1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیپري: په نړۍ کي د وسلو خرڅلا زيات شوی

۱۳۹۶ آذر ۲۰, دوشنبه

په نړۍ کې د وسلو خرڅلاو ډير شوی دی. په ستاکهلم کې د سولې نړیوال څیړنز انستیتیوت (سیپري) په رپوټ کې راغلي دي چې له دې څخه تر ټولو زیاته ګټه امریکایي او د لویدیځي اروپا د وسلو شرکتونو اخيستې.

https://p.dw.com/p/2p7qB
Jemen Panzer
انځور: Getty Images/AFP/S. Al-Obeidi

مهمات، ټانکونه او بې پیلوټه الوتکې: په ۲۰۱۶م کال کې د وسلو په تجارت او پوځي خدماتو کې په تيرو پنځو کلونو کې په اول وار زیاتوالی راغلی دی. د سولې د نړیوال څیړنیز انستیتوت (سیپري) په رپوټ کې راغلي دي چې دا د ۲۰۱۵م کال په پرتله ۱،۹ سلنه او د ۲۰۰۲م په پرتله آن ۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي. سیپري د وسلو د نړیوال صنعت په هکله رپوټ چمتو کړی دی. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د نړۍ د وسلو سلو سترو شرکتونو د ۳۷۴،۸ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت وسلې او د وسلو سیستمونه پلورلي دي.

د رپوټ له مخې په ځانګړې توګه امریکایي شرکتونه زیاتې وسلې تولیدوي او پلوري. زیاته شوې ده چې په ۲۰۱۶م کال د امریکايي شرکتونو د وسلو په پلور کې څلور سلنه ډیروالی راغلی دی چې د ۲۱۷،۲ میلیارده ډالرو په ارزښت یې وسلې پلورلي دي.

د هغه علت په بهرنیو هیوادونو کې د امریکا خپل پوځي ماموریتونه او همداشان د نورو هیوادونو له لوري له دغه هیواد څخه د وسلو د سیستمونو رانیول شامل دي. د بیلګې په توګه د لاکهید مارتین، شرکت چې په نړۍ کې د وسلو له سترو تولیدونکو شرکتونو څخه دی ګټورې معاملې کړي او د بریتانيا، ایټاليا او ناروي په څیر هیوادونو باندې یې F-35 ډوله جنګي جیټ الوتکې پلورلي دي. خو بیا هم د الوتکې ستر رانیونکی د امريکا متحدو ايالاتو هوایي ځواک دی.

Infografik SIPRI Bericht Weltweite Waffenverkäufe

د سیپري د کارپوهانو، د څیړنې له مخې د لاکهید مارتین په څیر ستر امریکایي شرکتونه په هغه نوملړ کې راځي چې زیاتي وسلې یې پلورلي دي. رپوټ یو ځل بیا دا خبره روښانوي چې زیاتره وسلې له امریکا څخه راځي، چې د نړۍ په سطحه د ټولو وسلو د پلور ۵۷،۹ سلنه جوړوي. دوهم ځای د لویدیځې اروپا او په نړیواله کچه د ۷،۱ سلنه وسلو پلورلو سره په دغه لیست کې دریم ځای روسیې نیولی دی.

کړکیچونو د وسلو غوښته زیاتوي

د لویدیځي اروپا په هیوادونو کې انځور کابو ګډ دی. په داسې حال کې چې ایټالوي او فرانسوي شرکتونو لږ وسلې پلورلي دي، له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا پر وتلو (برگزيت) سربیره د آلماني او بریتانوي شرکتونو د وسلو په خرڅلاو کې ډیرښت تر سترګو کیږي. د بیلګې په توګه آلماني ټانک پلورونکي شرکت کراوس او پوځي موټر جوړونکي شرکت راین میتال، په اروپا، منځني ختیځ او سویلي آسیا کې له تقاضا څخه ګټه اخيستې ده.

Russland Flugabwehrsystem Buk-M2
انځور: picture-alliance/dpa/M. Shipenkov

له سیپري څخه د پوځي لګښتونو د پروګرام مشره اوده فلورانت وایي: «دا ډیره ګرانه ده، چې په لویه کچه د وسلو رانیولو ته په مستقیمه توګه د روانو جګړو سره ارتباط ورکړل شي. خو طبعا اړیکې سره لري: د ځینې وسلو سخته تقاضا کیږي، د بیلګې په توګه مهمات، توغندي او یا هم ځمکني نقلیه وسایط.» د دغې کارپوهې په خبره دا چې په نړۍ کې د وسلو په پلور کې زیاتوالی راغلی دی په اصطلاح د نه لیدل کیدونکو کړکیچونو سره هم سرو کار لري: «موږ څارو چې په ځینو سیمو کې د ګواښ احساسیدونکی وضعیت مخ پر زیاتیدو دی.»

د بیلګې په توګه سویلي کوریا د دې ښه بیلګه ده. په ۲۰۱۶م کال کې د سویلي کوریا شرکتونو د وسلو په پلور کې ۲۰،۶ سلنه ډېرښت لیدل کیږي. د سیپري د وسلو د چارو کارپوهه فلورانت زیاتوي چې دغه څه په ښکاره ډول د سیمې له امنیتي وضعیت سره سروکار لري. سویلي کوریا د خپل ګاونډي هیواد شمالي کوریا اتومي لسمونونو له کبله ځان له ګواښ سره مخامخ ویني او د هغې په غبرګون کې یې خپل پوځي لګښتونه لوړ کړي دي. له دې څخه د سویلي کوریا د وسلو شرکتونه ګټه اخلي چې زیاتره خپلې وسلې د خپل هیواد پر دفاع وزارت باندي پلوري.

د سیپري د څیړنو له مخې چین هم ښایي د وسلو د سترو جوړونکو په کتار کې وي. خو دغه هیواد د ارقامو په نوملړ کې نه تر سترګو کیږي. ځکه چې کارپوهان د چین د وسلو د پلور په هکله د باور وړ اقام په لاس کې نه لري. خو فلورانت زیاتوي چې دوی اټکل کوي چې د وسلو جوړولو چینیايي شرکتونه د نړۍ په ۲۰ سترو شرکتونو کې راځي.

Infografik SIPRI Bericht Waffenhandel

د تیلو بیو رالویدل

خو څیړونکو دا خبره څارلې ده چې په ۲۰۱۶م کال کې د وسلو کلاسیک واردونکي د پیسو له کمښت سره مخامخ شوي دي. د سیپري کارپوهه آوده فلورانت زیاتوي: «د تیلو او ګازو مخ پر رالویدونکې بیو د افریقا او سویلي امریکا د ډيرو هیوادونو دولتي شتمنۍ اغیزمنې کړي او له هغې یې کمې وسلې رانیولي دي چې پلان شوې وې.» زیاته شوې ده چې یو شمیر روسي شرکتونو هم دغه کړکیچ حس کړی دی. که څه هم د روسۍ وسلو په خرڅلاو کې زیاتوالی راغلی دی، خو د تیر په پرتله دغه وده ورو ده. علتونه يې د تیلو او ګازو مخ پر رالویدونکې بیې او همداشان د اروپایي اتحادیې او امریکا له لوري بندیزونه ښوول شوي دي.

Vera Kern(S.R/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: