1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روان کال د افغان میرمنو له پاره وحشتناکه دئ

۱۳۹۰ اسفند ۱۸, پنجشنبه

د افغانستان د ښځو چارو وزارت په روان هجري لمريز کال کې د ښځو پر وړاندي د زور زياتي کچي د لوړوالي له کبله، دغه کال ته د افغان میرمنو له پاره د یوه وحشتناک کال نوم ورکړی دئ.

https://p.dw.com/p/14Gza
انځور: AP

په افغانستان کې د ښځو نړيواله ورځ په داسې وخت کې لمانځل کيږي چې تير کال په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي ډيري پېښي ثبت شوي وې.

په يوه پېښه کې په کندز کې يوه مېرمن د خپلي کورنۍ له خوا ډیره سخته شکنجه شوې وه چې له څو مياشتني اسارت وروسته په نيم ځانه حالت کې د چارواکو له خوا وموندل شوه. په هرات کې د ښځو د ځان سوځوني پېښې او د ملک په شمالي ولايت سرپل کې له يوه مرغه سره د يوې شپږ کلني نجلۍ بدلول په افغانستان کې د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي روښانه بيلګې دي.

د افغانستان د ښځو د چارو وزارت په روان هجري لميز کال ته د یوه وحشت ناک کال نوم ورکړی دئ. د دغه وزارت د معيني مژګان مصطفوي، په خبره حکومت نه دئ توانيدلی چې د ښځو پر وړاندي د زور زياتيو عاملین تر عدلي تعقيب لاندي ونيسي.

ميرمن مصطفوي وایي چې که چيري د ښځو پر وړاندي د زور زياتي مخه و نه نيول شي نو کيدای شي چې په راتلونکو کلونو کې هغوی يو ځل بيا ټولنه کې منزوي شي. هغه زیاتوي: «موږ په داسي يوه ټولنه کې ژوند کوو چې ډیري ښځي له داسي ناوړو دودونو څخه اغیزمني دي چې د اسلام له دين څخه مخکي، د جاهليت دورې ته ورته دي.»

د ښځو چارو مدافع سازمانونه وايي چې په حکومت کې داسي زور واکان موجود دي چې د ښځو له کار کولو، هغوی ته د تعليم د حق له ورکولو او نورو ټولنيزو آزاديو سره مخالف دي.

د افغانستان د عدليې وزير حبيب الله غالب، وايي چې په افغانستان کې اوس هم ښځي په ډير بد حالت کې دي. د هغه په خبره اوس هم د افغانستان په ځینو برخو کې د اسلام له راتګ څخه مخکي د جاهليت د دورې ځيني دودونه حاکم دي.

حبیب الله غالب وایي: «په اسلام کې ښځو ته ډير حقوق ورکړل شوي دي. که څه هم څو زره کاله د دې دين له راتګ څخه تیریږي خو اوس هم یو شمیر افغانان د ښځو له حقوقو څخه بې خبره یو. له ښځو سره تيري روان دي، هغوی وهل او شکنجه کیږي او دې ته ورته نوري پېښي.»

د ښځو نړيواله ورځ په داسي وخت کې په افغانستان کې لمانځل کيږي چې د ملګرو ملتونو سازمان د دغه هیواد پر پوليسو او عدلي ادارو نيوکه کړې ده چې د ښځو د ملاتړ له پاره ئې اغيزمن ګامونه نه دي اخیستي کړي او په ډيرو مواردو کې ئې د تيري کوونکو ملاتړ کړی دئ او يا ئې د هغوي پر دوسيو سترګي پټي کړي دي.

په روان کال کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې یو شمیر زړه دردوونکي پېښي د نړیوالو له سختو نیوکو سره مل وې. خو په افغانستان کې یوه لویه ستونزه دا ده چې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي ډیري پېښي د چارواکو او بشري حقونو د فعالاتو تر غوږو نه رسیږي.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش