1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه او فرانسه د سوریې په هکله همکاري زیاتوي

۱۳۹۴ آذر ۶, جمعه

مسکو او پاریس په سوریه کې د ترهگرو د فعالیتونو په هکله د استخباراتي او پوځي عملیاتو د معلوماتو د شریکولو پر سر راضي شوي دي. خو د دواړو هيوادونو مشران د بشارالاسد د راتلونکي نقش په هکله له خپلو دریځونو نه دي پر شا شوي.

https://p.dw.com/p/1HDJW
انځور: Reuters/S. Chirikov

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د ملاقات پر مهال د فرانسې – روسیې د همکاریو د نوي دور په هکله زیگنال ورکړی دی.

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې دواړه مشران پر دې سره سلا شوي دي چې د سوریې د واکمن بشارالاسد د راتلونکي نقش پر ضد اختلافات یوې څنډې ته کړي او د افراطي ډلې «اسلامي دولت» او نورو ترهگرو ډلو ټپلو په هکله استخباراتي معلومات شریک کړي. دا په داسې حال کې ده چې بشارالاسد د کرملین له ملاتړ څخه برخمن دی خو د هغه مقام د لویدیځ د ډیر شمیر مشرانو له لوري تر پوښتنې لاندې دی.

فرانسوا اولاند له پوتین سره گډ خبري کانفرانس ته وویل: «پر هغه څه چې موږ توافق کړی او هغه مهم هم دی یوزاې د ترهگرو او داعش [اسلامي دولت] په نخښه کول دي او نه هغه ځواکونه چې د تروریزم پر ضد جنگیږي. موږ به په دې هکله معلومات تبادله کړو چې څوک وویشتل شي او څوک نه.»

اولاند دا هم ویلي دي چې په پلان کې لري په سوریه کې د هغو منځلارو پاڅون کوونکو ملاتړ زیات کړي، چې د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد جنگیږي.

پوتین په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې روسیه به د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب له پوځي ائتلاف سره د یو ځای کیدو په هکله چې له یوه کال راهیسې د اسلامي دولت، مورچلې په نخښه کوي غور وکړي خو یوازې په هغه صورت کې چې یوه واحد چلن په هکله توافق رامنځ ته شي.

هغه په خپلو څرگندونو کې دا هم وویل چې د سوریې پوځ د اسلامي دولت، پر ضد جگړه کې یو «طبیعي متحد» دی او په وینا یې د اسد برخلیک باید د بهرنیانو له لوري و نه ټاکل شي. پوتین زیاته کړه: «زه په دې باور یم چې د سوریې د ولسمشر برخلیک باید د سوریې د خلکو په لاس وي.»

خو اولاند بیا د لویدیځ قدرتونو په څیر پر دې دریځ باندې ټینگ وو چې بشارالاسد د سوریې په راتلونکې کې «کوم ځای نه لري.»

دواړو مشرانو د ترکیې د ځواکونو له لوري د سه شنبې په ورځ د روسۍ الوتکې د رالویدو د موضوع په هکله هم څرگندونې وکړې. دغه پیښه د دې سبب شوې چې د دواړو هیوادونو تر منځ لفظي ترینگلتیا زیاته کاندي او همداشان اړیکې سړي کړي. ترکیه پر روسیې د خپل هوایي حریم د نقضولو تور لگوي، خو روسیه بیا دغه په ټینگه سره ردوي.

اولاند په خپلو څرگندونو کې وویل چې د الوتکې رااچول یوه «جدي... په څرگند ډول د تأسف وړ» خبره ده، خو پوتین خپل دا باور یو ځل بیا تکرار کړ چې په سوریه کې د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو ته له ترکیې څخه په زیاته اندازه تیل انتقالیږي او زیاته یې کړه چې دا د ترکي هوايي ځواک له پاره ناممکنه وه چې د دوی جېټ الوتکه تشخیص نه کړي.

پوتین وویل چې متحده ایالات په دې پوهیدل چې الوتکې په کوم ځای کې الوتنه کوله. هغه دغه پيښه د ترکیې له لورې د یوه خیانت په توگه یاده کړه، هغه یو هیواد چې په وینا یې روسیې خپل دوست باله.