1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا: هره شېبه کيدای سي اټومي جنگ پيل سي

۱۳۹۶ مهر ۲۵, سه‌شنبه

په ملگرو ملتونو کي د شمالي کوريا د سفير مرستيال کيم ان ريونگ ملگرو ملتونو ته د يوه اټومي جنگ له پيلېدو څخه خبرداری ورکړی دئ. هغه امريکا متحدو ايالاتو ته چي خپل هيواد ته ئې گواښ گڼي يو روښانه خبرداری ورکړ.

https://p.dw.com/p/2lxCH
UN Sicherheitsrat- Nordkoreas stellv. UN-Botschafter Kim In Ryong
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Matthews

کيم ان ريونگ د ملگرو ملتونو د بې وسلې کولو کمېټه ته په وينا کي د شمالي کوريا په اړه د امريکا د سياست په برخه کي وويل: «په نړۍ کي بل هيڅ هيواد دومره اوږده موده د امريکا متحدو ايالاتو له اټومي گواښ سره مخامخ سوی نه دئ».

هغه زیاته کړه: «وضعيت ډيري خطرناک حالت ته رسېدلی او هره شېبه کیدای سي يوه اټومي جگړه پيل سي».

هغه وويل چي شمالي کوريا په نړۍ کي د ملگرو ملتونو له خوا د اټومي بې وسلې کولو پروگرام ملاتړ کوي. ريونگ زياته کړه چي د امريکا متحدو ايالاتو گواښونو ته په کتو سره ئې هیواد کولای نه سي چي د هستوي وسلو په برخه کي نړیوال قرارداد لاسلیک کړي.

کيم ان ريونگ، امريکا متحدو ايالاتو ته گواښ وکړ چي که د شمالي کوريا په پوځي سيمه کي نور پرمختگ وکړي، نو دوی به ئې جواب ورکړي.

د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير ريک تيلرسن د يکشنبې په ورځ ټينگار وکړ چي جمهوررئيس دونالد ترمپ د شمالي کوريا د اټومي او توغندويي پروگرام په شخړه کي يو ديپلوماتيک حل غواړي.

هغه له CNN تلويزيون سره په خبرو کي وويل: «دغه ديپلوماتيک تلاښونه به تر هغه وخته پوري دوام ومومي، تر څو لومړی بم نوي استعمال سوی».

خو په هرصورت تيلرسن او دونالد ترمپ په دوامداره توگه پر دغه موضوع مختلف نظرونه لرلي دي. په دې ترڅ کي څو ورځي تر مخه دونلد ترمپ د شمالي کوريا پر اټومي پروګرام له دغه هيواد سره دپلوماتيکو خبرو اترو ته منفي جواب ورکړی وو.

ترمپ په دې تړاو پر ټويټر پاڼه ليکلي ول چي حکومتونه له «۲۵ کلونو راهيسي له شمالي کوريا سره» د خبرو اترو هڅي کوي چي په ترڅ کي يې «تفاهمونه سوي او زياتي پيسې مصرف سوي دي.» د ترمپ په وينا دغې ستراتيژۍ تر اوسه «پايله نه ده درلودلې.» د هغه په وينا په دې وجه ولي چي توافقونه تر پښو لاندي سوي، «د دې څخه تر مخه چي د هغوی د ليکل سوي متن سياهي وچه سي.» ترمپ په خپل دغه تويتر پيغام کي ليکلي چي په دې توګه د مرکچيانو څخه مسخرې جوړي سوي دي. هغه زياته کړې: «بخښنه دي وي، خو صرف يو شی به کار ورکړي.» خو دا چي د ترمپ مقصد له «يو شي» څخه څه شی دی، هغه نه ده روښانه کړې.

دونلد ترمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د خپلي لومړۍ وينا پر وخت شمالي کوريا ته د «بشپړه بربادۍ» ګواښ کړی وو. د شمالي کوريا دولتي رسنيو دغه وينا «د جګړې د اعلان» په توګه ارزولې وه. ترمپ څو اونۍ تر مخه شمالي کوريا ته د «داسي اور او غوسې، چي نړۍ تر مخه نه وي ليدلي» ګواښ هم کړی وو.