1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دویچه ویله د ۶۵ کلنۍ لمانځنه، د نقش او اهمیت ډیریدل یې

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۳, پنجشنبه

دویچه ویله د نړۍ د کړکیچونو او مخ پر زیاتیدونکي عوامپالنې پر مهال، له نوو ننګونو سره مخامخ ده. د آلمان په پارلمان کې به د صدراعظمې انګلا میرکل په حضور کې د دویچه ویله د ۶۵ کلنۍ په مناسبت ځانګړي مراسم ترسره شي.

https://p.dw.com/p/2x4dp
Konrad Adenauer und DW-Redakteur Hans Wendt Archivbild 1963
انځور: DW

د ۱۹۵۳م کال د می میاشتې پر ۳مه نیټه دآلمان د هغه وخت ولسمشر تیودو هیوس، په دې جملې سره د دویچه ویله خپروني پیل کړې: «په لیریو پرتو هیوادونو کې د دویچه ویله اوریدونکو!» د آلمان بهرنۍ عامه راډیو دنده لرله چې له آلمان څخه بهر میشتو کسانو ته د دې هیواد سیاسي، اقتصاد ي او فرهنګي انځور وړاندې کړي.

دویچه ويله هغه وخت یوازې په لنډو څپو کې له آلمان څخه نشرات کول. لومړي بهرنۍ ژبې بیا په ۱۹۵۴ کال کې اضافه شوې. په ۱۹۹۲م کال کې دویچه ویله تلویزنې او بیا لږ وروسته انترنتي خپروني هم پیل کړې.

په بن ښار کي د دويچه ويله مرکز
انځور: imago/epd

د دویچه ویله عمومي مشر پیتر لیمبورګ وایي: «البته چې یوازې د لنډو څپو ورځې اسانه وې.» هغه زیاتوي: «خو اوس د انترنت، ټولنیزو رسنیو او زموږ د شریکانو د شبکو په مرسته موږ د پخوا په پرتله له ډیرو زیاتو کسانو سره اړیکه ټینګولای شو. موږ اوس خبرونه، پسمنظرونه، څیړنې او تبصرې وړاندي کوو چې په پرمختللې بڼه وړاندې کیږي. دغه محصولات ډیر وخت زموږ د متمازو او ډیر وخت ځوانو مخاطبینو له پاره وي.» لیمبورګ له تیرو څلور نيمو کلونو راهیسې د دویچه ویله عمومي مشر دی.

د سه شنبې په ورځ د آلمان په پارلمان یا بوندستاګ کې د دویچه د جوړیدو د ۶۵ کالیزې په مناسب ځانګړې غونډه جوړیږي، چې په کې د د کلتور په چارو کې د دولت د وزیرې مونیکا ګوریترس سربیره د بیلا بیلو فراکسیونونو استازي ګډون کوي. ځانګړې میلمنه به د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل وي چې وینا به هم وکړي. همداشان میرکل به د دویچه ویله د ځینو اوسنیو پروژو په هکله معلومات تر لاسه کړي. د بیلګې په توګه په روسي ژبه د یوه انیمیشن ویدیويي لارښود چې سړي سره مرستي کوي څرنګه جعلي خبرونه تشخیص کړي.

تر راډیو ډیر څه

دویچه ویله اوس د هغه وخت په پرتله چې یوازي يې راډیو لرله ډیر پرمختګ کړی دی. دویچه ویله اوس په څلور ژبو تلویزیوني خپرونې لري، په غږیزه بڼه بیلابیلې خپرونې لري، په ۳۰ ژبو خبرونه خپروي او په ټولنیزو رسنیو کې پراخ حضور لري.

په برلين کي د دويچه ويله مرکز
انځور: picture-alliance/dpa/ZB

د دویچه ویله مخاطبین هم بدل شوي دي. اوس مخ په ډیریدونکي کسان خپل معلومات د ګرځنده تلیفونونو له لاري ترلاسه کوي. اوسیدونکي اوس په «فالورانو» بدل شوي دي.

له ۱۹۶۵م کال راهیسې د دویچه ویله اکاډمي د نړۍ په بیلابیلو برخو کې په زرونو خبریالان روزلي دي. کله چې آلماني چارواکي له هیواد څخه بهر سفر کوي، نو د هغوی سیالان ډیر وخت ورته دا خبره په ډاګه کوي چې تر کومې کچې پورې د دویچه ویله تر اغیزې لاندې دي.

سخت وختونه

د دویچه ویله له بنسټ ایښودو ۶۵ کاله وروسته، نړیوال سیاسي وضعیت له څو اړخونو د ۱۹۵۳م کال وضعیت ته ورته دی. د یوې نوې سړۍ جګړې ویره مخ په ډیریدو ده، د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د بیان او مطبوعاتو آزادي ګواښل کیږي.

لیمبورګ وایي: «حالات سخت شوي دي چې د دویچه ویله له پاره لا ډیر کار ته اړتيا ده.» هغه زیاتوي: «موږ باید معلومات وړاندي کړو، پلونه جوړ کړو او د ارزښتونو په اړه معلومات ورکړو. هر څه چې تاسو ورته واياست، یوه نوې سړه جګړه که د نړۍ څو قطبي جوړښت، د پروپاګند څخه رامنځ ته کیدونکې ننګونې، ناسم خبرونه، مهاجرت، د اقلیم بدلون او ترهګرې، هر څه د ډیریدو په حال کې دي.»

د دويچه ويله عمومي مشر پيتر ليمبورگ (په انځور کي کيڼ اړخ ته) او پنځوس کاله مخکي د يونان د خپرونو مشر
انځور: DW

پر دویچه ویله باندې په چین او ایران کې په قسمي توګه بندیز لګول شوی دی. دا د اندیښنې وړ خبره ده خو د لیمبورګ په خبره په عین حال کې ښيي چې «زموږ کار په اوسنیو حالاتو پورې تړلی دی».

