1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۳۶ مرکزونو رایې باطلې شوې

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

د افغانستان ټاکنیزو کمیسیونونو د رایې ورکولو د ۳۶ مرکزونو رایې باطلې کړي دي. د دغو رایو د باطلیدو اصلي دلیل پر سپینو پاڼو د رایې د نتایجو ثبتیدل ښوول شوي دي، چې د اعتبار وړ نه دي.

https://p.dw.com/p/1Bv7y
انځور: DW/H. Sirat

تر دې د مخه کمیسیون نورې ۲۳۴ زره رایې د درغلۍ له کبله باطلې اعلان کړې وې.

د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون ویاند نادر محسني، د چهارشنبې په ورځ د شکایتونو د څیړلو په غونډه کې وویل «د د دغو مرکزونو د رایو د باطلیدو دلیل دا دی، چې موږ ته ویل شوي دي چې د دغو مرکزونو د رایو پایلې پر سپینو کاغذونو ثبت شوي دي، نه د ټاکنو د نتایجو په پاڼه کې.»

د شکایاتو کمیسیون د پنجشنبې د سهار تر اتو بجو پورې نوماندانو ته وخت ورکړ، چې د دغه شمیر رایو د باطلیدو په هکله خپل شکایتونه ثبت کړي.

د ختیځ او سویل ختیځ ولایتونو د شکایتونو څیړل

هغه درغلۍ او سرغړونې چې د افغانستان په ختیځ او سویل ختیځ ولایتونو کې تر سره شوي دي، د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون له لوري په یوه علنۍ غونډه کې وڅیړل شوې. په دغو ولایتونو کې شخړه ییز شکایتونه ثبت شوي دي.

په مجموع کې د افغانستان د ختیځ او سویل ختیځ څخه ۱۰۸ شکایتونه ثبت شوي دي. هغه مرکزونه چې پکښې جدي درغلې تر سره شوی دی، قرنطین شوي دي. په دغو ولایتونو کې هم ډیری شکایتونه د ډاکټر عبدالله او اشرف غني احمدزي پر وړاندې ثبت شوي دي.

په ختیځ ولایت ننگرهار کې داسې شکایتونه هم ثبت شوي ول، چې خلک له رایې ورکولو څخه منع شوي دي او د خلکو پر ځای وسلوال کسان انتخاباتي مرکزونو ته ورننوتي دي او د ولسمشریزو ټاکنو د مشخص نوماند په گټه د رایو صندوقونه ډک شوي دي.

د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون غړي پيغمبر قل دوغن، وویل چې په یو شمیر مواردو کې، د رایې ورکولو مرکزونو تغیر کړی دی.

نوموړي کمیسیون، په یوه مرکز کې د بې نظمیو په اړه یوه ویدیو نندارې ته وړاندې کړه. خو د ډاکټر اشرف غني د ټیم استازي محمد ولي مینه ناک، په دغه غونډه کې وویل چې په دغه ویدیو کې دا نه مشخصیږي، چې د کوم کاندید په گټه رایې ورکول کیږي.

په ننۍ غونډه کې په ختیځ او سویل ختیځونو ولایتونو کې د رایې ورکولو مرکزونو ته د پولیسو ورننوتل او له دغو مرکزونو څخه د خلکو راایستل، د امنیې قوماندان، د پارلمان د استازو او زور واکونو له لوري د مداخلې په اړه شکایتونه وڅیړل شول.

په ځینو پیښو کې د رایې ورکولو مرکزونه د خلکو پرمخ تړل شوي دي او وسلوالو کسانو او په ځینو مواردو کې د ټاکنو د کمیسیون کارکوونکو د یوه نوماند په گټه رایې ورکړې دي.

هغه رایې چې خاوند نه لري

په دغو ولایتونو کې د ډاکټر عبدالله پر وړاندې هم شکایتونه ثبت شوي دي. د ډاکټر عبدالله استازي زلگي سجاد، وویل د خوست ولایت په هغو سیمو کې چې ټاکنې نه دي شوي، په سلگونو رایې د اشرف غني احمدزي په گټه حساب شوي دي. هغه په لاس کې د رای پاڼو یو بنډل درلود چې پکښې اشرف غني احمدزي ته رایې ورکړل شوې. زلگي سجاد په خپلو خبرو کې وویل: «شکایت مو وکړ چې په خوست کې درغلۍ شوي دي، مکتوب مو ولیږه چې په پراخه کچه درغلۍ شوي دي، خو د رایو په څیر زموږ مکتوب هم ورک شو.»

خو د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت، وویل چې باید داسې سند موجود وي، چې وښيي چې دغه رای پاڼې د اشرف غني احمدزي په گټه په نخښه شوي دي: «که چیرې زه تاسو پر دې تورن کړم چې تاسې پخپله دغه په نخښه کړي دي، څرنگه کولای شئ ثابته کړئ چې دغه کار تاسې نه بلکې بل چا کړی دی.»

کمیسیون وویل چې په راتلونکو دوو ورځو کې به دا اعلان کړي، چې څومره شمیر رایې بې اعتباره کړای شوي دي.