1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شپیگل: د افغان مهاجرو اخراج ترپوښتنې لاندي راغلی

آژانشونه۱۳۹۴ آبان ۲۲, جمعه

د یوې رسنۍ د رپوټ له مخې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د رد شوو افغان مهاجرو بیرته استول کابو ناممکن گڼي. دغه خبره د نوموړي وزارت د یوه چارواکي او د دوو گوندونو د بهرنیوچارو د سیاستوالو په یوه غونډه کې یاده شوې ده.

https://p.dw.com/p/1H4zW
افغان مهاجر د آلمان په یو کمپ کې
افغان مهاجر د آلمان په یو کمپ کېانځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

«دیر شپیگل» نومې مجلې د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسی چارو رئیس اندریاس میشایلس، د آلمان د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال اتحاد د بهرنیو چارو له سیاستوالو سره په یوه غوڼده کې د افغانستان ناخوال سیاسي وضعیت ته اشاره وکړه.

نوموړي دیپلومات په دې اړه په کابل کې د آلمان د سفارت د یوه «داخلي رپوټ» په حواله د افغانستان د سیاسي وضعیت په هکله رڼا واچوله. په نوموړي رپوټ کې ویل شوي دي چې په ۲۰۱۱ کال د ناټو د پوځي عملیاتو په پرتله اوس د «طالبانو د لمن د پراخیدو» امکان ډير شوی دی. نو له دې امله گواښونه زیات شوي دي. د رپوټ له مخې د افغانستان په هرې ولسوالۍ کې انساني ژوند ته خطر له پخوا زیات شوی دی. دغه رپوټ زیاتوي چې آن د هیواد په هغو سیمو کې چې تراوسه پورې نسبتا له امن څخه برخمنې وې، هلته هم اوس وضعیت ډاډمن نه دی.

د آلمان د سفارت په رپوټ کې یادونه شوې ده چې انتظار نه کیږي چې په دې لنډه موده کې امنیتي وضعیت کې بدلون راشي. نو له دې امله دا هغه څه دي چې په آلمان کې د افغانانو د پناه غوښتنې له پاره یو دلیل گڼل کیدای شي. د رپوټ په یوه برخه کې راغلې دي چې په دې اړه حتې «له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د صدراعظمی انگلا مېرکل او د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر تیلفوني خبرو هم کوم بدلون راوستی نه دی.»

په ډيرو ولایاتو کې لا جگړه روانه ده
په ډيرو ولایاتو کې لا جگړه روانه دهانځور: Faridullah Zaher

ویل شوي دي چې د آلمان د بهرنیو چارو په وزارت کې آن افغانستان ته د پراختیايي مرستو د کمولو په هکله فکر کیږي. د شپیگل د مجلې په رپوټ کې وړاندې ویل شوي دې چې د کابل د سفارت د رپوټ په هکله ېې د بهرنیو چارو له وزارت څخه پوښتنه وکړه، خو هغه وزارت په دې هکله کومه تبصره ونه کړه.

د زرغون یا د «گروینن» د گوند سیاستوال امید نوري پور، څرگنده کړه چې د بهرنیو چارو وزارت رښتيا وايي چې که چیرې د افغانستان وضعیت د اندیښنې وړ وي، نو ولې مهاجر هلته بیرته واستول شي. نوري پور وویل چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، چې پخوا د دفاع وزیر وو ، باید ډير ښه پوه وای، حال دا چې هغه ټول ملاحظات یې له پام څخه غورځولي دي. د زرغون گوند سیاستوال غوښتنه وکړه: «انگلا مېرکل باید د یوه واحد دریځ د رامنځ ته کولو له پاره هڅه وکړي او د اتحادي گوندونو (مسیحي دیموکرات او مسیحی سوسیال) په دننه کې اوسني وارخطا کوونکي سیاست ته خاتمه ورکړي.»

د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو د جنگي ماموریت له ختمیدو سره آلمان ته د افغان مهاجر بهیر گړندی شوی دی. د روان ناخوال امینتي وضعیت له امله ناټو اوس غواړي چې د افغان امنیتی ځواکونو د روزنې او سلامشورې ماموریت وغځوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب