1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د کم سن مهاجرو شمېر تر اټکل ډېر زيات دی

۱۳۹۶ بهمن ۲۶, پنجشنبه

کارپوهان وايي چي د کم سن مهاجرو په تړاو موجودې شمېري زیاتې نيمګړتياوي لري. تر مخه ويل سوي ول چي په ۲۰۱۶ کال په نړيواله توګه ۱۲ مليونه ماشومان له خپلو هيوادونو دباندي مهاجر ول.

https://p.dw.com/p/2sise
Lesbos Minderjähriger Flüchtlinge
انځور: Imago/Zuma

د اقتصاد او پرمختګ له پاره د اروپا د همکارۍ سازمان (OECD) او د اروپايي اتحاديې له پاره د اعمارو ادارې «يورو زاټ» يو رپوټ خپور کړی دی. د دغه رپوټ له مخي په نړيواله توګه په ۲۰۱۶ کال کې تر هغه څخه زيات ماشوم او کم سن انسانان مهاجر ول، لکه په رسمي اعداد او شمېرو کي چي يې څرک ليدل کيږي. دغه رپوټ چي د پنجشنبې په ورځ په نيويارک کي خپور سوی دی په چمتو کولو کي يې يو شمېر نورو سازمانونو هم ونډه اخيستې ده.

د ياد رپوټ له مخي اټکلونه کېدل چي په ۲۰۱۶ کال کې په نړيواله کچه تقريبا ۱۲ میليون ماشومان له خپلو اصلي هيوادونو څخه دباندي مهاجر او يا د پناه په تلاش کې ول او تقريبا ۲۳ میليون نور ماشومان په خپلو هيوادونو کي بيځايه ول. خو دغه رپوټ وايي چي ښايي د مهاجرو ماشومانو شمېر تر هغه ډېر زيات وي لکه اټکلونه چي يې سوي ول.

یوازې ۵۶ سلنه

په رپوټ کي راغلي چي د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان (UNHCR) چي د کومو مهاجرو سره مرسته کړې، له هغوی څخه یوازې د ۵۶ سلنې په تړاو يې د عمر سره تړلي او ثبت سوي معلومات سته. د رپوټ له مخي د نړۍ تقريبا څلورمه برخه هيوادونو او سيمي داسي دي چي پکښي د مهاجرو د ارقامو په تړاو د ثبت هيڅ سيسټم نه دی موجود.

زياته سوې چي په زياته بيا د افريقا په لويه وچه کي چي پکښي طبیعي آفات زيات دي، ۴۳ سلنه هيوادونه د مهاجرو ارقام په سيستماتيکه توګه نه ثبتوي. زياته سوې چي آن هغه هيوادونه او سيمي چي د کورني مهاجرو او بيځايه سوو انسانانو ارقام ثبتوي، پکښي هر پنځم يې د مهاجرو عمرونه نه ثبتوي.

مرستي ارقامو ته اړتيا لري

د رپوټ له مخي د يادو دلايلو پر اساس هغه ارقام چي د ماشوم مهاجرو او بيځايه سوو په تړاو موجود دي، نيمګړتياوي لري. زياته سوې چي دا په داسي حال کي چي د مهاجر ماشومانو سره د اړيني مرستي له پاره د هغوی دقيق ارقام په کار دي. په رپوټ کي راغلي چي د يوازي او کم سن مهاجرو تر ټولو لويه ستونزه د هغوی پر وړاندي تاوتريخوالی او ناوړه ګټه اخيستنه ده. ويل سوي چي اکثريت دغه ماشومان پر ډيرو خطرناکو لارو لکه ريګستان يا د اوبو له لارو سفرونه کوي بېله دې چي څوک پرې خبر واوسي. د رپوټ له مخي حتی په بعضو پرمختللو هيوادونو کي لا داسي شمېري نسته چي کوم شمېر مهاجر ماشومان ښوونځي ته نه ځي.

د رپوټ چمتو کوونکو کارپوهانو په زیاته بيا د «مهاجرو په تړاو نړيوال تړون» په هکله خپل نظرونه څرګند کړي دي. د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان (UNHCR) غواړي چي د روانې مياشتي په اوږدو کي د ياد تړون مسوده وړاندي کړي. دغه اقدام د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر په مياشت کې په ملګرو ملتونو کي د مهاجرو په تړاو د اعلاميې له تصويب څخه منبع اخلي. په دغه اعلاميه کي ويل سوي ول چي د مهاجرو او پناه غوښتونکو اړتياؤ و جوابولو ته ځانګړی چمتووالی ونيول سي.

کارپوهانو په ياد رپوټ کي ويلي چي ياد هدف ته د رسېو له پاره بايد د مهاجرو د عمر او د جنسيت په تړاو دقيق معلومات موجود وي. دغو کارپوهانو د اعمارو او د شمېرو د دقيق کولو له پاره د نړيوالې همکارۍ د بهتره کولو غوښتنه هم کړې ده. د دغو کارپوهانو په وينا د هغو ماشومانو د وضعيت په تړاو دقيقو معلوماتو ته اړتيا سته چي د هجرت پر لاره دي.