1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلنسکي په سوليدار کې له سرتیرو مننه وکړه

۱۴۰۱ دی ۲۰, سه‌شنبه

د اوکراين ولسمشر له خپلو سرتیرو د دونيڅک په ختیځه سیمه کي مننه وکړه.

https://p.dw.com/p/4Lxok
Ukraine Krieg | Rauchschwaden an der Front über Soledar
انځور: Clodagh Kilcoyne/REUTERS

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د دونیڅک په ختيځه سیمه سولیدار ښارګوټي کې له سرتیرو مننه وکړه. زيلنسکي په يوه ويديوي پيغام کي وويل: اوکراین به ستاسي پر مټ «اضافي وخت ترلاسه کړی.»روسي پلوه بېلتون غوښتونکو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې دوی سولیدار ته نږدې د باخمتسک کلي نیولي دي. له بلې خوا د روسیې اجيري ډلې واګنر ویلي دي چې د دوی جنګیالیو دغه کلي په ډسمبر میاشت کې لا »آزاد کړي« ول. دغه معلومات تر اوسه پوري په خپلواکه توګه تائيد شوي نه دي.