1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درواغجن کې په رښتيا طالبان؟

۱۳۹۶ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

آيا په رښتيا په زرونو طالبانو له افغانستان څخه آلمان ته پنا راوړې؟ د آلمان څارنوالي په ۷۰ سلنه قضيو کې د شکمنو طالبانو په هلکه پلټنې کوي. د حيرانتيا خبره دا ده چې ډيری يې پخپله له طالبانو سره د تړاو خبره کوي.

https://p.dw.com/p/2bwOA
Afghanistan Taliban Kämpfer in der Ghazni Provinz
انځور: Reuters

آيا ده په رښتيا هم کلاشينکوف لاره؟ که ځواب هو وي نو آيا پوليس یې پرې په نخښه کړي؟ دا هغه دوې پوښتني دي چې څو مياشتې تر مخه یې واجد د «هو» ځواب ورکړی وو. له همدې کبله دا ۲۸ کلن سر له نن چهار شنبې (۲۰۱۶م کال د اپريل ۲۶ نيټه) بايد د برلين محکمې ته حاضر شي.

د څارنوالۍ له خوا ويل شوي چې پر نوموړي د «طالبانو» د غړي په توګه د جنګي وسلو د کنترول له قانون څخه د سرغړونې شک کيږي. سربيره پر دې دی په دوو قضيو کې د قتل په هڅه کې په لاس لرلو هم تورن دی.

د واجد په خبره دی په ۲۰۰۹م کال کې د طالبانو په ليکو کې شامل شوی دی. د ده په خبره لومړی به ده د خپلو طالب ملګرو له پاره ډوډۍ برابروله او د تجهیزاتو په انتقال کې به یې مرسته کوله. خو تر۲۰۱۴م کال وروسته یې په کاپيسا کې پر پوليسو په بريدونو کې هم برخه اخيستې ده. په دې ترڅ کې نوموړي ښايي فايرونه هم کړي وي. ساجد دا هر څه خپله د آلمان د مهاجرت او کډوالو ادارې ته ویلي دي.

له همدې کبله دی د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر مياشت کې په زاکسن انهالت ايالت کې ونيول شو. ده پوليسو ته هم همدا کيسه تکرار کړې ده.

«بله لار نه وه ورپاته»

ولې يو کس خپله پر ځان سخت تورونه لګوي؟ دانيل شپرافکه، چې د ساجد مدافع وکيل دی له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې د واجد په قضيه کې ښايي دا په اروپا کې د راتلونکي یوه ښه ژوند د تضمين هيله وي. دی زياتوي: «واجد د اقتصادي دلايلو په اساس آلمان ته راغلی. دلته تر رارسيدو وروسته نوموړي د يوه نورمالې ویزې د ترلاسه کولو تمه نه درلودله. نو بله چاره یې نه لرله او يوه کيسه یې جوړه کړه او دا یې ممکنه کړه چې دی به يو وخت د مهاجر په توګه ومنل شي.»

دانيل شپرافکه وايي چې په محکمه کې به زه يوه بيانيه وړاندې کړم چې په هغه کې زما د موکل له خوا د اقامې دعوا ټول ټکي رد شوي دي. دی زياتوي: «دا بيا د څارنوال کار دی چې په يوه خارجي سازمان کې د نوموړي د غريتوب شواهد پيدا کړي او زما په آند دی (څارنوال) په دې اړه ډير کم شواهد په لاس کې لري.»

د شپرافکه په آند به د ده موکل بري اعلان شي کوم چې بيا به د ده اخراجولو ته لار هواره کړي.

د آلمان د مهاجرت او کډوالو ادارې دويچه ويله ته تائید کړې ده چې ډير پنا غوښتونکي د پلټنو په ترڅ کې اعتراف کوي چې د طالبانو غړي ول. ځيني وايي چې طالبانو په زوره جذب کړي ول او وروسته ترې تښتيدلي دي. په ځينو قضيو کې بيا هڅه کيږي دا باور ورکړل شي چې «پنا غوښتونکی د طالبانو کړنو ته په کتو سره وروسته پخپله خوښه له دوی جلا شوی او په تېښته بریالی شوی دی.»

کله چې ثابته شي چې يو مهاجر په جنګي جنايتونو او د بشريت ضد جناياتو کې لاس لرلی، نو د اقامې حق ورته نه ورکول کيږي.

د مرګ ګواښ

په هغه صورت کې که يو څوک ووايي چې له طالبانو سره وو، خو هيڅ ډول جنايت یې نه دی کړی، څه کيږي؟ ځکه طالبان د ملګرو ملتونو له خوا د يوه تروريستي سازمان په توګه نه دي درجه بندي شوي. د آلمان د مهاجرت او کډوالو اداره په دې اړه وايي چې د طالبانو غړيتوب د پنا په اړه د تصميم يوازينی او قطعي محرک نه شي کيدای.

دغه اداره زياتوي کله چې يوه پنا غوښتونکی پر بشري حقونو د تيري له ګواښ سره مخامخ وي په هغه صورت کې یې «د ساتنې په خاطر» د پنا په اړه غور کيږي. ځکه په افغانستان او پاکستان کې په ځينو قضيو کې طالبان د اعدام له ګواښ سره مخامخ کيږي.

همدا پرون، سه شنبه (۲۰۱۷ م کال د اپريل ۲۵) د خيبر پښتونخوا په يوه زندان کې څلور تنه طالب جنګيالي اعدام شوي دي.

په برلين کې اساسي پريکړه

په برلين کې بايد نن د آلمان قاضيان د يوې حقوقي پروسې په ترڅ کې دا پريکړه وکړي چې آيا واجد په رښتيا کوم جنايت کړی که نه او که يوازي د ناهيلۍ له کبله تښتېدلی دی. د دې ترڅنګ به هغوی په دې هلکه هم تصميم نیسي چې آيا طالبان «د يوې بهرنۍ تروريستي ډلې» په توګه ونوموي که نه. دا به لومړی ځل نه وي چې د برلين د محکمې د کلاسيک پانل تر شا يوه تاريخي حقوقي پريکړه وشي.

زموږ له ارشيف څخه: