1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شپيګل:د تخار په ځانمرګي بريد کي جنرال داود وژل سوی

۱۳۹۰ خرداد ۷, شنبه

د تخارولايت پر مقام ځانمرګي بريد کي په شمال کي د افغان پوليسو د عمومي قومندان جنرال داود داود په شمول ۷ تنه بهرني او کورني عسکر وژل سوي. په بريد کي په شمال کي د ايساف عمومي قومندان جنرال مارکوس کنايپ هم سخت ټپي سوی دی.

https://p.dw.com/p/11PyM
په شمال کي د افغان پوليسو عمومي قومندان جنرال دادو داود
په شمال کي د افغان پوليسو عمومي قومندان جنرال دادو داودانځور: DW

د جرمني د شپيګل انلاين ددغه هيواد د فاع وزارت له قوله ليکي چي د تخارولايت د مقام په ودانۍ کي دننه د څو ځانمرګو بريدونو په ترځ کي ډير انسانان وژل سوي دي.

سرچينه زياتوي چي په وژل سوو کسانوو کي د افغانستان په شمال کي د دوو الماني عسکرو د وژل کيدو تر څنګ د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان المان جنرال مارکوس کنايپ هم سخت ټپي سوی دی. د خبر له مخي په پيښه کي يو شمېر جګپوړي افغان امنيتي ځواکونه هم وژل سوي او ټپيان سوي دي.

په دغه پيښه کي په شمال کي د افغان پوليسو عمومي قومندان جنرال داود داود، د هغه دوه تنه ساتونکي، او د والي سکرتر وژل سوي دي.

شپيګل انلاين د افغان امنيتي چارواکو په حواله ليکي چي د تخار والي عبدالجبار تقوا سخت ټپي سوی چي ډاکټران يې د ژوندي پاته کيدو دپاره تلاښ کوي.

شرچينه د تخار ولايت د وياند په حواله ليکي چي ځانمرګو بريد کونکو هغه مهال ځانونه والوزول چي افغان او بهرنيو امنيتي چارواکي تر غونډي وروسته د ولايت مقام ودانۍ په دروازه کي سره را ټول سوي ول.

د ولايت د وياند په خبره په پيښه کي ډير الماني عسکر وژل سوی. خو دقيقه شمېره يې نسي يادولای.

د جرمني د دفاع وزارت د خپلو دوو سرتيرو د وژل کيدو او څلورو نورو د ټپيکيدو خبر تاييد کړی دی. د هغوی په خبره ټپيان روغتنونو ته رسول سوي او تر تداوۍ لاندي دي. د المان د دفاع وزارت په خبره پيښه پر ځايي وخت د ماځيګرڅه کم پنځه بجې را منځ ته سوې ده.

څو ورځي وړاندي په تخار ولايت کي د بهرنيو ځواکونو د شتون په وړاندي سختو مظاهرو کي څوتنه لاريون کونکي ووژل سول، چي وروسته د جرمني د دفاع وزارت دا و منله چي عسکرو يې پر لاريون کونکو ډزي کړي وې.

د بريد پړه طالبانو په غاړه اخستې. د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي دي چي د تخار ولايت په مقام کي ځانمرګی بريد د دوی د يو تن انډيوال لخوا تر سره سوی.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم