1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سنودن ته سياسي پنا ورکوني امريکا په غوسه کړې

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۱۱, جمعه

وروسته له هغه چي د امریکا متحده ايالاتو د استخباراتي پروگرام افشاکوونکي ايدوارد سنودن ته په روسيه کي د يوه کال له پاره سياسي پنا ورکړه سوه، سپيني ماڼۍ د دې پريکړي په اړه سخت غبرگون ښوولی دی.

https://p.dw.com/p/19IgE
2256596 Russia, Moscow. 08/01/2013 Journalist compiling information on CIA ex-agent Edward Snowden who, on spending more than a month in the Sheremetyevo airport transit zone, has finally got one-year temporary refugee shelter in Russia. Vitaliy Belousov/RIA Novosti
Edward Snowden Visum für Russland 01.08.2013انځور: picture-alliance/dpa

د سپيني ماڼۍ وياند جي کارني په واشنگټن کي وويل: «موږ ډير نا هيلي يو چي د روسيې حکومت زموږ د انديښنو سره سره دغه اقدام کړی دئ.» هغه زیاته کړه «دا يو مثبت پرمختگ نه دئ». هغه دغه راز وويل چي د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما اوس پر دې باندي فکر کوي چي کيدای سي له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره ليدنه کتنه لغوه کړي. په پلان کي وه چي اوباما او پوتین به په سپتمبر مياشت کي د G20 د غونډي تر مخه په مسکو کي سره وگوري.

ايدوارد سنودن چي د امريکا متحده ايالاتو له خوا تر تعقيب لاندي دئ د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اگست لومړۍ) په روسيه کي د يوه کال له پاره د سياسي پنا اجازه ترلاسه کړه. هغه تر يوې مياشتي ځنډ وروسته د مسکو د شريميتوا هوايي ميدان د ترانزيت له برخي څخه ووت.

ايدوارد سنودن وروسته له هغه د امریکا متحده ايالاتونو تر تعقيب لاندي سو چي د دغه هيواد مخفي استخباراتي پروسه «پريزم» يې افشا کړه. د هغه د معلوماتو له مخي امریکا د «پريزم» پروگرام په چوکاټ کي د خلکو تليفوني او انترنيتي مکالمې اورېدې او څارلې. دغه افشاکووني په نړیواله کچه يو بحث راپورته کړ.

تر دغه افشاکوونی وروسته واشنگټن د سنود پاسپور بې اعتباره اعلان کړ او د هغه د ورسپارلو غوښتونکی سو. سنودن د جون مياشتي پر ۲۳ نېټه له هانکانگه د مسکو پر لور په الوتکه کي والوت او له هغه ځايه ئې غوښتل چي لاتين امريکا ته ځان ورسوي خو د پاسپورت د بې اعتباره کولو تر اعلان وروسته هغه د مسکو د شريميتوا هوايي ډگر د ترانزيت په برخه کي د اگست د مياشتي تر لومړۍ نېټې پاته سو.

له روسيې څخه مننه

په هغه وينا پاڼه کي چي د ويکيليکس ويب پاڼي له خوا خپره سوې ده، سنودن له مسکو څخه مننه کړې ده، خو متحده ايالات ئې له نړيوالو قوانينو څخه په سرغړنه تورن کړي دي.

سنودن په دغه وينا کي ويلي دي: «په تيرو اتو اوونيو کي موږ وليدل چي د بارک اوباما اداره هيڅ راز نړيوالو او کورنيو قوانينو ته درناوی نه لري، خو په هر حال کي بيا هم قانون بريالی کيږي». هغه زیاته کړې ده: «زه له روسيې څخه مننه کوم چي د خپلو قوانينو او نړيوالو مکلفيتونو له مخي ئې ماته پنا راکړه.»

ويکيليکس خبر ورکړی دی چي سنودن د دغي پاڼي له حقوقي مشاوري سارا هريسون سره يو ځای د مسکو له هوايي ډگره وتلی دی او په يوه «خوندي» ځای کي ځای پر ځای سوي دي. سارا هريسون ټوله وخت له سنودن سره په هوايي ډگر کي وه.