1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راسموسن: ناټو په افغانستان کي د تل لپاره نه پاتيږي

۱۳۹۰ مهر ۱۱, دوشنبه

د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن د شکونو او ترديدونو سره سره، د آلمان د خبري اژانس سره په يوه ځانګړي مرکه کي پر دې خبره ټينګار کړی، چي ناټو نه غواړي په افغانستان کي د تل لپاره پاته سي.

https://p.dw.com/p/12kxM
د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسنانځور: picture-alliance/dpa

هغه ويلي چي د ۲۰۱۴م کال تر پايه د امنيت د سپارلو لړۍ پرسمه لاره روانه ده:

 

« موږ د پرمختګ ښکاره نښي نښانې وينو. په عمومي توګه امنيت ښه سوی او هر چيري طالبان تر فشار لاندي دي.»

 

د يوې غيري رسمي ( iCasualties) په نامه انټرنيټ پاڼي دې ته اشاره کړې، چي يوازي د روان کال په لمړنيو ۹ مياشتو کي ۴۶۳ تنه بهرني سرتيري په افغانستان کي وژل سوي دي.

 

که دا د تير کال سره پرتله سي، نو په ټول کال کي۵۴۷ تنه بهرني سرتيري وژل سوي ول چي دغه کال د بهرنيو سرتيرو لپاره يو خونړۍ کال و نومول سو.

 

راسموسن په کابل کي د امريکا پر سفارت او د ناټو پر پوځي مقر باندي د وسله والو له خوا تر بريد څو ورځي وروسته دا خبري کړي. پدغه بريد کي تر ۱۹ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

د ناټو مشر ويلي:« په ټوله کي دغه يو بريالی بريد نه وو» هغه رنګه چي په رسنيو کي يي انعکاس وموند، دغه بريد په مؤثره توګه د افغان پوځ له خوا پر شاه وتمبول سو.

 

په نږدې وخت کي د آلمان د « مارشل فنډ» له خوا نظر پوښتنه ښيي چي په اروپا او امريکا کي۶۶ سلنه ځواب ورکوونکي غواړي، چي په افغانستان کي دي د پوځونو شمير راټيټ سي او يا دي بيخي راووزي.

 

پر دې سربيره ۴۱ سلنه امريکايان په افغانستان کي د ثبات د رامنځ ته کيدو په اړه خوشبينه دي، دا پداسي حال کي ده چي تير کال دغه شمير۵۱ سلنه وو. خو په اروپا کي بيا دغه د ۲۳ سلني څخه ۲۸ سلني ته لوړ سوی.

 

راسموسن پردې اقرار کړی، چي دغه نتايج يو رنګه بې صبري منعکس کوي

 

:« موږ ټول غواړو، چي واقعي پرمختګ ووينو، نو دا روښانه ده چي موږ نه غواړو د تل لپاره په افغانستان کي پاتي سو.»

 

د ناټو په مشري ايتلافي ځواکونه په افغانستان کي شاوخوا ۱۳۰ زره سرتيري لري، چي زياته برخه يې امريکايان جوړوي. په پام کي ده چي د ۲۰۱۲م کال تر پايه به د افغانستان څخه ۴۰ زره سرتيري خپلو کورونو ته ستانه سي.

 

د روان کال د جولای په مياشت افغان پوليس او اردو ته د ۷ سيمو د امنيت مسؤليت وسپارل سو. په پام کي ده چي د ۲۰۱۴م کال تر پايه به د ټول هيواد امنيتي مسؤليت د بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل سي.

 

همداشان راسموسن زياته کړې:« په روانه مياشت او يا په راتلونکي مياشت کي زه د دې هيله لرم چي په دي اړه فيصله وسي، چي د افغانستان  نورو ولايتونو ته هم د امنيت د مسؤليت لړۍ وغځول سي. زه دا په ريښتني توګه وينم چي د ۲۰۱۴م کال تر پايه به د پلان سره سم د امنيت د بهير انتقال تکميل سي.»

 

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل