1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د موصل تاریخي مسجد الوزولی دی

۱۳۹۶ تیر ۱, پنجشنبه

داعش ډلې د موصل ښار په لویدیځ کې یو تاریخي مسجد «النوري» الوزولی دی. دا هغه مسجد دی چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي، پکې په ۲۰۱۴م کال کې د خلافت اعلان کړی وو.

https://p.dw.com/p/2fAkB
Irak Mossul al-Nuri Moschee
انځور: Getty Images/AFP/A. Al-Rubaye

د عراق پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د النوري تاریخي مسجد الوزولی دی. دغه مسجد د موصل ښار په تاریخي سیمه کې پروت دی.

دغه مسجد له خپل کاږه منار سره د موصل ښار یو له تاریخي اثارو څخه شمیرل کیدی. د داعش ډلي مشر په ۲۰۱۴م کال کې په همدې ځای کې د خلافت اعلان وکړ. د عراق پوځ ویلي دي چې اوس له دې مسجده یوازې خاوري پاتې دي.

په عین حال کې بیا داعش د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب نړیوال ایتلاف تورن کړی دی چې هوایي بمباریو یې دغه مسجد ویجاړ کړی دی. د امریکا پوځ بیا دغه ادعا رد کړې ده. د نړیوال ایتلاف ویاند «جان دوریان» ویلي دي: «موږ په دې سیمه کې کوم پرواز نه دی لرلی.»

Irak al-Nuri Moschee in Mossul
خپور شوی انځور چې ویجاړ شوی مسجد ښيي.انځور: Reuters/Iraqi Military

دوریان ویلي دي چې دغه مسجد داعش ډلې ویجاړ کړی. د ایتلاف یوه قوماندان جنرال جوزف مارتین، ویلي دي چې د النوري مسجد ویجاړول د موصل د اوسیدونکو او د عراق د خلکو پر وړاندې یو جنایت دی.

یو انځور چې نړیوال ایتلاف رسنیو ته ورکړی دی په روښانه توګه ښيي چې د النوري مسجد په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. په انځور کې ښوول کیږي چې د مسجد منار هم ویجاړ شوی دی.

د عراق د پوځ یوه قوماندان ویلي دي چې کله عرا قي ځواکونه د دې مسجد ۵۰ متري ته ورسیدل نو داعش هغه والوزوه. په وروستیو وختونو کې د عراق پوځ او کوردي پیشمرګه ځواکونو د موصل ښار د بیا نیولو عملیات پیل کړي دي. اوس د موصل ښار ختیځه برخه د داعش له کنتروله وتلې او د نورو برخو د نیولو له پاره عملیات روان دي.