1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سلمان رشدي ته تر حملې وروسته مصنوعي تنفس ورکول کيږي

۱۴۰۱ مرداد ۲۲, شنبه

د بريتانوي ليکوال، سلمان رُشيدي استازي وايي چې د نوموړي د روغتيايي وضعیت په اړه ښه خبرونه نشته او داسې ښکاري چې هغه به خپله يوه سترګه له لاسه ورکړي. په سلمان رشدي باندې پرون په نیویارک کې د چړې حمله شوې وه.

https://p.dw.com/p/4FURh
Österreich | Salman Rushdie | indisch-britischer Schriftsteller
انځور: HERBERT NEUBAUER/APA/picture alliance

سلمان رشدي تر حملې وروسته په يوه الوتکه کې د عاجلې جراحۍ له پاره روغتون ته ورسول شو. د فرانسې خبري آژانس له نیویارکه ليکي چې سلمان رشدي ته مصنوعي تنفس ورکول کيږي. د هغه استازي، اندریو، په یوه اعلامیه کې چې د نيويارک ټايمز لاس ته رسېدلې ويلي دي چې د رشدي د روغتيايي وضعیت په اړه «خبرونه ښه نه دي.»

استازي زیاته کړې: «داسې ښکاري چې سلمان به خپله يوه سترګه له لاسه ورکړي، په لاس کې ېې د اعصابو رګ پرې شوی او ځيګر ېې هم په چړې لګيدلی او زیانمن شوی دی.» د سلمان رشدي استازي دغه راز وويل چې هغه خبرې نه شي کولای.

د يوه امریکايي پوهنتون د سياست پروفيسور، کارل لي وان (Carl LeVan) چې په دغه ادبي مراسمو کې ېې ګډون درلود، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې حمله کونکي د ستیج سر ته ځان ورساوه په کوم ځای کې چې سلمان رشدي  ناست وو او «پر هغه ېې په مکرره او ناوړه توګه د چړې ګوزارونه وکړل.»

د پېښې ځای ته د یوه عسکر له رسيدلو مخکې، ګڼو خلکو ستيج سر ته منډه کړه او تورن ېې ونېوه. د نیویارک پوليسو، حمله کونکی د هادی مطر په نوم ښودلی دی چې ۲۴ کاله عمر لري او د امریکا د نيوجرسي له فیر فیلد څخه دی. پوليس زياتوي چې سلمان رشدي په غاړه او خيټه په چړې وهل شوی دی. د فرانسې خبرې آژانس په حواله لا تر اوسه د دغه برید انګيزه روښانه نه ده.

Chautauqua | Attentäter Hadi Matar | Angriff auf Salman Rushdie
د پېښې ځای ته د یوه عسکر له رسيدلو مخکې، ګڼو خلکو ستيج سر ته منډه کړه او تورن ېې ونېوهانځور: AP

پر سلمان رشدي باندې حمله، د امریکا د ملي امنیت مشاور، جیک سالیوان، د فرانسې د ولسمشر، امانويل ماکرون او د بریتانيا صدراعظم بوریس جانسون په ګډون، د نړۍ رهبرانو او سیاستوالو له خوا غندل شوې ده. سالیوان دا د «غندلو وړ حمله» بللې ده او زیاته کړې ده چې موږ د بایدن-هاریس په اداره کې ټول د هغه د روغتیا له پاره دعاوې کوو. ماکرون سلمان رشدي یو مبارز لیکوال بللی او ويلي دي چې د رشدي مبارزه «زموږ مبارزه ده، یوه نړېواله مبارزه.» جانسون هم په عین حال کې ويلي دي چې هغه پر پيښه «حیران شوی» او د سلمان رشدي خپلوانو ته ېې پيغامونه استولي او هغه ېې ستایلی دی. جانسون ويلي دي چې دغه لیکوال د «داسې حق له پاره مبارزه کړې چې موږ ېې باید هيڅ کله له دفاع څخه مخ ونه ګرځوو.»

د ۷۵ کلن سلمان رشدي د ۱۹۸۸ کال «The Satanic Verses» يا شیطاني آیاتونه کتاب، د يو شمیر مسلمانانو له خوا د اسلام پيغمبر حضرت محمد ته سپکاوی ګڼل شوی دی. د رشدي دغه کتاب د هغه ژوند ته هم بدلون ورکړ. د ایران لومړي ستر روحاني مشر، آیت الله خميني، يوه فتوا صادره کړه او په هغې کې ېې د سلمان رشدي د وژلو امر وکړ. د سلمان رشدي «Midnight's Children» (د نيمې شپې ماشومان) په نوم کتاب چې له ۶۰۰ څخه په ډیرو مخونو کې دی، له ۴۰ څخه ډیرو ژبو ته ژباړل شوی دی.

رشدي په هندوستان کې زيږېدلې. هغه خپلې زدکړې او ژوند په انګلستان کې کړی او د وژنې د خطر له پاره ېې د دغه هیواد پولیسو له محافظت څخه برخمن وو. هغه نژدې یوه لسیزه پټ اوسیدلی دی.
آ./م.ک.ص./ا.ا.