1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دنمارک له آلمان سره پر پوله موقتي کنترول پیلوي

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۱۴, دوشنبه

دنمارک له آلمان سره پر خپله پوله باندې د سرحدي کنترول پیل اعلان کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې سویدن هم ویلي وو چې د اورګادې د مسافرو اسناد په ګوري.

https://p.dw.com/p/1HXfn
انځور: picture-alliance/dpa/C. Rehder

د دنمارک لومړي وزیر لارس لوکي راسموسن، د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ ۴مه نېټه) دغه اعلان وکړ. دا تر هغه څو ساعته وروسته وو چې سویدن په دې اړه خپل پلان عملي کول پیل کړل.

راسموسن ویلي دي چې پر پوله باندې د اسنادو کتل یو موقتي اقدام دی. خو هغه روښانه کړې نه ده چې دا کار به تر کوم وخته پورې دوام وکړي.

د دوشنبې په ورځ سهار سویدن هم اعلان وکړ چې د هغو مسافرو د اسنادو کنټرول به پیل کړي چې له دنمارک څخه په اورګاډي کې دې هیواد ته راځي. سویدن غواړي له دې سره دې هیواد ته د ډیر شمیر رسیدونکو کډوالو مخه ونیسي. اوس نو مسافر باید له هغه تونل څخه د تیریدو پر مهال چې کوپنهاګن له سویدن سره وصلوي، خپل اسناد وښيي.

ایا شینګین له ستونزو سره مخامخ ده؟

دنمارک او یو شمیر نورو هیوادونو د سویدن پر دې پریکړې باندې نیوکې وکړې. د سویدن تر دې اعلان وروسته د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې «د شینګن ساحه له ګواښ سره مخامخ ده». د شنګن په ساحه کې شامل هیوادونه یو له بل سره آزادې پولې لري. پر چارواکو سربیره د دواړو هیوادونو یو شمیر عامو وګړو هم پر دې پریکړې نیوکې کړې دي.

یوه دنمارکي وګړي چې اوس په سویدن کې ژوند کوي، دویچه ویله ته ویلي دي چې تر دې پریکړه وروسته، هغه آن په دې اړه فکر کوي چې بیرته خپل هیواد ته وکوچیږي: «موږ هره ورځ ماشومان له ښوونځي کور ته رسوو او سودا رانیسو. دا به نو څرنګه وي چې موږ هره ورځ یو ساعت د اسنادو په ښوولو کې تیر کړو.»

سویدن ته تر آلمان وروسته تر بل هر اروپایي هیواد وروسته ډیر کډوال رسیدلي دي. تیر کال ۱۶۰۰۰۰ کسانو په دې هیواد کې د پناه غوښتنه وکړه. د هغوی له ډلې څخه ډیر شمیر یې له سوریې، عراق او افغانستان څخه دي.