1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

سپينه ماڼۍ: امريکا له اوکراين سره د مرستې پېسې نه لري

۱۴۰۲ آذر ۱۴, سه‌شنبه

په امريکا کې جمهوري غوښتونکو د هغي ۱۰۶ ميليارده ډالرو بستې مخه نيولې ده چې پر نورو سربیره له اوکراين او اسرائيل سره د مرستې له پاره په نظر کې نيول شوې وه.

https://p.dw.com/p/4Zmsm
آرشيف انځور: يو اوکراينی عسکر
آرشيف انځور: يو اوکراينی عسکرانځور: Ozge Elif Kizil/AA/picture alliance

سپينې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې امريکا متحده ايالات به پر اوکراين د روسیې د يرغل د ځواب ويلو په موخه له اوکراين سره د مرستې له پاره نه وخت او نه هم پېسې ولري، ترڅو کانګرس د لګښتونو نوې بسته تصويب نه کړي.

د ولسمشر جو بایدن ادارې له اوکراين او اسرائيل سره د مرستې په موخه په اکتوبر میاشت کې له کانګرس څخه د ۱۰۶ میليارده ډالرو د يوې بستې د تصويب غوښتنه کړې وه خو کانګرس چې اکثريت یې جمهوري غوښتونکي دي، د رای اچونې په ترڅ کې دغه بسته رد کړه. په پام کې وه چې د دې پېسو يوه برخه د امریکا متحده ايالاتو د پولو د امنيت له پاره مصرف شي.

د بایدن ادارې د بودجې د برخې مشرې شالانده جونګ، د دوشنبې په ورځ د استازو مجلس مشر مايک جانسن ته په يوه ليک ويلي دي چې له اوکراين سره د مرستې له پاره مو وخت له لاسه په وتلو دی.

هغې زياته کړې: «د دې اړتيا د پوره کولو له پاره موږ د پېسو کوم جاوديي لوښی نه لرو. زموږ سره پېسې ختمې دي – او ډېر ژر به مو وخت هم له لاسه وتلی وي.»

نوموړې زياته کړې: «زه غواړم روښانه کړم: د کانګرس د اقدام پرته به موږ د کال تر پايه پورې اوکراين ته د نورو وسلو او تجهیزاتو د برابرولو له پاره منابع ونه لرو.»

هغې وويل: «د امريکا د وسلو او تجهیزاتو د لړۍ پرې کول به نه يوازې اوکراين د جګړې په ډګر کې پر ګونډو کړي او لاسته راوړنې به یې له خطر سره مخامخ کړي، بلکې د روسیې د پوځي برياو احتمال به لوړ کړي.»

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا وياند جک سلوان هم ويلي دي چې که چېرې دا بسته ژر تصويب نه شي نو روسيه به ګټه وکړي.

نوموړي خبريالانو ته وويل: «کانګرس بايد پریکړه وکړي چې آیا د اوکراين د آزادۍ په جګړه کې مرستې ته دوام ورکوي او يا دا چې کانګرس غواړي له تاريخه زده شوي درسونه له پام وغورځوي او پوتين پريږدي چې خپله خوښه تحميل کړي.»

هغه زياته کړه: «دا ډېره ساده ده، خو يوه سخته پريکړه ده.»

جمهوري غوښتونکي پر سرحدي پاليسۍ نيوکه لري

د استازو مجلس مشر مایک جانسن د بايدن ادارې ليک ته ډېر سوړ غبرګون وښود.

جانسن په ټولنیزو رسنيو کې په خپره شوې يوه اعلامیه کې وويل: «د بایدن اداره په دې کې پاتې راغلې ده چې په اوکراين کې د څرګندې تګلارې د نه شتون په تړاو زما د کنفرانس مشروع اندېښنو ته ځواب ووايي، د داسې يوې لارې په تړاو چې شخړه حل کړي او يا داسې يو پلان چې له مخې یې د امريکايي ماليه ورکوونکو له خوا د چمتو شويو مرستو په اړه په مناسبه اندازه ډاډ ترلاسه شي.»

نوموړي همدا راز وویل چې د ملي امنيت د پېسو هره اضافي بسته «بايد زموږ له خپلو پولو پيل شي.»

د سنا مجلس د اکثريت استازو مشر چک شومر، چې په ديموکرات ګوند پورې اړه لري، د دوشنبې په ورځ یې ادعا وکړه چې دواړه ګوندونه د اوکراين او اسرائيل د مرستو په اړه موافق دي، خو د بن بست پړه یې د سرحدي امنيت پر مسئله ور واچوله.

شومر وويل چې جمهوري غوښتونکو «د مهاجرت جانبدارانه او افراطي اقداماتو» په بحث کې شامل کړي، لکه د پناه غوښتونکو «نامحدود توقيف» چې دا وړاندیزونه د ديموکراتانو له پاره د منلو وړ نه دي.