1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا «جاپان ته جدي گواښ» پېښ کړی

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ مرداد ۱۳, چهارشنبه

د شمالي کوريا واکمن کيم جونگ اون، د نړيوالي انزوا او امريکا سره د لا مخامخ کېدو سره سره بيا هم توغندی ازمويلی دی. دغي ازمويني تر ټولو ډېر جان او جنوبي کوريا اندېښمن کړي دي.

https://p.dw.com/p/1JacD
انځور: picture alliance/Yonhap

د شمالي کوريا کمونيستي رژيم د نوي توغنديو په توغولو سره د ملگرو ملتونو د امنيت شورا ممانعت ته ډغرۍ وهلي دي.

د جاپان حکومت د چهارشنبې په ورځ ويلي دي چي د شمالي کوريا د منځني واټن يو توغندی ئې د شمالي ساحل په ۲۵۰ کيلومترۍ کي لگېدلی دئ. د جاپان لومړي وزير شينزو ابي دغه کار د خپل هیواد امنيت ته رښتنی گواښ بللی دی. امريکا متحدو ايالاتو دغه کار غندلی او ويلي ئې دي چي د خپلو متحدانو جاپان او جنوبي کوريا ملاتړ به کوي.

له ۱۹۹۸م کال راهيسي دا لومړی وار دئ چي د شمالي کوريا يو توغندی د جاپان د ځانگړي اقتصادي زون سیمه ته تاوان رسوي. دغه سمندري سيمه د نړيوالو قوانينو له مخي د جاپان په صلاحيت کي ده.

د جاپان لومړي وزير دا يو «ظالمانه عمل» گڼلی او زياته کړې ئې ده چي دغه شان کړني د زغملو نه دي.

نور مطالب:

دوهمه ازموينه بريالۍ نه وه

دغه توغندی د چهارشنبې ورځي په سهار توغول سوې او نژدې زر کيلومتره د جاپان پر سمندر تيره سوې ده. د امريکا د دفاع وزارت (پنتاگون) د معلوماتو له مخي شمالي کوريا د منځني واټن ويشتونکی يو دوهم توغندی هم توغولی؛ خو هغه تر توغېدو لږ وروسته چاودلی دی.

د جنوبي کوريا د معلوماتو له مخي دوې اونۍ دمخه شمالي کوريا په يوه وار درې باليستيکي توغندی چي له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ کيلومتره واټن ويشتونکي به ول و ازمويل. تر دې دمخه جنوبي کوريا او امريکا متحدو ايالاتو پريکړه کړې وه چي په جنوبي ټاپووزمه کي به د توغنديو دفاعي سيستم جوړ کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل