1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د طالبانو او امريکايي استازو تر منځ خبري پېل سوې

۱۳۹۰ بهمن ۹, یکشنبه

په قطر کي د طالب او امريکايي استازو تر منځ ليدني کتني پېل سوي دي. د افغانستان د سولي عالي شورا بیا وايي چي د افغان حکومت له گډون څخه پرته دغه ډول خبري اتري گټه نه لري.

https://p.dw.com/p/13sXa
وسله وال طالبان
وسله وال طالبانانځور: AP

امریکايي ورځپاڼي نيويارک ټايمز لیکلي دي چي په قطر کي د طالبانو او امريکايي استازو تر منځ خبري پيل سوي دي. دغه خبري په افغانستان کي د جگړې د پای ته رسولو له پاره تر سره کيږي.

ورځپاڼي د يو شمېر پخوانيو طالب چارواکو په حواله ليکلي دي چي په دغو ليدنو کتنوکښي به د بنديانو پراحتمالي تبادلې هم خبري کيږي. په عين حال کي د افغانستان حکومت د قطر هيواد د يوه پلاوي د ورتگ په تمه دئ.

تمه کيږي چي دغه پلاوی به افغان حکومت ته د طالبانو او امريکايانو تر منځ په خبرو اترو کي خپل رول روښانه کړي.

د ورځپاڼي راپور زياتوي چي طالبانو تر اوسه دا نه ده منلې چي د جگړې د ختمولو له پاره خبري کوي. د طالبانو استازو د قطر د خبرو اترو په هکله ويلي ول چي دغه خبري يوازي د بنديانو د تبادلې له پاره تر سره کيږي.

په داسي حال کي چي وسله والو طالبانو د قطر مرکز دوحې ته د خپلو استازو د رسېدلو تائېد کړی دئ، افغان حکومت وايي چي د دوی له مخکښ رول پرته سوله نه شي راتلای.

په کابل کي د سولي د عالي شورا د دارالانشاه رئیس معصوم ستانکزی وايي چي په دوحه کي له طالبانو سره د سیاسي دفتر دپرانیستلو پر شرطونو خبري رواني دي او نور پرمختګ نه دی شوی.

د ښاغلي ستانکزي له څرګندونو داسي ښکاري چي افغان حکومت تر اوسه لاهم د سولي په خبرو کي کلیدي رول نه لري او د یوه دریم په څیر د امریکا او طالبانو د لیدنو کتنو څارنه کوي او پایلو ته ئې په تمه دئ.

داسي ښکاري چې طالبان د افغان حکومت پر واکمنۍ او خپلواکۍ باور نه لري نو هڅه کوي چي د قضیې له هغو خواو سره خبري وکړي چې هر څه د هغوی په واک کښي دي.

خو ښاغلی ستانکزی وايي چي د دوی له مشرتوب پرته سوله نه شي راتلای او نړیوال باید هر څه افغان دولت ته وسپاري:

«د دغو خبرو پر میکانیزم باید ډیري خبري وشوې. زموږ موقف دا دئ چي د طالبانو له پاره د یوه دفتر پرانیستل مناسب کار دئ. خو دغه دفتر باید د افغانانو تر منځ د خبرو اترو ځای وي نه داچي بهرنیان د افغانستان پر سر معاملې وکړي.»

بله خوا بيا د افغان حکومت د اطلاعاتو د مرکز مشر ډاکټرحکیم عاشر وايي چي له یاغیانو سره د دوی خبري تر اوسه په انفرادي توګه وې:

«هغه اړیکي چي تر اوسه ټینګي شوي دي په غیر منظمه توګه له ځینوکسانو سره شوي دي، تر اوسه له کومي ډلي سره رسمي خبري نه دي شوي. تمه ده چي افغان دولت د خبرو مشري واخلي او رسمي پروسه ئې پیل شي.»

ویل کيږي چي د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن وړمه ورځ په ایټالیا کي له حامد کرزي سره کتلي دي او د سولي د خبرو د پرمختگ په اړه ئې هغه ته معلومات ورکړي دي.

آژانسونه/ ميرويس جلالزی
کتونکی: احمدولي اڅکزی