1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستولتنبرګ: «موږ به پرې نه ږدو چي روسیه مو وګواښي»

۱۴۰۱ مهر ۲۷, چهارشنبه

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ له دویچه ویلي سره په مرکه کي له خپلو متحدینو وغوښتل چي له اوکراین سره دي لا ډېري پوځي مرستي وکړي. هغه د اټومي وسلو د کارولو خطر لږ ویني.

https://p.dw.com/p/4IQDH
DW-Interview NATO-Generalsekretär Stoltenberg Conflictzone
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ له دویچه ویلي سره د مرکې پر مهالانځور: DW

ینس ستولتنبریګ په برلین کي د کیوربر د بڼسټ د خارجي چارو فوروم په چوکاټ کي راڅرګند سو. دا د اروپا، ناټو او آلمان له پاره حساس وختونه دي. په اوس وخت کي د اوکراين پر ښارونو باندي د روسیې هوايي بریدونو او د مسکو له خوا اټومي خبرداری، د اوکراین جګړه لا پسي کړکېچڼه کړې ده.

خو ستولتنبرګ ډاډه دی چی پوتین به بریالی نه سي چی د اوکراین د اولس د مبارزې اراده ماته کړي. د لوېدیځ له خوا پوځي ملاتړ له لاري د روسیې ډېر توغندي او بې پیلوټه الوتکي دفع کیدای سوای. ستولتنبرګ په خاص ډول د جرمني له خوا د دافع هوا د استول سوي سیستم هرکلی وکړ.

Ukraine-Krieg | Drohnenangriffe auf Kiew
پر کیف باندي د بې پیلوټه الوتکو بریدونهانځور: Vladyslav Musiienko/REUTERS

د هغه په خبره له بهر څخه د ملاتړ له لاري، کیف ته د روسیې د پرمختګ مخه ونیول سوه. روسیې هیڅکله پر اوکراین هوايي برتري ته لاس رسی پیدا نه کړاو په ختیځ او جنوب کي د اوکراین بیرته نیول ممکن ول.

همدارنګه د ناټو مشر خپلو متحدیدینو ته خبرداری ورکړ چي له زغم څخه کار واخلي: «غړي هیوادونه باید هغومره چي امکان لري او ورته اړتیا وي، خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.»

د جرمني د پوځ ونډه د ناکافي په توګه تر انتقاد لاندي راغله. د اوکراین حکومت تر ټولو د مخه د جرمني لیوپارد ۲ ډوله جنګي ټانکونه غواړي چي تر اوسه پوري یې ورکول، د دغه هیواد د حکومت له خوا رد سوي دي.

Kampfpanzer Leopard 2 A4
جرمني اوکراین ته د Leopard 2 جنگي ټاکونو له ورکولو ډډه کوي.انځور: Csaba Krizsan/dpa/picture alliance

ستولتنبرګ په مشخص ډول د جرمني په هکله دغه پوښتنه ونه څېړله خو د ټولي ناټو په هکله یې ټینګار وکړ: «موږ باید اوس ډیر څه ترسره کړو. نه یوازي دا چي نوري وسلې واستوو، بلکي د خپلو زیرمو د ډکولو له پاره تولید لاپسي ډېر کړو. له خپل ځانه د دفاع توانايي باید له پامه ونه غورځوو.»

«یوه اټومي جګړه نه ګټل کیږي»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په بیا بیا سره د اټومي وسلو د کارولو ګواښ کړی دی. همدارنګه د ساختګي ټولپوښتني په نتیجه کي د اوکرایني سیمو تر الحاق وروسته اوس دغه سیمي د روسیې تر اټومي ساتني لاندي دي. ځیني څارونکي په دې باور دي چي تر پوځي فشار لاندي راوستل سوی پوتین ښايي پر اوکراین باندي تاکتیکي اټومي وسلې وکاروي.

خو د ناټو عمومي منشي په دې هکله یو څه ډاډ ورکوي: «موږ ټول پوځي حرکتونه او په دې برخه کي آمادګي تر دقیقي څارني لاندي نیسو. د اوکراین په وړاندي د اټومي وسلو څخه د کاراخیستلو خطر ډیر لږ دی. خو ناټو د ټولو امکاناتو پر وړاندي آماده ده.»

