1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شپږ تنه افغان ماشومان د ترکیې په اوبو کې ډوب شوې

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آذر ۱۷, سه‌شنبه

ترکي رسنیو خبر ورکړی دی چې د سه شنبې په ورځ د یوې کیشتۍ چې افغان کډوال په کښې سپاره ول د ډوبیدو له امله لږ تر لږه ۶ تنه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه کیشتۍ د ترکیې له ساحل څخه د یونان پر لور روانه وه.

https://p.dw.com/p/1HJKE
انځور: Reuters/A. Konstantinidis

د ترکیې رسمي خبري اژانس اناتولیه، رپوټ ورکړی دی چې د دغه هیواد ساحلي گارد دغو ماشومانو مړي موندلي دي او د دوو تنو نورو مهاجرو د جسدونو لتون جریان لري.

د دغه خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د کډوالو کیشتۍ د تیز باد او سمندر د لوړو څپو له امله د ترکیې چشمه ښار ته نږدې د اِزمیر لویدیځ ولایت په اوبو کې ډوبه شوې ده. ویل کیږي چې په دغه کیشتۍ کې سپرو کډوالو غوښتل د یونان خیوس ټاپو ته ځان ورسوي.

د ترکیې یوه بل خبري آژانس دوغان، خبر ورکړی دی چې شپږ تنه کډوال ژغورل شوې دي. دغې رسنۍ زیاته کړې ده چې په یوه بله پيښه کې د دوشنبې په ورځ د ساجده علي په نوم د یوې پنځه کلنۍ ماشومې جسد هم د دغه هیواد چشمه ساحل ته نږدې موندل شوی دی.

اروپا ته د لارې په مسیر اوبو کې د کډوالو د ډوبیدو پيښې په پرله پسې ډول تکرار شوې دي. د سپټمبر په میاشت کې د آیلان په نوم د یوې سوریایې مهاجر ماشومې د مړي موندل کیدو ټولې نړۍ ته ټکان ورکړ او د نړۍ مشران یې دې وهڅول چې د کډوالو کړکیچ د حل په موخه کوښښونه لا گړندي کړي.

ترکیه د سوریې د کورنۍ جگړې له امله د نږدې ۲ میلیونه سوریایې کډوالو کوربه دی. دغه هیواد همدارنگه د هغو هیوادونو د مهاجرو د لارې په مسیر کې هم واقع دی چې غواړي د یونان له لارې ځان اورپا ته ورسوي.

ترکیه د نوامبر میاشتې په ۲۹ نیټه له اروپایې اتحادیې سره یوې موافقې ته ورسیده، چې له مخې به یې دغه هیواد د یونان پر لور د کډوالو د مخنیوي په برخه کې خپلې هڅې له زیاتې کړي.

تیره اونۍ د ترکي چارواکو د دغه هیواد په چاناکله ولایت کې د آیواجیک له ښار څخه د یونان د لیسبوس ټاپو پر لور د ۳۰۰۰ کډوالو له ورتگ څخه مخنوې وکړ. د ملگرو ملتونو د شمیرو له مخې د روان میلادي کال له پيل راهیسې۸۸۶ زره تنه مهاجر د ابو له لارې اروپا ته ننوتلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب