1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسویډن

سويډن: يوې محکمې د قرآن پاک د سوځولو اجازه ورکړې ده

۱۴۰۲ تیر ۷, چهارشنبه

سويډن يو ځل بيا په داسې حال کې د قرآن پاک سوځولو ته اجازه ورکړې ده چې تېر ځل په دغه هېواد کې د قرآن پاک پر سوځولو په ټوله نړۍ کې سخته غوسه څرګنده شوې وه.

https://p.dw.com/p/4TAzl
د سويډین پلازمينې سټاکهولم يو منظره
د سويډین پلازمينې سټاکهولم يو منظرهانځور: imago images

د «ټي وي ۴» رسنۍ د چهار شنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د سويډن يوې محکمې د ستاکهولم د مرکزي جومات مخې ته د قرآن پاک سوځولو ته اجازه ورکړې ده.

د پلان له مخې به د قرآن پاک د سوځولو چاره د لوې اختر په شپو ورځو کې ترسره شي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د قرآن پاک سوځلو ته په داسې حال کې اجازه ورکول کيږي چې سویډن هڅه کوي د ناټو غړيتوب ترلاسه کولو له پاره د ترکیې رضايت ترلاسه کړي. د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د قرآن پاک د سوځولو د تېرې پېښې پر وخت ويلي ول چې سويډن بايد د ناټو غړيتوب ترلاسه نه کړي.

سويډني چارواکي څه وايي؟

محکمې ويلي ول چې د امنيتي ستونزو او پلان شوې راټوليدنې يا غونډې ترمنځ بايد يوه روښانه اړيکه موجوده وي. خو د «ټي وي ۴» کانال په حواله پوليس دا قضيه داسې نه ګڼي.

محکمې د پريکړې په ترڅ کې ويلي دي: «هغه امنيتي خطرونه او پايلې چې چاروکي یې د قرآن د سوځولو په تړاو ويني، داسې نه دي چې د نوي قانون پر اساس د راټوليدنې يا غونډې د عريضې د ردولو باعث وګرځي.»

محکمې زياته کړې: «له همدې کبله بايد پوليس د راټوليدنې ستاسې غوښتنې ته اجازه ورکړي.»

سويډن او د قرآن پاک د سوځولو ستونزه

د قرآن پاک سوځول د سويډن د ډېر ښی اړخه تندلارو له پاره په يوه اساسي ستون يا ستنې بدل شوی دی، لکه دنمارکي – سويډني ډېر ښی اړخه سياستوال راسموس پالودان چې په دې ډول کړنو سره یې شهرت موندلی دی.

اړونده موضوع:

خو د رپوټونو پر اساس د چهار شنبې په دې کړنه کې پالودان لاس نه لري.

د رويترز خبري آژانس په حواله د دې غونډې تنظيموونکی يو عراقی مهاجر دی چې پر قرآن پاک د بندیز لګولو په لټه کې دی او دا چې د قرآن پاک د سوځولو په غونډه کې به يوازې دوه کسان برخه واخلي.

که څه هم چې سويډن ډېر کم پر احتجاجونو او يا د کتابونو د سوځولو پر غونډه بندیز لګوي، په ناټو کې د شامليدو پر ضد يو پلان شوي احتجاج ته چې ښايي په ترڅ کې یې قرآن پاک هم سوځول شوی وای، په فيبرورۍ میاشت کې د پوليسو له خوا اجازه ور نه کړل شوه.

اړونده موضوع: سویډن د قران کریم د سوځولو پر لاریون بندیز وضع کړ

تر دې دمخه ډېر ښي اړخه تندلارو د ترکیې د سفارت مخې ته د مسلمانانو مقدس کتاب قرآن کريم ته اور اچولی وو. دا څه د دې باعث شول ترکیې انقرې ته د سويډن د دفاع د وزير پلان شوی سفر لغوه اعلان کړ او ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې سويډن د ناټو د غړيتوب ترلاسه کولو له پاره نور د ترکیې په ملاتړ حساب نه شي کولی.

د سویډن لومړی وزیر اوس هم د ناټو د غړيتوب تمه لري

د سويډن لومړی وزير اولف کرسترسون، د ترکیې پر روان مخالفت او د قرآن پاک د سوځولو پر تکراري پېښو سربیره هم پر دې کلک باور لري چې سويډن به په ناټو کې شامل شي. 

نوموړي د «اس وي ټي» شبکې سره په خبرو کې وويل: «سویډن به د ناټو غړيتوب ترلاسه کړي.» خو دا خبره یې ومنله چې دا څه به په ويلنيوس کې د ناټو تر بلې سترې غونډې پورې پيښ نه شي.

ب. ص/ ن. ز (Alex Berry, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل