1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا بیا توغندی ازمویلی دی

۱۳۹۶ آذر ۸, چهارشنبه

د شمالي کوریا توغندی پر نوي ازمويني په نړیواله کچه نیوکې شوي دي. اروپایي اتحادیې او ناټو دغه ازموینه غندلې ده. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډي غوښتنه هم شوې ده.

https://p.dw.com/p/2oQuW
Nordkorea Raketentest in Pjöngjang
انځور: Getty Images/AFP/STR

امریکا متحدو ایالاتو، سویلي کوریا او جاپان د شمالي کوریا د نوي لمسون له کبله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده. په پام کې ده چې دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې وشي.

د شمالي کوریا رژیم تر دوې نیمي میاشتنۍ وقفې وروسته یووار بیا د بالستیک یا قاره یي توغندي ازموینه کړې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې ښایي دا د اوږد واټن ویشتونکی توغندی وي. د پېنتاګون د معلوماتو له مخې دغه توغندی تر کابو زرو کیلومترو واټن وهلو وروسته په سمندر کې لویدلی دی.

شمالی کوریا بیا په خپله ویلي دي چې دغه توغندی د امریکا متحدو ایالاتو هري برخې ته ورسیږي. د هغوی په خبره د Hwasong-15 ډوله توغندي ازموینه بريالۍ وه. خو کارپوهان بیا د دغه ازموینې د بریا په هکله شک څرګندوي، ځکه چې په وینا يې په پرتلیزه توګه د توغندي د الوتلو د تګ کرښه کوچنۍ وه. په عادي ډول یو بالستیک توغندی تر۵۰۰۰ کیلومترو زیاته فاصله وهي.

د ملګرو ملتونو له پریکړه لیک څخه بیا سرغړونه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په خپل لومړني غبرګون کې ویلي دي: «موږ به په دې هکله عمل وکړو.» خو هغه نور کوم ګواښونه و نه کړل. هغه یادونه کړې ده چې د توغندیو ازمویل به د شمالي کوریا پر وړاندي د امریکا په سیاست کې کوم بدلون را نه ولي. د امريکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، دغه ازموینه غندلې ده او پر ټولو هیوادونو باندې یې د پیونګ یانک د مشرتابه پر وړاندي د اقتصادي بندیزونو د سختولو غوښتنه کړې ده.

همداشان اروپایي اتحادیې او ناټو هم د توغندي توغول غندلي دي. د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبیرګ، ویلي دي چې دا د ملګرو ملتونو د ډیرو پریکړه لیکونو څخه یوه بله سرغړونه ده چې سیمه ایز او نړیوال امنیت تر پوښتنې لاندې راولي. هغه یادونه کړې ده چې «شمالي کوریا باید یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې سره د باور وړ او ګټور ډیالوک ته کښېني.»

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو د مسوولې فدریکا موګیرني یوې ویاندي، د شمال کوریا له لوري له نړیوالو ملکفیتونو څخه د سرغړونې یادونه کړې او زياته کړې يې ده چې دا د منلو نه ده. دغې ویاندې ویلي دي: «د توغندی ازموینه یو بل سخت لمسون او د نړیوال امنیت له پاره جدي ګواښ دی.» شمالي کوریا باید خپل اتومي او د توغندیو پروګرام ودروي.

په تیرو میاشتو کې د شمالي کوریا د واکمن کیم جونګ اون، له خوا د توغندیو ازموینو او همداشان د سپتمبر په لومړیو کې د یوه اتومي بم ازموینې په سیمه کې وضعیت یووار بیا سخت ترینګلی کړی. پر دې سربیره د شمالي کوریا دغه ګامونه د ملګرو ملتونو له پریکړه لیکونو څخه سرغړونه ده.

امریکا له دې اندیښنه لري چې ښایي شمالي کوریا د لیرې واټن ویشتونکي توغندي داسي بریالي ازموینه تر سره کړي چې د امریکا پاسفیک ساحل ته ورسیدی شي. د نوي ازموینې په ترڅ کې د توغندي لوړ الوتل ښایي د توغندیو د پرمختګ په برخه کې یوه نخښه وي.

s.r/n.z (dpa, afp, rtr)

زموږ له آرشیف څخه: