1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیګمار ګابریل په م.م. کي پر ترمپ غيرمستقيمي نیوکې وکړې

۱۳۹۶ شهریور ۳۱, جمعه

په نیویارک کې د م.م. په عمومي ناسته کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل د خپلو خبرو په ترڅ کې پر ملي ګټو د تمرکز په هکله خبرداری ورکړ. ګابریل د شمالي کوریا د کړکیچ د حل له پاره د دپلوماتیک حل غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/2kW7R
USA Bundesaussenminister Sigmar Gabriel spricht vor der UN-Vollversammlung
انځور: Reuters/E. Munoz

د پنجشنې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل په خپله لومړۍ وینا په نړیوال سیاست کې د «ملي ځان غوښتنې» په هکله خبرداری ورکړ.

ګابرل په دې ناسته کې د نړۍ مشرانو ته وویل: «نړۍ ته دغه راز لید نړۍ د یو داسي ميدان په توګه تشريح کوي، لکه د سيالۍ يو ميدان چي وي چې هرڅوک د هرچا پر خلاف جنګیږي او په کوم کې چې هر څوک په خپلو ګټو ټینګار کوي. دوی یا تنها دي او یا د خپلې خوښې له متحدینو سره ګډ دي.»

نوموړي په ډیره ښکاره توګه نه خو بیا یې هم د ولسمشر ترمپ هغه شعار ته چې ویلي یې وو «امریکا به بیا ستروم» په اشاره وویل چې دغه راز هڅې چې خپل هیواد تر بل هر څه وړاندې وګڼل شي، لا ډیر ملي تقابل او لږ اقتصادي پراختیا رامنځ ته کوي. نوموړي زیاته کړه چې په پای کې به ټول بایلونکي وي.

په دې ناسته کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګابریل د ترمپ تیرې څرګندونې رد کړې په کوم کې چې ترمپ د نړۍ مشران دې ته هڅولي وو چې د خپلو هیوادونو ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي. ترمپ په خپلو څرګندونو کې همدا راز په بهرني سیاست کې د «لومړي امریکا» پر سیاست هم ټینګار کړی وو.

زیګمار ګابریل د ملګرو ملتونو په دې ناستې کې همدا راز وویل چې «موږ دا زده کړي چې آلمان د «آلمان لومړي» د سیاست له امله نه دی غښتلی شوی بلکه دې هیواد د اروپا او نړیوال مسوولیت ته لومړیتوب ورکړی کوم چې د دې سبب شوی چې آلمانانو ته سوله او اقتصادي پرمختګ ور په برخه کړي.»

بل لوریي ته بیا د رویترز او د فرانسې خبري آژانسونو په حواله د اروپايي ټولنو د ۲۸ غړو هیوادونو استازي په شمالي کوریا باندې د یو لړ تازه بندیزونو په وضع کولو سره هم سلا شوي.

د شمالي کوریا د کړکیچ له پاره «ټولو دپلوماتیکو هڅو ته اړتیا ده»

دې ناستې ته د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په ځانګړې توګه د شمالي کوریا د کړکیچ په هکله د همکاریو پر ارزښت هم ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې آلمان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري په شمالي کوریا باندې د تازه وضع شوو بندیزنو هرکلی کوي خو زیاتوي چې دغه کړکیچ یوه نړیواله ستونزه ده او موږ باید په ګډه ورسره مخ شو.

ګابریل وویل: «موږ باید تر ټولو لومړی د وضعیت د ارامولو له پاره او بیا د اوږدمهاله حل لارې له پاره خپلې ټولې دپلوماتیکي سرچینې وکاروو.»

په ورته وخت کې د تیرې چهارشنبې په ورځ د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې د هغې حکومت د شمالي کوریا په سر له متحده ایالاتو سره یو واضح مخالفت درلود. نوموړې د مرکې په ترڅ کې شمالي کوریا د کړکیچ د حل له پاره د نړۍ د قدرتونو او د پیونګیانګ ترمنځ د آلمان د منځګړتوب وړاندیز هم وکړ.

د دې سربیره د پنجشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د خپلې وینا په ترڅ کې پر ترمپ نیوکه وکړه او ویې ویل چې د شمالي کوریا د توغندیو د پروګرام پر سر نظامي اقدام به تباهي رامنځ ته کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ هم د پنجشنبې په ورځ دې ته ورته دریځ غوره کړ او د نړۍ مشران یې وهڅول چې د خبرو اترو لړۍ پای ته ونه رسوي او د [شمالي کوریا] د بحران له پاره یې د سوله ایز حل غوښتنه وکړه. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د نړۍ مشرانو ته په خطاب کې وویل چې «لا هم د سولې له پاره هیلي شته او موږ باید خپلې هڅې پای ته ونه رسوو. خبرې اترې د حل یوازینۍ لار ده او دا کار زموږ هڅو ته ضرورت لري.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته په خپله لومړنۍ وینا کې د متحده ایالاتو ولسمشر ترمپ بیا اخطار ورکړی وو چې که چیرته د کیم جونګ او رژیم خپل ګاونډیان تهدید کړي د امریکا متحده ایالات به شمالي کوریا په بشپړه توګه ویجاړه کړي.