1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: «عصبانيان» بايد آرام کړو

۱۳۹۶ مهر ۱, شنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف ويلي چي د شمالي کوريا په لانجه کي دخيل اړخونه بايد آرام پاته سي. سرګې لاوروف په دې ترڅ کي حتی دپلوماتانو ته ډېر غېر عادي لغتونه وکارول.

https://p.dw.com/p/2kZAf
Sergei Lawrow
انځور: picture-alliance/dpa/M. Altaffer

د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر دونلد ترمپ او د شمالي کوريا د واکمن کيم يونګ اون تر منځ د لفظي لا توندېدونکو تبادلو وروسته اوس روسيې پر اړخونو د آرام پاته کېدو ږغ کړی دی. په دې ترڅ کي د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف د ملګرو ملتونو د عمومي غونډي پر څنډه په نيويارک کي په دې تړاو څرګندونې وکړې. هغه وويل: «موږ بايد دغه عصبانيان آرام کړو.»

لاوروف وويل چي د اړخونو له لوري لفظي بريدونه «د منلو وړ نه دي.» د روسيې د بهرنيو چارو وزير د دونلد ترمپ او د کيم يونګ اون چلن ته په اشاره سره وويل چي د هغوی چلن «په وړکتون کي د ماشومانو د لانجې» په شان دی.

روسي دپلومات لاوروف د ترمپ له لوري د شمالي کوريا پر ادرس د نظامي ګواښونو د غندلو تر څنګ د پيونيانګ د «ماجراجويي سياست» هم تر تنقيد لاندي ونيول. نوموړي زياته کړه: «نظامي وارخطايي نه يوازي دا چي څوک ديوال ته دروي بلکه د فاجعې سبب هم کيدلای سي.»

سرګې لاوروف د شمالي کوريا د لانجې د حل پر لور يو ځل بيا د روسيې او چين له لوري د وړاندي سوي وړانديز ملاتړ وکړ. د دغه وړانديز له مخي بايد شمالي کوريا خپلي تسليحاتي ازموينې او د امريکا متحده ايالاتو او سويلي کوريا خپل نظامي تمرينات ودروي او خبري اتري پېل کړي. په دې ترڅ کي بې طرفه اړخونه لکه اروپايي هيوادونه منځګړيتوب په غاړه اخيستلای سي.

دونلد ترمپ و ملګرو ملتونو ته په خپله وينا کي شمالي کوريا په «بشپړه ويجاړونې» ګواښلې وه. د شمالي کوريا واکمن کيم يونګ اون په بدل کي ترمپ «دماغ خرابی سپينږری» بللی ؤ چي په وينا يې «په اور» به کنټرول کړل سي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.05.2017):