1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سنودن ته د سياسي پناه ورکولو پر سر بحث

احمد ولي اڅکزی/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۱۳, دوشنبه

په آلمان کي د امريکا د ملي امنيت ادارې د د رسوايي په قضيه کي د دغي ادارې له پخواني کارکوونکي ايدوارد سنودن څخه د احتمالي شاهدۍ پر موضوع بحثونه روان دي. بحث پر دې روان دی چي هغه په مسکو که په آلمان کي وپوښتل سي.

https://p.dw.com/p/1ABFQ
انځور: picture-alliance/AP Photo

ايدوارد سنودن لېوالتيا ښوولې ده، چي له آلماني چارواکو سره د امريکا د ملي امنيت (NSA) ادارې د جاسوسۍ د تورونو په سپيناوي کي مرسته وکړي. په آلمان کي اوس دغه سيناريو پر حقوقي اړخونو باندي بحث روان دی.

آلماني سياستوال کرستيان شتريويبله د تيري پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اکتوبر۳۱مه) په مسکو کي له ايدوارد سنودن سره وليدل. د آلمان د زرغونو گوند د سياستوال په دغه ملاقات کي دوو آلماني ژورناليستان هم ګډون لاره. سنودن يادو آلمانيانو ته يو ليک هم ورکړی.

سنودن هم په ملاقات کي او هم په خپل ليک کي داسي اشاره کړې ده چي چمتو دی د اين ايس اې د لانجې په تړاو له آلمان سره همکاري وکړي. دا تر هغه وروسته چي د امريکا د ملي امنيت پر استخباراتي ادارې اين ايس اې په اړه داسي راپورونو خپاره سول چي ګويا دغي ادارې د آلمان د لومړۍ وزيري انگېلامېرکل تر څنگ د نړۍ د يو شمېر نورو مشرانو او عامو خلکو تليفوني خبرو ته په پټه غوږ نيولی دی. دا چي د NSA رسوايي د هغه د پخواني کارکوونکي ايدوارد سنودن تر افشاکوونو وروسته ممکنه سوه، هغه ته په دغه لانجه کي د يو مهم شاهد په سترگه کتل کيږي.

روسيې هم دا خبره روښانه کړې ده چي سنودن کولای سي چي په روسيه کي له هر هغه چا سره وويني چي دی غواړي. دا په داسي حال کي ده چي روسيې و سنودن ته لنډ مهاله پناه ورکړې ده، څوک چي د امريکا له خوا د غدارۍ په تور تر تعقيب لاندي دی. په آلمان کی اوس پر دې باندي بحثونه روان دي چي آيا د اين اېس اې له خوا د آلمانيانو د جاسوسۍ په تړاو له سنودن سره د يو مهم شاهد په توگه په روسيه کي خبري وسي او که هغه آلمان ته راوبلل سي.

د آلمان په پارلمان کي د اپوزيسيون د گوند مشر بېرند ريکسنگر، په ټينگار سره د دې غوښتنه کوي چي سنودن دي آلمان ته راوبلل سي او هغه ته دي په آلمان کي سياسي پناه ورکړه سي. نوموړی وايي:«زما په فکر سنودن د دغې موضوع په سپيناوي کي تر ټولو استخباراتي ادارو زيات رول لوبولای سي. که سنودن چينايي يا روسی وای، نو يو وخت به لا [په آلمان کي] پناه ورکړه سوې وای.»

آلمان ته د سنودن د احتمالي سفر پر حقوقي اړخونو باندي هم بحث روان دی. د آلمان په شمول د اروپايي ټولني ټول هيوادونه له امريکا سره يو داسي تړون لري چي له مخي يې بايد هغه امريکايي ملزم امريکا ته وسپارل سي چي په امريکا کي په رسمي توگه تورن سوی وي او آمريکا يې غوښتنه وکړي. امريکا احتياطاً آلمان ته رسمي غوښتنه لېږلي چي که سنودن ورسي، نو دی بايد امريکا ته وسپارل سي.

په آلمان کي يوازي هغه څوک سياسي پناه تر لاسه کولای سي چي د سياسي وجوهاتو له کبله تر تعقيب لاندي وي. په دې ترڅ کي د آلمان د واکمن گوندي ائتلاف د مسيحي ديموکرات ګوند پارلماني مشر، ميشايل گروسه بريومر وايي: «هغه يعني سنودند تر سياسي تعقيب لاندي نه دی، بلکي د جنايي تورونو له مخي تر تعقيب لاندي دی. دا چي د داسي تعقيب له کبله د آلمان په آساسي قانون کي د پناه ورکولو حق نسته، نو له سنودن څخه بايد شاهدي په مسکو کي واخيستل سي.»

د حقوقي موضوعاتو د څېړلو له پاره آلمان د فډرالي شورا بنډستاک يوې ادارې ويلي دي چي د دغه هيواد د قانون له مخي هغه وخت هم يو چا ته سياسي پناه ورکول ممکن دي، چي د هغه جنايي دوسيه سياسي کرکټر ولري. د دغې ادارې د څېړني له مخي د سنودن په قضيه کي له همدغه قانوني امکان څخه گټه اخيستل کېدلای سي. آلمان ته د سنودن د راتلو له پاره يو بل امکان دا دی چي آلمان ورته رسمي ويزه او د پاتېدو اجازه ورکړي.»

له بله اړخه د آلمان يو شمېر سياستوال په دې نظر دي چي د سنودن د شاهدۍ تر لاسه کولو خبره بايد له داسي لاري حل سي، چي د آلمان او متحده ايالتونو تر منځ اړيکي لا زياتي اغېزمني نه سي. دا په داسي حال کي چي آلماني چارواکي په واشنگټن کي په دې هڅه کي دي چي له امريکا سره د نه جاسوسۍ يو تړون ته ورسيږي او د آلمان له خوا و سنودن ته پناه ورکول ښايي دغه احتمالي تړون ته خنډ جوړ کړي.

داسي اندېښنې هم سته چي آلمان ته د سنودن دعوتول ښايي امريکا د يوې لمسونې په توگه تعبير کړي. خو د آلمان په پارلمان کي د زرغونو د گوند مشره کلاوديا روت وايي:

«هغه د نه منلو وړ لمسونه خو دا ده چي په زيات احتمال سره اين اېس اې زموږ د لومړۍ وزيري خبري په پټه اورېدلي دي. هغه د نه منلو وړ لمسونه خو دا ده، چي په زيات احتمال سره په سيستماتيکه توگه د اپوزيسيون د سياستوالو خبري هم جاسوسي سوي دي.»

دا چي له سنودن څخه به د اين ايس اې په تړاو څرنگه شاهدي واخسيتله سي، په دې هکله لا په آلمان کي بحث جريان لري. خو په دې تړاو په ټولو گوندونو کي تفاهم موجود دی، چي ايدوارد سنودن بايد د اين اېس اې د لانجې په تړاو واورېدل سي.