1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: ترکيې له يونان څخه د مهاجرو پر منلو هوکړه کړې ده

۱۳۹۶ آذر ۱۹, یکشنبه

د یوې رسنۍ د رپوټ پر اساس، ترکيې د يونان له وچو سيمو څخه د مهاجرو د بيرته استولو پر موضوع هوکړه کړې ده. د يونان د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د آژه سمندرګي له ختيځو ټاپوګانو څخه به زيات مهاجر وچو سيمو ته وليږدوي.

https://p.dw.com/p/2p6VH
Griechenland Flüchtlinge auf Lesbos
انځور: Getty Images/M. Bicanski

د یونانۍ ورځپاڼې «کاتيمريني» د شنبې ورځې رپوټ په حواله، له يونان څخه د ترکيې د جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د دوه ورځنۍ سفر په پایله کې دواړه هيوادونه له يونان څخه ترکيې ته د مهاجرو د ليږد پر موضوع هوکړې ته رسيدلي دي. له دې کار څخه موخه دا ده چې د آژه سمندرګي په ختيځو ټاپوګانو کې د مهاجرو کمپونه چې له حده زيات انسانان په کې ميشت دي، يو څه سپک شوي وي.

يونانۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې دغه هوکړه د مهاجرو پر موضوع د ترکيې او اروپايي اتحاديې ترمنځ د پخواني تړون پر دوام ترسره کيږي. ياد تړون د ۲۰۱۶ کال په مارچ مياشت کې ترسره شو. د دغه تړون له مخې ترکيه هغه مهاجر بيرته په خپله خاوره کې مني چې له تړون څخه د مخه له ترکيې څخه د يونان ټاپوګانو ته رسيدلي دي. د يونان حکومت تر اوسه په دې اړه د فرانسې خبري آژانس پوښتنو ته ځواب ندی ورکړی.

يونان په ختيځو ټاپوګانو د مهاجرو کمپونه خالي کوي

په عين وخت کې د يونان د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د ۴۸ ساعتونو په دننه کې به د آژه سمندرګي د ختيځو ټاپوګانو کمپونو چې له حده زيات شمير مهاجرو څخه ډک دي، خالي  او په دې ترتيب ۴۸۰ تنه مهاجر د کرت ټاپو او د هيواد وچو سيمو ته انتقال کړي.

د يونان دولتي راډيو دغه خبر د یکشنبې په ورځ خپور کړی دی. په پام کې ده چې د روان کال تر پايه پورې شاوخوا ۵۰۰۰ مهاجر د يونان له ټاپوګانو څخه وچې ته وليږدول شي.

په آتن کې داسې خبرونه خپاره شوي دي چې ترکيې د هغو مهاجرو د بيرته منلو له پاره چمتوالی ښودلی دی چې له يوناني ټاپوګانو څخه وچو سيمو ته ليږدول کیږي.

د يونانۍ ورځپاڼې «کاتيمريني» د رپوټ په حواله، د يونان لمړي وزير الکسيس سيپراس د پنجشنبې په ورځ په آتن کې له اردوغان سره د کتنې پر مهال پر دغې موضوع هوکړه کړې ده.

يونان حکومت دغه خبره د يکشنبې په ورځ نه تائيد او نه يې هم رد کړې ده، خو دا يې ويلي دي چې د سيپراس او اردوغان په ليدو کاتو کې، د مهاجرو د کړکيچ په اړه د لا ښو همکاريو د رامنځ ته کيدو پر لارو چارو توافق شوی دی.

دا چې آيا اروپايي اتحاديې د دغه نوي توافق په اړه معلومات ترلاسه کړي دي او که نه، له تر اوسه معلومه نده. د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د مهاجرت پر موضوع تړون، په نظر کې لري ټول هغه مهاجر چې له ترکيې څخه د آژه سمندرګي ختيځو ټاپوګانو ته رسيدلي دي، بيرته ترکيې ته وليږدول شي. خو دا کسان په هغه صورت کې بيرته استول کيږي چې په يونان کې يې د پناه غوښتنې منل شوي نه وي.

يونان له دغو ټاپوګانو څخه تر دې دمخه، د روان کال په نوامبر مياشت کې ۲۰۰۰ مهاجر وچو سيمو ته وليږدول. په همدې موده کې ۳۸۰۰ نوي مهاجر له ترکيې څخه د يونان ټاپوګانو ته رسيدلي دي.

Hm/rsh (afp) / م. ک. ص