1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديميزير د افغان مهاجرو پر اخراج ټينگار وکړ

۱۳۹۵ اسفند ۳, سه‌شنبه

توماس ديميزير د افغان مهاجرو د اخراج د توقف په برخه کي پر هغو ايالاتونو نيوکي کړي چې په اصطلاح سور-زرغون ائتلاف پکښې حکومتونه کوي. هغه ويلي دي «که څه هم هلته امنیتي حالت پېچلی دی، خو ډادمن ځایونه سته. مثلأ شمال یا کابل.»

https://p.dw.com/p/2XzMV
Deutschland Bundesinnenminister Thomas de Maiziere und Bundesjustizminister Heiko Maas
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sohn

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د دوشنبې ورځي په ماښام د جرمني له لومړي تلويزيوني چینل (ARD ) سره د خبرو پرمهال وویل، چي دغه هیواد ته په «یوه لږ اندازه اخراجیدل» د توجیه وړ دي: هغه ټینگار وکړ چي طالبان «حکومتي مامورین، پولیس، سفارتونه او غربي هوټلونه خپل هدف گرځولی. عادي خلگ که څه هم قرباني کیږي، خو هغوی د طالبانو هدف نه دي او دا یو لوی توپیر دی.»

افغانستان ته د ردسوو افغانانو اخراجیدل شخړه ایز دي، ځکه ډیر کارپوهان هغه ته اوس هم د یوه ناامنه هیواد په سترگه گوري. د تیرکال په اکتوبر مياشت کي له افغانستان سره د بیرته لیږد تړون تر لاسلیک وروسته د جرمني د کورنيو چارو وزارت له خپلو ایالتونو  څخه وغوښتل، چي رد سوي افغانان په جدیت سره ولیږي.

افغانستان ته د افغان مهاجرو لېږل د تيرکال په ډسمبر مياشت کي د يوې ډلي نه منل سوو افغان مهاجرو په لېږد سره پيل سو. خو تیره اوونئ پنځو ایالتونو د افغانانو پر اخراج باندي توقف وضع کړ. دېميزېر د دې په عکس العمل کي وویل چي «دا خبره ما طبعأ خوابدی کوي، ځکه چي موږ همدا څو ورځي مخکي سره راټول سوي وو او پر دې موضوع مو خبري کړي وې. موږ له ایالتونو سره پردې باندي موافقه کړې وه، چي خارجي سياست مرکزي حکومت ټاکي.»

د دې په مقابل کي بیا د جرمني د پارلمان د رئیس مرستیالي «کلودیا روټ» د ملگرو ملتونو هغه رپوټ ته اشاره کوي، چي پر اساس یې په افغانستان کي د امنو او ناامنو سیمو تر منځ هیڅ توپیر نه سي کیدلای او حتی په ټوله هیواد کي امنیتي حالت نور هم خراب سوی دی.

د زرغون ګوند دغي سیاستوالي زیاته کړه، چي «که د جرمني حکومت سربیره پر دې د خپلو داخلي–سیاسي ستونزو له کبله افغانان اخراج کړي، دا نو بیا نه یوازي یو غیر انساني عمل دی، ځکه د هغوی ځان او ژوند ته خطر په نظر کي نه نیول کیږي، بلکي حکومت په دې وسیلې سره د پناه غوښتني حق هم له منځه وړي.»

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: