوازې د یونان او مقدونیا په سرحدونو کې لیدل کیږي، بلکی د پيرایوس په بندر کې هم په ډیرو ستونزمنو او عاجلو حالاتو کې مهاجرو ته رسیدگي کیږي.

https://p.dw.com/p/1I6B6
انځور: Reuters/A. Konstantinidis

شاوخوا زر تنه مهاجر په دې وروستیو ورځو کې د کیشتیو په وسیله د یونان له ټاپو څخه د پيرایوس بندر ته رسیدلي دي. په همدې منځ کې له پيرایوس څخه نور هیڅ یو بس د شمال پر مسیر حرکت نه کوي، له همدې امله مهاجر په دې بندر بند پاتې دي.

اکثره دغه مهاجر کوښښ کوي چې له یوې بلې لارې څخه خپل سفر ته دوام ورکړي. یو شمیر له دوی څخه په نورو لارو د اروپا شمال ته ځان رسوي.

د پيرایوس ساحل په غاړه د انتظار په یو لوې سالون کې چې د لیسبوس او آژه له ټاپوگانو څخه مهاجر راغلي دي په هر ځای کې خاکستري رنگه خیمې او د مختلفو رنگونو کمبلې لیدل کیږي.

د سحر اته بجې دي. د عراق له پلازمېنې دمشق څخه منال له خپلو دوو لوڼو سره چې یوه یې دوه او بله یې دری کلنه ده په دغه سالون کې ناست دي. د هغې میړه دوه میاشتې مخکې پرواز درلود او اوس په برلین کې دی. منال غواړي له خپلو دوو کوچنیو لوڼو سره د خپل میړه څنگ ته لاړه شي. نوموړۍ وایې:

«مونږ د ترکیې له لارې په جاله یې کیشتیو کې د یونان جزیرې ته راغلې یو. دا وحشتناکه او بیرونکې وه. اوس اراده لرو چې په اورگاډي کې سالونیک او له هغه ځایه په ټکسي کې د مقدونیا سرحد ته ولاړ شو، خو اوس سرحد بند دی.»

د دغه پریشانه کوونکي سفر رنځ د منال پر تندي کې له ورایه معلومیږي. هغه پوهیږي چې دغه سفر ته ادامه ورکول به ده ته اسانه نه وي.

محمد یو سوریایې کرد ټبره مهاجر دی چې د انتظار په سالون کې د ځمکې پر مخ ناست دی. نوموړی څو دقیقې مخکې د کیشتۍ په وسیله له لیسبوس څخه دلته رسیدلې او له خپلې دنبورې سره مصروفه دی. هغه او خپلوان یې یوازې یو هدف لري او هغه آلمان ته تگ دی.

د پيرایوس ساحل په غاړه د انتظار په یو لوې سالون کې مهاجر په نامعلوم وضعیت کې شپې ورځې تیروي.
د پيرایوس ساحل په غاړه د انتظار په یو لوې سالون کې مهاجر په نامعلوم وضعیت کې شپې ورځې تیروي.انځور: Reuters/A. Konstantinidis

یو بل فلسطینی مهاجر چې هغه هم محمد نومیږي او غواړي چې د اورگاډي په وسیله سالونیک ته ولاړ شي څو له دې لارې کوښښ وکړي د مقدونیا له سرحد څخه تیر شي وایې: «نن شپه غواړم حرکت وکړم او په یوه اورگاډي کې د سالونیک پر لور لاړ شم. زه غواړم پوه شم چې هلته څه خبره ده. یو مهاجر له خپل ورور او بل له خپل پلار څخه یو څه اوریدلي دي. زه غواړم پوه شم چې خبره څه ده.»

طبیعي ده چې هغه همدومره پوهیږي چې یوازې د سوریې او عراق مهاجر دا جانس لري چې د ایډومیني له سرحد څخه واوړي. خو لږ تر لږه هغه غواړي هڅه وکړي چې د اروپا شمال ته ځان ورسوي. هغه په هیڅ صورت نه غواړي چې بیرته د غزې تړاډې ته ستون شي.

د انتظار سالون مخې ته د اروپا د محافظت دفتر (EASO) کارکونکو د مهاجرو د ستونزو اوریدلو له پاره یوه غرفه خلاصه کړی ده. دوی د آبي رنگه گمیسونونو سره چې د اروپایې اتحادیې نښان یا سمبول پرې ښکل شوی دی کډوالو ته د مهاجرو د ویش پروگرام په هکله معلومات ورکوي.

د تیر کال په سپتمبر میاشت کې د اروپایې هیوادونو مشرانو پریکړه وکړه چې هغه ۱۶۰ زره کډوال چې په یونان او ایټالیا کې دي، د اروپایې اتحادیې پر نورو غړو هیوادونو یې وویشي.

خو تر اوسه پورې یوازې د ۵۰۰ مهاجرو په هکله تصمیم نیول شوی دی. د کډوالو د ستونزو له پاره د اروپا د محافظت ادارې کارکونکۍ کریستیانسن وایې چې اوس په دې برخه کې په واضح ډول علاقمندي ډیره شوې ده.