اوس د سیاسي سیستمونو تر منځ د سیالۍ انځور د نړیوالو رسنیو تر منځ رقابت کې لیدل کیدای شي.

په نړۍ کې د دویچه ویله انځور

دویچه ویله په بن او برلین ښارونو کې له ۶۰ هیوادونو څخه نزدې ۳۴۰۰ کسان په کار ګومارلي دي. دا د آلمان تر ټولو د ډیرو فرهنګونو لرونکې رسنه ده. په افریقا، اسیا او لاتین امریکا کې د دویچه ویله د خبریالانو شمیر هم مخ پر ډیریدو دی.

لیمبورګ وایي: «دا تنوع د دویچه ویله له پاره یوه خزانه ده او زموږ قوت ښيي.» هغه زیاتوي: «موږ یو له بل څخه زده کړه کوو، د فرهنګونو، دینونو او رسمونو تر منځ تماس په دوامداره توګه د پرمختګونو او نووښتونو لامل کیږي چې ټول د آلمان د اساسي قانون پر دیموکراتیکو ارزښتونو ولاړ دي. دا زما له پاره د ډیرې خوښې خبره ده چې له دومره بیلابیلاو الهام بخښونکو کسانو سره کار کوم.»

نوره نړۍ د دویچه ویله په اړه څه نظر لري؟ سندرا پیترسمن د دویچه ویله یو له ډیرو سابقه لرونکو خبریالانو څخه ده چې د کړکیچ په سیمه کې د کار ډیر تجربه لري. په ۲۰۰۰م کال کې د یوې ځوانې خبریالې په توګه هغه له ډاکټرانو سره چې مرستندویه سازمانونو ته یې کار کاوه د افریقا په ښاخ کې ایریتریا ته ولاړه.

پیترسمن وايي: «یوه ورځ موږ له یوه وړوکي کلي څخه تیریدو چې یو ډله خلک تر یوې لویې ونې لاندې په بیټریو چلیدونکې یوې راډیو راټول شوي ول.» هغه زیاتوي: «ما د رسنې غږ وپيژند چې د دویچه ویله وو. زه د خپلو امهاریک دیپارتمنت د همکارانو په یوه خبره هم نه پوهیدم. خو کله چې ما تر ونې لاندې ناستو خلکو ته ځان د دویچه ویله د خبریالې په توګه وروپیژند نو زه سم دستې د کافي څښکلو او دود وهلو محفل ته وبلله شوم.»

د دويچه ويله خبرياله ساندرا پيترسمن په کانگو کي
انځور: DW

پیترسمن وایي چې هغه په افغانستان کې هم له ورته چلن سره مخامخ شوې ده چیرې چې په کلیو کې «خلک تلویزیونونه نه لري خو بیا هم د معلوماتو ترلاسه کولو ته لیوال دي».

په نړۍ کې پیژندل شوې

د دویچه ویله د ډیرو کارکوونکو په څیر، پیترسمن هم خواشینې ده چې دغه رسنه نور په ډیرو ژبو راډیويي خپرونې نه لري. خو وخت بدل شوی. پودکاست او ټولنیزې رسنې اوس ډیرې ترویج شوې دي.

کله چې په اردن او ترکیې کې د کډوالو په یوه کمپ کې د دویچه ویله مایکروفون څرګندیږي، نو خو خلک غواړې چې خپلې کیسې ووایي. او کله چې د دویچه ویله د عربي څانګې پیژندل شوې څیره جعفر عبدالکریم، په بیروت، عمان او یا قاهره کې روان وي نو ځوانان پرې راټوليږي. د هغه «شباب تاک» خپرونه هغه موضوعګانې څیړنې چې په عربي نړۍ کې ډیري دولتي رسنې پرې سترګې پټوي. هغه یو میلیون کسانو ته خپله خپرونه رسوي.

جعفر عبدالکریم په بغداد کي د خپروني پرمهال
انځور: DW

کله چې د د دویچه ویله د اردو، پښتو او یا هم چینایي ژبو انلان مضمونونه د بیان د آزادي، ښځو حقونو، اداري فساد او یا هم د ښې زده کړې د فرصتونو په اړه وي نو په لسونو زره کسانو ته رسیږي. همداراز د دونالد ترمپ او ولاديمیر پوتین په دوارن کې د صدراعظمې انګلا میرکل تر مشري لاندې د آلمان د حکومت د سیاستونو په اړه څیړنیز مضمونه هم په زرونو کسانو ته رسیږي.

په عین حال کې آلمانیان د دې قدر کوي چې هیواد یې له دویچه ویله څخه څومره ګټه ترلاسه کوي. په ځانګرې توګه د نړیوالې بې ثباتي پر مهال. د بهرني عامه رسنې شتون د دویچه ویله د ځانګړي قانون له خوا تضمین شوی دی، او آلمان پارلمان یا بوندستاګ، د دې هیواد د نړیوالې رسنې د پرمختیا ساتنه کوي.

د سوسیال دیموکرات ګوند ویاند مارتین رابانوس، په وروستیو وختونو کې د آلمان پارلمان پر وړاندې وویل: «دغه بنسټ [دویچه ویله] حقایق خپروي نه ناسم خبرونه.» هغه زیاته کړه: «دا خپلواکه، نوښتګره، او پر ارزښتونه ولاړه رسنه ده.»

د نړیوالو نظر سنجیو له مخې، د دویچه ویله ۹۶ سلنه کارکوونکي وایي چې دغه رسنه د اعتماد وړ ده. دا په اوونۍ کې ۱۵۰ میلیونه کسان دي – دا شمیر د لوړیدو په حال کې دی.