1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سور صليب: افغانستان امن شوی خو ناهيلۍ پکښې زياتې شوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۹, یکشنبه

سور صلیب او سره میاشت وايي چې په افغانستان کې خلکو کې د ناهيلۍ او خفګان سطحه لوړه شوې ده. دوی وايي د طالبانو په حاکميت کې تر ډېره ښځې او نجونې له عمومي ژونده محرومې کړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4fGpp
د سور صلیب او سره میاشت په خبره، ښځې او نجونې د طالبانو په حاکميت کې له عمومي ژونده بې برخې شوي دي
د سور صلیب او سره میاشت په خبره، ښځې او نجونې د طالبانو په حاکميت کې له عمومي ژونده بې برخې شوي ديانځور: Ali Khara/REUTERS

که څه هم د سره صلیب فدارسیون او سره میاشت وايي چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، په دغه هېواد کې امنيتی وضعیت د پام وړ ښه شوی، خو د اوسیدونکو په منځ کې ېې د ناهيلۍ او خفګان کچه ډېره لوړه شوې ده.

د دغو سازمانونو په خبره، ښځې او نجونې د طالبانو په حاکميت کې له عمومي ژونده بې برخې شوي دي.

د سرې میاشتنې ټولنې سیمیز مدیر، السکاندر متیو، د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اپريل ۲۶مه نېټه) له افغانستانه تر کتنې وروسته وویل چې د افغانستان خلک د کلونو تروریستي حملو وروسته، اوس له دې بابته خوښ دي. هغه چې له دوحې ېې په ژنیف کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول، وويل: «په ټوله کې امنیت د څو مخکنیو لسیزو په پرتله بهتره دی او په ظاهر کې وضعیت سولیز ښکاري.»

د آرشیف انځور - د سرې میاشتې ټولنې سیمیز مدیر، لکساندر متیو، وايي  له هغو افرادو هم ملاتړ کوي چې د رواني ستونزو له کبله نور نشي کولی خپل ژوند سره جوړ راشي
د آرشیف انځور - د سرې میاشتې ټولنې سیمیز مدیر، لکساندر متیو، وايي له هغو افرادو هم ملاتړ کوي چې د رواني ستونزو له کبله نور نشي کولی خپل ژوند سره جوړ راشيانځور: Imago/Indiapicture

خو متیو زیاته کړه: «راتلونکې ډېره تیاره ترسترګو کيږي. ناهيلي، خفګان او ډيپریشن د خلکو په منځ کې ډېر دی.» هغه په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې وويل: «دغه حالت په ځانګړې توګه ښځې تر اغېز لاندې راولي چې عملا د طالبانو د سختو اسلامي قواعدو لاندې له عمومي ژونده بې برخې شوي دي.»

د سره میاشت ټولنې د سیمیز مدیر په خبره، افغان ښځې او نجونۍ په سختۍ له خپلو کورنو بهر د وتلو اجازه لري: «په ځانګړې توګه کونډې ښځې په دې دليل چې نور نشي کولی خپل ماشومان تغذیه کړي، جدي زیان ویني.»

هغه زیاته کړه چې د سرې مياشتې سیمیزه ټولنه له دغو ښځو د کار او کسب د موندلو په برخه کې ملاتړ کوي: «ډيری هغه افراد چې د رواني ستونزو له کبله نور نشي کولی له خپل ژوند سره جوړ راشي، هم د سرې میاشتې له سیمیزې ټولنې له خوا ېې ملاتړ کیږي.»

د سرې میاشتې ټولنې سیمیز مدیر الکساندر متیو وویل چې په افغانستان کې د هغو مهاجرو وضعیت هم په ډېر خراب دی چې له ګاونډيو هېوادونو بېرته ستنیږي
د سرې میاشتې ټولنې سیمیز مدیر الکساندر متیو وویل چې په افغانستان کې د هغو مهاجرو وضعیت هم په ډېر خراب دی چې له ګاونډيو هېوادونو بېرته ستنیږيانځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

الکساندر متیو وویل په افغانستان کې د هغو مهاجرو وضعیت هم په ډېر خراب دی چې له ګاونډيو هېوادونو بېرته ستنیږي. تېرکال ایران او پاکستان تر نيم ميلیون ډېر افغانان چې هلته اوسېدل، اړ ایستل شول چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د سره میاشت ټولنې سیمیز مدير دا هم وويل چې «اکثره بېرته ستانه شوي مهاجر ماشومان، له خوارځواکۍ سره مخ دي او کورنۍ ېې هم بې وسې شوي دي، ځکه چې هغوی په افغانستان کې د معیشت له پاره هېڅ چانس نه لري.» متیو د تعلیم او همدارنګه د کار و کسب د موندلو له پاره د لاډېرو بشري مرستو غوښتونکی شوي تر څو خلک وشي کړی په خپلو پښو ودريږي.

له کله نه چې طالبان پر افغانستان حاکم شوي، دغه هېواد ترډېره منزوي شوی او نړېوالې مرستې هم پرې په پراخه کچه قطع شوي دي. له دې نه علاوه خلک اړ شوي چې د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه هم وزغمي.

rsh/si/mks/aa/ (dpa)

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل