1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ، سياست او ديجيتاله زمانه د دويچه ويله کلنۍ غونډه

ماتياس فون هاينه۱۳۹۴ تیر ۱, دوشنبه

پر سیاست د ټولنیزو رسنیو اغیز څه دی؟ څرنگه د انټرنیټ د ۲۴ ساعته خبرونو څرخ رسنیو ته بدلون ورکوي؟ پر دغو موضوعاتو نن په بن کې د «گلوبل میدیا فورم» یا نړیوالو ډله ییزو رسنیو په اتمه کلنۍ غونډه کې بحثونه کیږي.

https://p.dw.com/p/1Fl2W
انځور: DW/M. Magunia
د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما د تویتر ټولنیزي شبکې لنډ پیغامونه «تویتس» په نړۍ کې د هغه ۶۰ میلیونو پلویانو ته په سملاسي توگه رسیږي. په دې سره نو د امریکا ولسمشر په څرگند ډول د نړۍ تر نورو تویت کوونکو مشرانو مخکي دی. په دې برخه کې د مسیحانو روحاني مشر یا پاپ فرانسیس، په دوهم ځای کې قرار لري. د هغه تویتر اکاونټونه یا حسابونه چې په نهو ژبو دي، شا او خوا ۲۰ میلیونه کاروونکو ته رسیږي. د ۱۳ میلیونه پلویانو په درلودلو سره د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په دریم ځای کې قرار لري.
انترنیټ او «سوشل میدیا» یا ټولنیزي رسنۍ د سیاست او ديپلوماسۍ له پاره يوه مهمه وسیله گرځیدلې ده. د نړۍ تر۱۷۰ زیاتو هیوادونو او د حکومتونو مشران د تویتر شخصي حساب (اکاونټ) لري. دیجیتال انقلاب یوازي تر سیاست پوري نه دی رسیدلی، بلکي هغه ته یې بدلون هم ورکړی دی.
گلوبل میډیا فورم، د بحثونو ځای
په دیجیتاله زمانه کې د رسنیو او بهرنۍ پالیسۍ تر منځ اړیکه د دویچه ویله د گلوبل میدیا فورم، یا نړیوالو ډله ییزو رسنیو د اتمي غونډي په محراق کې ځای لري. دغه غونډه چې د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جون ۲۲مه) په بن کې د درو ورځو له پاره پيل شوه، پکښې د نړۍ د ۱۳۰ هیوادونو تر ۵۰۰ زیاتو ژورنالیستانو په شمول ۲۰۰۰ گډونوال برخه اخلي، څو پر موضوعاتو بحثونه وکړي.
له کيڼ اړخه د دويچه ويله عمومي رئيس پيتر ليمبورگ
له کيڼ اړخه د دويچه ويله عمومي رئيس پيتر ليمبورگانځور: DW/H. Mund
د موضوعاتو لړۍ کابو تر ۴۰ انفرادي غونډو پورې غځیدلې ده. د بیلگې په توگه څه کیدای شي چې د افراطیانو له لوري د خپل پروپاگنډ له پاره د انټرنیټ د استعمال مخه ونیول شي؟ کوم امنیتي خطرونه دي لکه د تیل او اوبه چې پر سر يې شخړي رامنځ ته کيږي؟ یوه بله موضوع چې بحث به پرې وشي دا ده چې ولي د اوکراین په کړکیچ کې نه یوازي له وسلو، بلکي په مخ پر زیاتیدونکي توگه له تبلیغاتو څخه هم استفاده کیږي.
د بیان د آزادۍ او بلاگ لیکونکي له پاره جایزه
گلوبل میدیا فورم، چې یو کلنی دود گرځیدلی دی، بلاگ لیکونکو ته د دویچه ویله د غوره جایزو ورکولو له پاره به یو فرصت وي. په سږنۍ جایزه گټونکو کې له بنگله دیش څخه رفیده بونیا احمد هم شامله ده. هغې د خپل خاوند اویجت روی، کار ته ادامه ورکړې ده چې د سیکولارزيم پلوي بلاگ لیکونکی وو. هغه سږکال په فبرورۍ میاشت کې په يوه وسله وال برید کې په بې رحمانه ډول ووژل شو.
پر دې سربیره، د لومړي ځل له پاره د بیان د آزادۍ جایزه په سعودي عربستان کې بندي بلاگ لیکونکي رایف بدوي، ته ورکول کیږي. هغه له کلونو راهيسي په خپله انټرنیټ پاڼه کې «د سعودي عربستان آزاد لبرالان» تر نامه لاندې د بیان د آزادۍ دفاع کړې ده او په سعودي عربستان کې یې پر سیاسي او اجتماعي ستونزو باندي نیوکې کړي دي. بدوي اووه کاله دمخه په سعودي عربستان کې د «یوې الیکترونیکي پاڼې د جوړولو چې پر اسلام ملنډي وهي» په تور بندي شو. د ۲۰۱۴م کال په می میاشت کې دغه ۳۱ کلن په زرو درو او لس کلونو بند او د شا او خوا ۲۰۰ زرو یورو معادل نغدي جریمې په سزا محکوم شو.
خو په زړه پورې خبره اوس دا ده چې د سعودي شاهي نظام اوس د انترنیت او تویتر څخه د استفادې له پاره خپله غیږه پرانیستې ده، البته په دې شرط چې په هغو کې «مناسب موضوعات او محتواوي» سره شریکې کړای شي. د سعودی نوی پاچا، ملک سلمان په خپل تویتر کې څه د پاسه درې میلیونه پلویان لري.