1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي تفریحي پروګرامونو ته وده ورکوي، خو فعالان نیسي

۱۳۹۷ تیر ۲, شنبه

د سعودي عربستان د وليعهد شهزاده محمد بن سلمان په اصلاحي پروګرام کې تسلسل لیدل کیږي. خو په دې وروستیو اونیو کې د دغه هیواد حکومت د بشري حقونو یو شمیر کارکونکي نیولي دي.

https://p.dw.com/p/308Jr
Saudi Arabien Riad - Startzeremonie für Qiddiya-Resort Projekt
انځور: Reuters/Courtesy of Saudi Royal Court/B. Algaloud

د سعودي عربستان سلطنتي کورنۍ د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د تفریحي سکتور له پاره د میلیاردونو ډالرو د یوې بستې د ځانګړې کولو اعلان وکړ. د ریاض حکومت غواړي په دې برخه کې د ۶۴ میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي. په دې پروګرام کې د نورو ترڅنګ د دې هیواد په مختلفو برخو کې د تفریحي پارکونو جوړول هم شامل دي. په دې برخه کې ساحلي سیاحتي ښارونو ته لومړيتوب ورکول کیږي.

د دغو تفریحي اصلاحاتو په لړ کې په ۲۰۱۷ م کال کې د لومړي ځل له پاره په دغه هیواد کې کنسرت ترسره شو. د روان کال به فبرورۍ کې د لویدیځي «جاز موسیقۍ» یو کنسرت ترسره شو. سربیره پردې په پلازمېنه ریاض کې د ښځو له پاره د ښځينه جامو یو نمایش هم ترسره شو.

همدارنګه په جده کې د (WWE) په نوم د ریسلینګ یا آزادي کشتۍ سیالۍ ترسره شوې. تر دغو مسابقو وروسته د «اسلامي دولت» په نامه ترهګرۍ ډلې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ته خبردارۍ ورکړ، چې د داسې اصلاحي پروګرامونو څخه دې لاس واخلي، کوم چې عریانیت یا بربنډتوب او ګناه ته لاره هواروي. همدارنګه وروسته له ۳۵ کلونو په دغه هیواد کې سنیما پرانستل شوه.

بل لور ته حکومت په روانه میاشت کې د هیواد ثبات ته د زیان رسولو په تور ۱۷ تنه نيولي دي. د یو شمیر حکومتي سرچينو په حواله هغه کسان چې نیول شوي دي، هغوي تر اندازې ډیر آزاد فکرۍ ته د ودې ورکولو کوښښ کاوه.

خو د حکومت انتقاد کونکي بیا په دې اند دي چې نیول شوي کسان اکثره یې د بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو د حقونو فعالان دي. په نیول شویو کسانو کې څلور تنه ښځې بیرته آزاد کړای شوي دي.