1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روزنه

راشد خان د «ايسوسېټ ممبرز» غوره لوبغاړی نومول شوی

۱۳۹۶ دی ۲۸, پنجشنبه

د کرکیټ نړیوالې شورا د افغانستان د ملي لوبډلې توپ اچونکی راشد خان د کرکیټ د دوهمې درجې هیوادونو (ايسوسېټ ممبرز) د کال غوره لوبغاړی نومولی دی.

https://p.dw.com/p/2r4eR
Cricket - Afghanistan vs Westindien
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks

د کرکیټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د پنجشنبې په ورځ په خپله انټرنیټ پاڼه کې لیکلي دي چې راشد خان چې لا شل کلنۍ ته نه دی رسیدلی په دې هکله اټکل نه شي کیدای چې د خپل مسلکي ژوند تر پای به یي څومره ویکټې تر لاسه کړي وي. د دغه رپوټ له مخې راشد خان تر اوسه د خپل هیواد له پاره ۱۱۲ ویکټې اخیستي دي.

راشد یوازې په ۲۰۱۷م کال کې۶۰ ویکټې اخیستې دي چې د یوه ایسوسیټ ممبرز له پاره یو ریکارډ دی. پر دې سربیره په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د آی سي سي د بشپړ غړیتوب نه لرونکي لوبغاړې له پاره د ۴۳ ویکټو اخیستل یو بل ریکارډ دی. زیاته شوې ده چې راشد خان د دغې وړتیا له کبله ایسوسېټ ممبرز د کال د غوره لوبغاړي د غوره کیدو مستحق دی.

راشد خان د تیرکال په جون میاشتې کې د ویسټ انډیز پر وړاندې په یوه ورځنۍ لوبه کې ډیر اغیزناک ثابت شوی وو چې د ۱۸ رنزونو په ورکولو سره یې اووه ویکټې اخیستې وې. دغه څه د کرکیټ د پنځوس اوریزو لوبو په تاریخ کې څلورم غوره ریکارډ دی.

همداشان هغه د تیر میلادي کال په مارچ میاشت کې د آیرلنډ پر وړاندې ډیره ښه لوبه وکړه چې په یوه پنځوس اوریزه لوبه کې یې د ۴۳ منډو په ورکولو سره د مخالفې لوبډلې شپږ لوبغاړ وسوځول. د آیرلنډ پر وړاندې په یوه بله شل اوریزه لوبه کې راشد خان د درو رنزونو په ورکولو سره پنځه لوبغاړي سوځولي وو. دغه سیالۍ د هند په ګریټر نویډا لوبغالې کې تر سره شوې.

د هغه غوره لوبه د دې سبب شوه چې د نړۍ په کچه د T20 ټیمونو پام ځان ته راواړوي او هغه د هند په پریمیر لیګ او د آسترالیا په بګ باش لیګ کې هم ښه وځلید. په رپوټ کې د راشد خان، توپ وهنې ته هم اشاره شوې ده چې په تیرکال کې یې د آیرلنډ خلاف یوه لوبه کې پنځوسیزه کړې وه.

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلې د تیرکال په جون میاشتې کې د کرکیټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ او په پام کې ده چې افغانستان سږکال خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه له هند سره وکړي او راشد خان به له دې فرصته ګټه واخلي چې خپل مهارتونه په پنځه ورځنۍ لوبه کې نندارې ته وړاندې کړي.

د آیرلنډ له کپتان ویلیم پورتر فیلد او د سکاټلنډ له کایلي کویتزر سره د کال د غوره لوبغاړي د سیالۍ په ترڅ کې راشد خان محمد شهزاد هم شاته پریښی دی او د ایسوسېټ ممبرز د کال غوره لوبغاړی نومول شوی دی. په تیرو وختونو کې د متحدو عربي آماراتو خرم خان (۲۰۱۵) د سکاټلنډ پرستن موسین (۲۰۱۴) او د آیرلنډ آل راونډر کیون اوبراین په ۲۰۱۳م کال کې دغه مقام ګټلی وو.

S.R/N.Z

زموږ له ارشيف څخه: