1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا: د مايک پنس خبري احمقانه او بې معنی وې

۱۳۹۷ خرداد ۳, پنجشنبه

شمالي کوريا د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر د مرستيال مايک پنس، څرګندوني غندلي او «احمقانه» بللي دي. پنس ګواښ کړی وو چې که شمالي کوريا له امريکا سره يوه تړون ته و نه رسيږي، نو د ليبيا په برخليک به اخته شي.

https://p.dw.com/p/2yE9n
Olympische Winterspiele 2018 in Südkorea Eröffnungsfeier Pence und Kim Yo Jong
انځور: picture-alliance/dpa/P. Semansky

د شمالي کوريا او امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشرانو تر منځ پلان شوې غونډه يو وار بيا د مايک پنس د څرګندونو له کبله له خنډونو سره مخامخ شوې ده. تر دې مخکې هم شمالي کوريا ګواښ کړي وو چې که امريکا او جنوبي کوريا خپلو پوځي تمريناتو ته دوام ورکړي، نو د جون مياشتي د ۱۲مې نيټې له پاره په سنګاپور کې په پلان شوې غونډه کې به ګډون و نه کړي.

د پنجشنبې په ورځ هم شمالي کوريا د مايک پنس څرګندونو ته سخت غبرګون وښود او هغه يې «احمقانه او بې معني» وبللې.

د شمالي کوريا د دولتي خبري آژانس له خوا په يوه خپرې شوې بيانيه کې د شمالي کوريا د بهرنيو چارو د وزير مرستيالې چوي سون هوي، په حواله ليکل شوي دي چې هغه ځکه حيرانه ده چې دغه شان «احمقانه او بې معني څرګندونې يې د امريکا د ولسمشر د مرستيال له خولې اوريدلې دي».

مايک پنس د دوشنبې په ورځ له فاکس نيوز تلويزيون سره په مرکه کې وويل چې که د شمالي کوريا مشر کيم جونک اون وغواړي چې له ترمپ سره تر پلان شوې غونډې مخکې له واشنګټن سره لوبې وکړې، نو دا به يې «لويه اشتباه» وي.

پنس ګواښ وکړ چې که شمالي کوريا د غير اتومي کيدو پر سر يوه تړون ته و نه رسيږي نو د ليبيا په برخليک اخته کيداي شي. د ليبيا ولسمشر معمر القذافي په ۲۰۱۱م کال کې پاڅون کوونکو وواژه.

د شمالي کوريا دولتي خبري آژانس د بهرنيو چارو د وزير مرستيالي په حواله ليکلي دي: «موږ به امريکا ته د ديالوګ له پاره زارۍ و نه کړو او که هغوی و نه غواړي چې خبري وکړي نو موږ به هم پسې و نه ګرځو.»

هغې زياته کړې ده: «دا په امريکا پوري اړه چي غواړي زموږ سره د ملاقات په يوه خونه کي کښېني، که له اټومي وسلو سره د مخامختيا. انتخاب د امريکا په پريکړي او د دغه هيواد په کړو وړو پوري تړلی دی.»

که څه هم شمالي کوريا ګواښ کړی دی چې د سينګاپور په غونډه کې به ګډون و نه کړي، خو سپينه ماڼۍ بيا هم هيله لري او وايي چې د پلان له مخې به چارې پر مخ وړي. د سه شنبې په ورځ ولسمشر دونالد ترمپ وويل چې کيداي شي د هغه او کيم تر منځ ليدنه وځنډيږي.