1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دریم هیواد ته د کډوالو د نه استولو غوښتنه

آژانسونه/ ق.ن.۱۳۹۵ تیر ۷, دوشنبه

د اروپايي ټولني تر سرمشریزي مخکي تر سلو ډیرو غیر حکومتي سازمانونو په یوه گډه اعلامیه کي د اروپايي ټولني کمیساري له خوا د«مهاجرو د مخنیوی» د پلانونو د توقف غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1JEAa
انځور: picture-alliance/dpa/O.Panagiotou

د بخښني نړیوال سازمان، د بې سرحده ډاکټرانو نړیوال سازمان، اکسفام، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې، ورلد ویژن او یو شمیر نورو سازمانونو په خپله دغه اعلامیه کي ویلي دي چي حکومتي او دولتي مشران باید د اروپايي ټولني د کمیساری له خوا د «مهاجرو د مخنیوي د پلانونو» مخه ونیسي. د دغو سازمانونو په خبره بروکسل په دې ډول د بشر د حقونو څخه د دفاع په خاطر د اروپا اعتبار خرابوي او په ټوله نړۍ کي د پناه غوښتنې حقونو ته تاوان رسوي.

پر دغه موضوع باندي د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو د اروپايي ټولني په سرمشریزه کي بحث کیږي.

د اروپايي ټولني کمیساري غواړي، دریم هیوادونه د دې مخنیوی وکړي چي مهاجر اروپا ته ځانونه راورسوي او په مقابل کي یې ورته پرمختیايي مرستې ورکړي او تجارتي مناسبات ورسره زیات کړي.

په اعلامیه کي راغلي دي چي دا کار په نړیواله کچه هغه ممانعت ته تاوان رسوي چی پر اساس یې نباید خلک هغو هيوادونو ته واستول سي چی هلته ورته د ژواند خطر موجود وي.

د هغوی په خبره د اروپايي ټولني د مهاجرينو نوی سیاست به د قاچاقبرانو کاروبار ته تاوان و نه رسوي، بلکه هغوی ته د اړو پناه غوښتونکو کړاونه لا هم ډیریږي.

د اروپايي ټولني کمیساري اوسني پلانونه به له ترکيې سره د مهاجرينو د تړون په څیر وي، چي پر اساس یې په زرونو انسانان تر غیر انساني شرایطو لاندي په یونان کي بند پاته دي.

د تړون له مخي انقره باید د انساني قاچاقبرانو سره مبارزه وکړي او یونان ته د ترکیې څخه ورغلي مهاجرین بیرته ومني. د دې په مقابل کي ترکیې ته د مهاجرينو د ملاتړ په خاطر پیسې په اختیار کي ورکول کیږي.