1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۸ ولسواليو امنيتي مسؤليت محلي پوليسو ته سپارل کيږي

۱۳۸۹ مهر ۴, یکشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په پلان کي لري چي د ۸ ولسواليو امنيت محلي پوليسو ته وسپاري.

https://p.dw.com/p/PN1L
د کورنيو چارو وزارت وايي چي د محلي او ملي پوليسو د کار ډول متفاوت دی
د کورنيو چارو وزارت وايي چي د محلي او ملي پوليسو د کار ډول متفاوت دیانځور: AP

د وزارت د چارواکو په خبره محلي پوليس به هم خپل يو خاص يونيفورم ولري او د کورنيو چارو وزارت لخوا به هغوی ته د مياشتي۷۰۰۰ افغاني معاش او سلاوي او مهمات به ورکړل کيږي.

د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د يکشنبې په ورځ په يوه خبره غونډه کي وويل چي «دغه پوليس د ولسمشر حامد کرزي په ځانګړي فرمان سره جوړ سوي او د هغوی د جوړولو لومړی پړاو پيل سوی.»

د کورنيو چارو وزارت په پلان کي لري چي په ټول افغانستان کي شاوخوا ۱۰۰۰۰ تنه محلي پوليس جلب و جذب کړي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پر دې اقدام باندي چي محلي پوليس به د خپلو محلاتو ساتنه وکړي کارپوهانو سختي نيوکي کړي. د هغوی په خبره ددې پر ځای چي دغه وسلوال امنيت ټنګړي د ټول د سر درد به وګړځي.

زمری بشري وايي چي دغه پوليس به په هغه سيمو کي ځای پر ځای کړي چي د طالبانو لخوا ډير خطر ورته متوجه دی.

د کورنيو چارو وزارت په خبره په لومړی سر کي به د روزګان ولايت په ګيزاب او خاص روزګان، د پکتيکا ولايت په برمل، د هرات ولايت په شنډنډ، د پکتيا ولايت په دند پټان او زازي، د کندهار ولايت په ارغنداب او د فراه ولايت په پشت رود ولسواليو کي امنيتي مسوليت محلي پوليسو ته وسپارل سي.

د بشري په خبره د محلي پوليسو د جلب او جذب او روزني د پاره په ولسواليو کي چاري پيل سوي او ډير ژر به هغوی ته تجهيزات ورکړل سي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چي د محلي او ملي پوليسو د کار ډول متفاوت دی، لکه څنګه چي د ملي پوليسو دنده د عامه نظم او امنيت ساتل دي د محلي پوليسو دنده يوازي په کلو او بانډو کي د طالبانو د تخريب کاريو څخه د فاع کول دي.

د بشري په خبره محلي پوليس هيڅ کله هم ملېښه نه دي او په قانوني توګه فعاليت کوي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل