1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

شمالي کوريا فضا ته احتمالي جاسوسي سپوږمکۍ توغولې

۱۴۰۲ آذر ۱, چهارشنبه

د شمالي کوريا د مشرتابه د معلوماتو په حواله دغه هيواد فضا ته يو پوځي اکتشافي سټېلایت په برياليتوب سره ليږدولی دی.

https://p.dw.com/p/4ZJt5
آرشيف انڅور: شمالي کوريا فضا ته احتمالي جاسوسي سپوږمکۍ توغولې
آرشيف انڅور: شمالي کوريا فضا ته احتمالي جاسوسي سپوږمکۍ توغولېانځور: kcna/dpa/picture alliance

د شمالي کوريا د دولتي خبري آژانس «کې سي ان اې» د يوه رپوټ په حواله له پيانيانګ ايالت څخه د «ماليګيونګ – ۱» ليږدونکي توغندي په مرسته دغه سپوږمکۍ فضا ته استولې شوې ده. زياته شوې چې دغه توغندي په ټاکل شوي مسير کې پرواز کړی دی او سپوږمکۍ یې «رسا» خپل مدار ته رسولې ده.

په سيويل کې حکومت اعلان کړی دی چې پر کورنۍ پوله به هوايي څارنه بيرته پېل کړي. جنوبي کوريا هم لا تر مخه دا پلان لري چې په يوه اونۍ کې د سپېس ايکس په نوم امريکايي شرکت د يوه توغندي په مرسته خپل لومړی جاسوسي سټېلايت فضا ته وليږدوي.

امريکا متحده ايالاتو د شمالي کوريا له خوا فضا ته د سپوږمکۍ ليږدول د ملګرو ملتونو له پريکړه ليکونو څخه د سرغړونې په توګه غندلي او د خپل پوځي حضور د پياوړي کولو په موخه یې يو اتومي اوبتل جنوبي کوريا ته استولی دی.

د شمالي کوريا د «کې سي ان اې» آژانس په حواله واکمن کم جونګ اون ښايي لا دمخه د مهمو امريکايي پوځي تاسيساتو سټېلايت انځورونه ليدلي او ازولي وي.

زیاته شوې ده چې کِم پر نورو سربیره ښايي د اپرا بندر د اندرسون پوځي هوايي اډې او همدا راز د نورو «سترو پوځي اډو» انځورونه ازولي وي.

دوې ناکامې هڅې

په روان میلادي کال کې د شمالي کوريا له خوا دځمکې مدار ته د يوه اکتشافي سټېلايت د توغولو دوې هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

د کارپوهانو په حواله د فضايي راکټونو او د پوځ د اوږده واټن د راکټونو تکنالوژي له يو بل سره ډېر توپير نه لري.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, rtr)