1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: اقليمي بدلون د نړۍ یو میلیارډ ماشومان خطر سره مخ کړي

۱۴۰۱ مهر ۲۷, چهارشنبه

د ماشومانو د حقونو د څار موسسه «کيدس رایت» وايي اقليمي بدلون په نړۍ کې شاوخوا يو ميلیارد ماشومان له «نهایت شدید خطر» سره مخ کړي دي. افغانستان او چاد د نړۍ د ۱۸۵هیوادونو په ډله کې تر ټولو ناوړه هیوادونه ښودل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4IOVv
د آرشیف انځور - د کيدس رایټ موسسې خپل سږنۍ رپوټ د اوسنیو ماشومانو او د راتلونکو نسلونو د ماشومانو له پاره يو خبردار ورکوونکی رپوټ بللی دی
د آرشیف انځور - د کيدس رایټ موسسې خپل سږنۍ رپوټ د اوسنیو ماشومانو او د راتلونکو نسلونو د ماشومانو له پاره يو خبردار ورکوونکی رپوټ بللی دی انځور: Daniel Berehulak/Getty Images

کيدس رایت اينديکس د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۹مه) په خپل رپوټ کې ويلي دي چې په حاضر وخت کې د نړۍ څه باندې يو په درېمه برخه ماشومان چې شمیرې ېې شاوخوا ۸۲۰ میلیونه کیږي د لوړې درجې تودوښت له څپو سره مخ دي. دوی دغه معلومات د ملګرو ملتونو سازمان اړوند انجوګانو له خوا د راټولو شوو ارقامو پر اساس ورکوي.

دغه هالنډۍ موسسه زیاتوي چې د نړۍ په سطحه ۹۲۰ میلیونه ماشومان د اوبو خونديتوب له ستونزې سره مخ دي په داسې حال کې چې د ملاریا او دينګۍ په څير ناروغۍ بیا شاوخوا ۶۰۰ میلیونه يا په هر څلور ماشومانو کې يو اغیزمن کړي دي.

په تورخم کې د مزدور ماشومانو سخت ژوند

کيدس رایت اينديکس یا د ماشومانو د حقونو شاخص، لومړنۍ او يوازينۍ موسسه ده چې هر کال د نړۍ په هیوادونو کې د دې اندازه ګیري کوي چې د ماشومانو حقونو ته څومره پاملرنه او درناوی شوی دی.
د دغې موسسې د معلوماتو پر اساس په دې برخه کې سويډن او فينلنډ د نړۍ په ۱۸۵ هیوادونو کې د ماشومانو حقونو ته درناوي په برخه کې بهترين هیوادونه دي او برخلاف افغانستان او دوه افریقايي هیوادونه چاد او سيرالئون بیا په دې برخه کې د نړۍ تر ټولو ناوړه هیوادونه ښودل شوي دي.

د آرشیف انځور - د کيد رایتس موسسې د رپوټ په حواله دا وخت د نړۍ په سطحه ۹۲۰ میلیونه ماشومان د اوبو خونديتوب له ستونزې سره مخ دي
د آرشیف انځور - د کيد رایتس موسسې د رپوټ په حواله دا وخت د نړۍ په سطحه ۹۲۰ میلیونه ماشومان د اوبو خونديتوب له ستونزې سره مخ ديانځور: Sam Mednick/AP Photo/picture-alliance

سږکال د درو لومړۍ درجه هيوادونو په ډله کې يوازې سوېډن په دې توانېدلی چې خپل شاخص د تېرکال په پرتله له څلورم مقام څخه دوهم ته لوړ کړي.

د کیدس رایت موسس او مشر، مارک دولئیرت، (Marc Dullaert) د ماشومانو د اوسني وضعیت او راتلونکې په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې سږنۍ رپوټ «زموږ د اوسني او د راتلونکو نسلونو د ماشومانو له پاره يو خبردار ورکوونکی» رپوټ دی.

له ماشومانو د کارګرو په توګه لا هم کار اخیستل کیږي

د هغه په خبره: «چټک اقليمي بدلون د هغوی (ماشومانو) حاضر او راتلونکې او همدارنګه اساسي حقونه ګواښي.»

دولئیرت زیاتوي: «د تېرې يوې لسیزې په جريان کې د ماشومانو د ژوند په معيارنو کې هيڅ ډول د پام وړ پرمختګ نه دی شوي چې په دې کې تر ټولو ډير د کرونا وبا د هغوی معيشت له مختلفو اړخونو په شدیده توګه اغيزمن کړی دی.»

د کيدس رايت د رپوټ پر اساس، په دې منځ کې د کرونا وبا پر ماشومانو شديد تاثير درلودلی دی. په خبره ېې په دې دوره کې ماشومانو د رامنځ ته شوو اختلالاتو او د کلينکونو د تړل کيدو له کبله درمل او خوړو ته لازم لاسرسی نه دی لرلی چې په نتيجه کې ېې شاوخوا ۲۸۶زره د پنځو کلونو ښکته عمر ماشومان مړه شوي دي.

سروې: نيمايې افغان کورنۍ په خپلو ماشومانو کار کوي

په رپوټ کې همدارنګه زياته شوې، چې د دوو لسیزو په جریان کې د لومړي ځل له پاره د کارګرو ماشومانو شمیر هم ۱۶۰ ميلیونو ته پورته شوی دی. دغه سازمان چې د هالند د روتردام اراسموس پوهنتون سره په ګډه ېې دغه رپوټ چمتو کړی وايي يوازې د تیرو څلورو کلونو په جریان کې ۸ اعشاريه ۴ ميليونه کارګر ماشومان ډير شوي دي.

افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د فقر او نورو دلايلو له کبله ډېر کارګر ماشومان لري.

په افغانستان کي د خښتو د زرګونو بټیو کار دریدلی

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په وروستیو کې د ېوې خپرې شوې سروې پر اساس، دا وخت د افغانستان نيمايي کورنۍ د نفقې پېدا کولو له پاره خپل ماشومان په کارونو ګمارلي دي. په سروې کې زياته شوې چې دغه ماشومان د خښتو په بټيو په څير ځایونو کې سخت او شاقه کارونه کوي.

کيدس رایت د انګولا او بنګله دیش په اړه وايي چې دغو دوو هیوادونو د ماشومانو حقونو ته د رسېدګۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

انګولا د پنځو کلونو څخه د ښکته عمر درلودونکو ماشومان د مرګ و مير پېښې نيمايي ته راښکته کړي او بنګله ديش بیا په همدې عمر کې د لږ وزن لرونکو ماشومانو شمیر نيمايي ته راښکته کړی دی.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب