1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سمسونګ باید اپل شرکت ته ۵۳۹ میلیونه ډالره تاوان ورکړي

۱۳۹۷ خرداد ۴, جمعه

د امريکا یوې فدرالې محکمې پریکړه کړې ده چې سمسونگ باید اپل کمپنۍ ته تر نیم میلیارډ ډالرو ډیر تاوان ورکړي. ويل شوي دي چې دغه شرکت په غیر قانوني توګه د ای فون ځیني مشخصات په خپلو تلیفونونو کې اضافه کړي ول.

https://p.dw.com/p/2yJq7
Rückseite Smartphone iPhone 6
انځور: picture-alliance/NurPhoto/J. Arriens

اپل شرکت د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د می ۲۵مه) پر سمسونګ شرکت باندي یوه لویه قضایي بریا ترلاسه کړه. په کلفورنیا کې د سن هوزې فدرالي محکمې امریکایي شرکت اپل ته د سمسونګ له خوا د دې شرکت د اختراع حق د ناقانونه کارونې له کبله ۵۳۹ میلیونه ډالر ورکړي دي. دغه پیسې باید د سمسونګ شرکت ورکړي.

د سمسونګ او اپل شرکتونو تر منځ دغه قضايي دوسیه له اوو کلونو راهیسي روانه ده. اپل وایي چې سمسونګ په خپل تلیفونونو کې د اپل له دیزاین څخه کار اخیستی دی چې مشتریان جذب کړي.

تر دې مخکې هم محکمو د اپل شرکت په ګټه پریکړي کړي وې، خو په محکمو کې جنجال پر دې وو چې سمسونګ په خپل دې کار سره اپل ته څومره تاوان رسولی دی؟

اپل شرکت يو ميليارد ډالره تاوان غوښتی خو د محکمې ژوري هيئت یوازي د نیم میلیارد ډالرو د ورکړي پریکړه کړې ده. سمسونګ بیا وایي چې اپل ته بايد یوازي ۲۸ میلیونه ډالر ورکړي.

د ژورې هیئت له پریکړي څخه داسي ښکاري چې قناعت یې کړی وي چې د اپل د تلیفونونو طرح او ډیزان هم د تلیفون په اندازه مهم او ارزښنتناک دي. په هغو موضوعګانو کې چې اپل یې له سمسونګ څخه تاوان غواړي د تلیفون د هنداري طرح، اندازه او د ایکنونو جوړښت دی.

اپل وایي چې سمسونګ په خپلو تلیفونونو کې د اپل دغه طرحې کارولې دي. اپل دغه طرح د خپل تلیفون اصلي برخې بولي.

دا په داسې حال کې ده چې سمسونګ بیا وایي چې دغه موضوګانې باید یوازي د ډیزاین په توګه په پام کې ونیول شي، نه د تلیفون د اصلي طرحې د برخې په توګه.

سمسونګ استدلال کوي چې که دغه موضوعګاني د تلیفون د اصلي طرحې برخه و نه ګڼل شي نو په دې صورت کې باید اپل شرکت ته ډیر کم تاوان ورکړي.

تر دې مخکې هم د محکمو په پریکړو کې راغلي ول چې سمسونګ باید اپل شرکت ته پیسې ورکړي. په ۲۰۱۲م کال کې یوې بلې محکمې پریکړه کړې وه چې سمسونګ باید اپل ته یو میلیارد ډالره ورکړي. وروسته بیا د دغو پیسو اندازه ۵۴۸ میلیونو ته راکښته شوه.

په ۲۰۱۶ کال کې دغه دوسیه د امریکا ستري محکمې ته ولاړه چې له کبله یې پریکړه وشوه چې د یوې مخکنۍ محکمې پریکړه چې سمسونګ یې باید له مخې ۳۹۹ میلیونه ډالر ورکړي وای، له سره و ارزول شي.

د نوې پریکړې له مخې باید سمسونګ اپل ته ۱۴۰ میلیونه ډالر اضافي ورکړي چې له مخکنیو ورکړل شویو پیسو سره تازه ټاکل شوې تاوان پوره کړي.

زموږ له اشيفه: