1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه په افغانستان کي څه غواړي؟

۱۳۹۶ فروردین ۲۴, پنجشنبه

نژدې ۳۰کاله مخکي روسان له افغانستانه مات ووتل خو دوی اوس بیا هلته فعاله دي. مسکو د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه د يوې غونډي کوربه دئ. آيا په غونډه کي د سولي په اړه خبري کیږي؟ ځيني وايي روسيه د طالبانو ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/2bBVk
Afghanistan - Krieg mit der USSR
انځور: Getty Images

مسکو غواړي چي د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه د يوه ستر کنفرانس په رابللو سره د افغانستان په تحولاتو کي خپل نفوذ پياوړی کړي. دا په روان کال کي دوهمه غونډه ده.

په دغه ستره غونډه کي د لسو هيوادونو کارپوهان سره راټوليږي، ترڅو په افغانستان کي د روان حالت او له وسله والو طالبانو سره د سولي د خبرو اترو په اړه سلا مشورې وکړي. په دې غونډه کي پر دوو سترو قدرتونو روسيې او چين سربيره حتی دوه داسي گاونډي هيوادونه لکه هند او پاکستان چي ستونزي سره لري او د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي اسيا پنځه جمهوريتونه هم گډون کوي.

دې غونډي ته امريکا متحد ايالات هم وربلل سوی، خو هغوی په غونډه کي له گډون څخه انکار کړی دئ. د امريکا او روسيې ترمنځ اړيکي کړکېچني دي. ځيني حتی د «Great Game» (ستري لوبي) خبره کوي. پر مرکزي اسيا هيوادونو باندي د کنترول پر سره د روسيې او لويي بريتانيا تر منځ تاريخي شخړي ته د ستري لوبي نوم ورکړه سوی وو.

د ۱۸۱۳م او ۱۹۴۷م کلونو ترمنځ د نړۍ سترو قدرتونو زياتره وخت خپلي شخړي د افغانستان خاوري ته انتقال کړي دي. تر دې وروسته بيا دغه شان شخړي تودې سوي دي. د بېلگې په توگه په ۱۹۸۰لسيزه کي په افغانستان کي د شوري اتحاد پرضد د امريکا متحدو ايالاتو له خوا د افغان جنگياليو ملاتړ.

کله چي په ۱۹۷۹م کال کي شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ، له قربانيو ډکه جگړه پيل سوه. دغه جگړه په ۱۹۸۹م کال کي د افغان مجاهدينو له خوا چي په پاکستان کي د امریکا په پيسو روزل سوي ول، د شوروي ځواکونو په ماتي او بيرته وتلو سره پای ته ورسېده. له هغه وخت راهيسي افغانستان د روسيې پوځ له پاره يو سرخوږی بلل کيدی او د افغانستان په اړه سياست څخه ئې ځان ليري ساته.

نو اوس ولي روسيې بيرته پر دې لور حرکت کړی دئ؟ د کارپوهانو په اند يو دليل کيدای سي د مرکزي اسيا هيوادنو له لاري له افغانستان څخه روسيې ته د مخدرو موادو د ستري برخي قاچاق، او بل له دغه هيواده مرکزي اسیا هيوادونو ته د ترهگرۍ د پراخېدو خطر وي.

د روسيې په پارلمان (دوما) کي د بهرني سياست غړی ليونيد کلاشنيکوف، وايي چي دغو دوو خطرونو ته په کتو سره له کابل سره په هره برخه کي همکاري ډېره اړينه ده. تر ټولو زيات بيا په افغانستان کي له داعش سره مبارزه د مسکو له پاره مهمه ده.

داعش له ۲۰۱۵م کال راهيسي په افغانستان کي سر راپورته کړی او د امريکايي ځواکونو د سختو بمباريو سره سره ځپل سوي نه دي. د استخباراتي سازمانونو د معلوماتو له مخي پر دې سربيره له عراق او سوريې څخه د داعش جنگياليو تر تښتې وروسته اوس دغه ډله په دې تلاښ کي ده چي په افغانستان او مرکزي اسیا هيوادونو کي نوي اډې جوړي کړي.

منتقدان اوس پر روسيې نيوکه کوي چي دوی نه يوازي له افغان حکومت سره دوستانه اړيکي ساتي، بلکي د هغوی له سرسخت دښمن طالبانو سره هم. ځکه د دوی په فکر هغوی [طالبان] د داعش دښمنان گڼل کيږي. طالبان حتي د داعش پر ضد «ځانگړی ځواک» لري.

د افغانستان له پاره د روسيې ځانگړي استازي ضمير کابلوف د ۲۰۱۵م کال په پای کي لا له انترفکس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي ول چي د طالبانو گټي «زموږ له گټو سره» سر خوري. دغه خبره د افغانستان او هلته د ناټو له پاره د اندېښنې سبب وگرځېده.

د تيرکال په دسمبر مياشت کي په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نيکلسن د امريکا د دفاع وزارت (پنتاگون) په خبري غونډه کي وويل چي په حقيقت کي روسيه غواړي په افغانستان کي يوازي د ناټو کارونه خراب کړي.

د روان کال د مارچ مياشتي په وروستيو کي د امريکا د مرکزي قومندې مشر جنرال جوزيف ووتل، په واشنگټن کي حتی وسله والو طالبانو ته د روسۍ وسلو د احتمالي ورکړي خبره وکړه. په افغانستان کي د لوېديځ يوه ډيپلوماټ تائيد کړې ده چي دوی «داسي وسلې ليدلي دي چي تر دې مخکي هلته نه وې ليدلي سوي».

خو روسيې په دې وروستيو کي په وار وار ويلي دي چي دغه تورونه بې بنسټه دي او امريکا غواړي چي په افغانستان کي خپله ماتې په دې سره پټه کړي.

په مسکو کي د افغانستان په اړه تر غونډي مخکي د روسيې جمهوررئيس ولاديمير پوتين ويلي دي چي، بلې مسکو له طالبانو سره په اړيکه کي دئ، خو يوازي د دې له پاره چي هغوی د سولي خبرو اترو ته کښېنوي.

ليکونکی: جرمني خبري آژانس/انترفکس