د احتیاط له پاره یې روسیې ته د اټومي وسلو د کارولو له جدي عواقبو څخه خبرداری هم ورکړ. هغه زیاته کړه چي یوه اټومي جګړه نه سي کیدای چي وګټل سي.

Bundeswehreinheiten im NATO-Land Litauen: Nicht provozieren, sondern abschrecken
په لیتوانیا کي د آلماني سرتیرو واحدونهانځور: Mindaugas Kulbis/AP Photo/picture alliance

د ستولتنبرګ له پاره د دغه ډول پیغام استول، نه یوازي پوتین، بلکي اوکراین او د ناټو متحدینو ته هم مهم دی. د هغه په خبره موږ نه پریږدو چي روسیه مو وګواښي او ترفشار لاندي راولي. پوتین د ګواښونو له لاري فقط غواړي چي د اوکراین ملاتړ متوقف سي.

ستولتنبرګ وايي چي که دوی دا کار وکړي نو پوتین به په اوکراین کي بریالی سي. او کله چي هغه کامیابه سي بیا به نو دا د ټولو قدرتمندو واکمنانو له پاره یو خطرناک پیغام وي، یعني که له وحشیانه زور څخه کار واخیستل سي او نړیوال قوانین تر پښو لاندي کړي، بیا به نو خپلو اهدافو ته ورسیږي.

له چین سره د چلن په هکله درس اخیستل

که نن ورځ اوکراین د ناټو غړی وای نو د مرستي د ورکولو ژمنه به هم عملي سوې وای. ځیني په دې باور دي چي دا کار به د روسیې د برید مخه نیولې وای. ځیني نور بیا وایی، په تیره بیا په لوېدیځه اروپا کي خلک خوشحاله دي چي ناټو په اتوماتیک ډول په دغه کړکېچ کي نه ښکېليږي. د اوکراین ولسمشر زیلنسکي اوس په ناټو کي د خپل هیواد د شاملیدو د پروسې د چټک کیدو غوښتنه کوي.

Ukraine Kiew | Wolodymyr Selenskyj, Präsident
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکيانځور: Ukrainian Presidential Press Office/AP Photo/picture alliance

خو د ستولتنبرګ نظر په دې هکله مبهم دی: «د ناټو دروازه به خلاصه پاته وي. او یوه ورځ به اوکراین د هغه غړی وي. روسیه په دې برخه کي د پریکړي حق نه لري. دا یوازي د ناټو د غړو هیوادو او په خپله د اوکراین کار دی. خو په اوس وخت کي باید پردې باندي تمرکز وسي چي اوکراین جګړه وګټي.»

ستولتنبرګ همدارنګه د اوکراین له جګړې څخه له چین سره مخ پر زیاتیدونکي برید سره د مقابلې له پاره هم درس اخلي. پر تایوان باندي د چین احتمالي تهاجم ته په کتو سره د ناټو عمومي منشي وویل: «دا هیڅکله د منلو وړ نه ده چي یو هیواد دي هڅه وکړي چي د کوم بل هیواد قلمرو خپل کړي. چین باید د اوکراین په وړاندي جګړه اقلاً وغندي.»

China Peking | Wladimir Putin und Xi Jinping Februar 2022
ولادیمیر پوتین د چین د ولسمشر خي جین پینگ سره په پیکنگ کيانځور: Alexei Druzhinin/AP/picture alliance

د دې پوښتني په جواب کي چي آیا پوتین باید ورک سي، ترڅو د دغي جګړې له پاره د حل لاره پیداسي، ستولتنبرګ ځان په اصطلاح تېرکړ او ويې ویل چي ناټو باید د روسیې د برید په وړاندي غبرګون وښيي، دا بې تفاوته ده چي هلته څوک حکومت کوي. سړی باید دا له یاده ونه باسي چي پوتین جګړه پیل کړې ده او کله چي یې بنده کړي بیا به نو سوله راسي. که اوکراین جګړې ته ادامه ور نه کړي، بیا به نو د یوه خپلواک هیواد په توګه نور موجود نه وي.