1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسیې د اوکراين د استخباراتو مشر د ور سپارلو غوښتنه کړې

۱۴۰۳ فروردین ۱۳, دوشنبه

روسیې له اوکراين څخه غوښتي دي چې د استخباراتو مشر او څو نور کسان چې په مسکو کې د حکومت په خبره یې په روسیه کې په «ترهګریزو بريدونو» کې لاس لرلی دی، دغه هېواد ته وسپاري. اوکراين دا غوښتنه بې ارزښته بللې ده.

https://p.dw.com/p/4eJLJ
روسیه په مسکو کې د بريد پړه پر اوکراين اچوي
روسیه په مسکو کې د بريد پړه پر اوکراين اچويانځور: Bulkin Sergey/globallookpress/Imago

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې يو ځل بيا ټینګار کړی دی چې د مسکو ښار په څنډه کې د کنسرت پر سالون بريد له اوکراين سره اړيکه لرله.

روسیې پر دې سربیره پر اوکراين په خپله خاوره کې د يو لړ بريدونو تور لګولی دی. د روسیې د بهرنيو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد دوو کنوانسيونو د حوالې په ورکولو سره ټینګار کړی دی چې اوکراين باید يو شمير کسان چې په هغه کې د دغه هېواد د استخباراتي سازمان مشر واسيل ماليوک، هم شامل دی، «ژر تر ژره ونيسي او مسکو ته یې وسپاري.»

د اوکراين استخباراتي سازمان د مسکو دا غوښتنه «بې ارزښته» ګڼلې، او ویلي یې دي: «د تروريزم په اړه دا ډول څرګندونې چې کله د يوه تروريستي هېواد له خوا مطرح کیږي، په ځانګړي توګه بدبينانه دي.»

د اوکراين استخباراتي سازمان د جزا د نړيوالې محکمې له خوا د پوتين د نیولو حکم ته په اشارې سره چې روسیې ته د اوکرايني ماشومانو د انتقالولو په تړاو یې صادر کړی وو، وويل: «د دنهاګ محکمه هغه ته په انتظار ده.»

که څه هم چې د «اسلامی دولت» يا داعش ډلې مسکو ته څېرمه د تېرې اونۍ د بريد مسئوليت منلی وو خو روسیه فکر کوی چې اوکراين  په دې بريد کې لاس درلود.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همدا راز دا هم ويلي دي چې ماليوک د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر مياشت کې په کريمیا نيمه ټاپو کې يوه پُل ته د بم په ايښوولو هم اعتراف کړی او «په روسيه کې یې د نورو تروريستي بريدونو د تنظيمولو په تړاو جزيات هم په ډاګه کړي دي.»

د کریمیا تاتاران خپل ټاټوبي ته د ستنېدو لپاره مبارزه کوي

روسیې په ۲۰۱۴م کال کې کريميا نيمه ټاټو له خپلې خاورې سره الحاق کړه خو دا سیمه په نړيواله کچه د اوکراين د خاورې په توګه پيژندل کیږي. 

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت له خوا زياته شوې: «روسيه په کيف کې له رژیم څخه غواړي چې د تروريستي فعاليتونو د هر ډول ملاتړ مخه دې په فوري توګه ونيوله شي، مسئولين دې وسپارل شي او قربانيانو ته دې تاوان ورکړل شي.» 

د ۲۰۲۲م کال په فيبرورۍ میاشت کې پر اوکراين د روسیې تر يرغل وروسته، کيف له مسکو سره خپلې ديپلوماتيکي اړيکې پرې کړي. تر اوسه روښانه نه ده چې روسیې خپله دا غوښتنه څرنګه اوکراين ته رسولې ده.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب