1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې یو ځل بیا پر سوریې هوایې بریدونه پيل کړي

۱۳۹۷ تیر ۳, یکشنبه

د سوریایې فعالانو په وینا د روسیې هوایې ځواکونو د سوریې پر سویلي ولایت درعا بمبارۍ کړي دي. دا د تیر کال تر اوربند وروسته په دې سیمه کې د اسد د رژیم د کلیدي ملاتړې روسیې لومړنی هوایې برید دی چې ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/30AdX
Syrien Luftangriff in Daraa
انځور: Getty Images/AFP/M. Abazeed

د سوریې د بشري حقونو سازمان چې مقر یې په لندن کې دی وایي، چې د روسیې جنګي الوتکو ۲۵ ځله د دغه هیواد په سويل درعا کې د یاغیانو پر مرکزونو بمبارۍ کړي دي. دغه بریدونه د یکشنبې ورځې په سحر (د جون میاشتې ۲۴) ترسره شول.

درعا د سوریې د یاغیانو تر کنترول لاندې وروستۍ سیمه ګڼل کیږي او د سوریې ولسمشر بشارالاسد ځواکونو د دغو سیمو د بیرته نیولو له پاره وروستي عملیات پیل کړي دي.

شاوخوا یو کال مخکې چې په دې سیمه کې موقتي اوربند نافذ شوی دی دا لومړی ځل دی چې د روسیې هوایې ځواکونه په دې سیمه کې د اسد د ځواکونو په ملاتړ عملیات ترسره کوي. د سوریې د بشري حقونو سازمان اعلان کړی دی چې روسیې د درعا ولایت په ختیځو څنډو بریدونه کړي دي.

په تیرو اونیو کې د اسد ځواکونو دغه سیمه تر سختو توپخانه يي او توغندیزو بریدونو لاندې نیولې وه چې له امله یې د دغې سیمې په زرګونه اوسیدونکي بی ځایه شوي دي.

د آلمان خبري آژآنس په حواله بشارالاسد قسم کړی دی، په هغه صورت کې چې ګاونډیان یې ونه توانیږي د دې سیمې ستونزه حل کړي پخپله به لاس په کار شي او د اردن په سرحد کې به دغه ستراتیژیکه سیمه او د جولان لوړې اشغالې سیمې به آزاد کړي.

روسیه، امریکا او اردن د ۲۰۱۷ م کال په جولای کې د سوریې په سویل کې د کړکیچ د کمولو د یوې سیمې په رامنځته کولو موافقې ته ورسیدل. د درعا او قنیطره ولایتونه په دې سیمو کې شاملیږي.

روسیې شاوخوا یوه میاشت مخکې له بهرنیو ځواکونو ؤغوښتل چې له دې سیمې څخه ووزي. اردن ویره لري چې نوې جګړې به په دې سیمه کې د ملکي خلکو د تیښتې یا مهاجرت د یوه نوي موج د رامنځته کیدو سبب شي.

اسرائیل چې د جولان هسکې غونډۍ په اختیار کې لري هم د ایران، چې په دې سیمه کې د بشارالاسد د اصلي پلویانو څخه دی له نظامي فعالیتونو څخه په ویره کې دی.  

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا سفیرې نیکې هیلې، په دې سیمه کې د روسیې وروستي عملیات د کړکیچ کمولو د سیمې رامنځته کولو په اړه د موافقې نقض کول او په سوریې کې د جګړې اور ته لمن وهل بللي دي.

ملګرو ملتونو د جګړې د زیاتیدو او د سوریې د لا زیاتو ملکي وګړو د مهاجرت په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده.