1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا ته د جاپان خبرداری

۱۳۹۴ بهمن ۱۴, چهارشنبه

د شمالي کوریا له خوا فضا ته د سټلایټ پلان شوی توغندی توغول، د سویلي گاونډیانو له سخت انتقاد سره مخا شوی دی. جاپان ویلي دي چې د توغندی استول به د لمسون په توگه وانگیرل شي.

https://p.dw.com/p/1HoQh
انځور: picture-alliance/dpaAhn Young-joon

د جاپان د دفاع وزیر جنرال نکتاني، په راتلونکو ورځو کې د شمالي کوریا له خوا د سټلایټ توغندی یوې احتمالي ازموینې ته په اشاره سره، په سمندر کې دفاعي او د ځمکې پر سر د بالستیک یا قاره يي ضد پیتریوت توغندي سیستمونو ته د تیارسئ امر کړی دی.

د لومړۍ درجې د تيارسئ دغه امر له هغه وروسته ورکول کیږي چې پیونگ یانگ، د ملگرو ملتونو سمندري، د مخابراتو او ملکي هوایي چلن ادارو ته خبر ورکړی دی چې د فبرورۍ میاشتي له اتمي تر ۲۵ نیټې پورې فضا ته د توغندي استول ازمویي.

دغه اقدام ته د شمالي کوریا گاونډیان او امریکا متحد ایالات د بالستیک یا قاره یي توغندی د بدیلي ازموینې په توگه گوري.

جاپان همداشان د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې که چيري د دوی ځمکنۍ بشپړتيا ته کوم خطر پېښ شي، د شمالي کوریا توغندی به راواچوي.

د جاپان صدراعظم شينزو آبي، د پارلماني کمېټې په غونډه کې د امریکا متحدو ایالاتو او سویلي کوریا انديښنې ته اشاره وکړه او ویې ویل د توغندی ازمویل به د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک څخه سرغړونه وي او «د جاپان امنیت ته به د لمسون یو ژور عمل وي.»

شمالي کوریا تر اوسه څلور اتومي بمونه ازمویلي دي چې د هغوی په خپله وینا یو پکښې هایدروجني بم وو چې د جنورۍ میاشتې په لومړیو کې وازمایل شو. خو لویدیځو استخباراتي ادارو دا خبره ارزولې ده چې د جنورۍ میاشتې ازموینه د هایدروجني بم پر ځای یو عادي اتومي بم وو.

د ملگرو ملتونو پریکړه لیکونه شمالي کوریا د بالستیک توغندیو تکنالوژۍ ته ودې ورکولو او د هغې ازمویلو څخه منع کوي. نړیوالي ټولني د شمالي کوریا له لوري په ۲۰۱۲م کال کې د توغندیو د درو بریالیو پړاونو تر تر سره کولو وروسته پر دغه هیواد باندې مجازات وضع کړل.