1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل له خپلو متحدینو غواړو چې مهاجرو سره مرسته وکړي

ستار جهش ۱۳۹۴ آبان ۳۰, شنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل پر اروپا غږ ګړی چې مهاجرو سره د مرستې او له تروریزم سره د مبارزې لپاره سره یو ځاې شي. میرکل دا څرګندونې د آلمان د حکومت ایتلافي شریک مسیحي سوسیال اتحاد ګوند (CSU) په کلنیز کنفرانس کې کړي دي.

https://p.dw.com/p/1H9zV
Angela Merkel und Horst Seehofer
انځور: Reuters/M. Dalder

د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند د جمعې ورځې په کنفرانس کې میرکل وویل چې د سلونو زرو مهاجرو راتګ د شرقي او غربي آلمان د یو ځای کیدو څخه وروسته د دې هیواد له پاره تر ټولو لوی چیلنج دی. مسیحي سوسیال اتحاد ګوند د مسیحي دیموکرات ګوند (CDU) ښي اړخې برخه ده چې د بایرن په ایالت کې فعالیت لري. داسې بریښي چې د اروپا د اتحاد په اړه د میرکل د څرګندونو هدف په حقیقت کې د مسیحي دیمواکرات اتحاد او مسیحي دیموکرات ګوندونو تر منځ د ستونزو حل وي.

د شرقي او غربي آلمان د یو ځای کیدو ۲۵کلنۍ ته په اشاره سره میرکل وویل: «نن زموږ هیواد له هر بل وخت څخه قوي دی، زموږ اقتصاد د ودې په حالت کې دی، زموږ د کار بازار مضبوط دی. تاسو فکر وکړئ چې زموږ د ګوندونو پرته به آلمان په څه حال وي.»

مسیحي سوسیال اتحاد ګوند د مهاجرو په اړه د میرکل پر تګلارو نیوکي کړي دي. ډیرو خلکو له میرکل څخه تمه درلوده چې د مهاجرو پر وړاندې له خپلې تګلارې دفاع وکړي. هغې تر یو حده دفاع وکړه خو د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند غوښتنو ته یې هم تر یو حده مشروعیت ورکړ. دا ګوند غواړي چې آلمان د پرانیستو دروازو پر تګلارې یو څه محدودیتونه وضع کړي.

اقتصادي مهاجرو ته په اشاره سره میرکل وویل: «هیڅوک خپل کور په اسانه نه پریږدي. حتی هغه کسان چې دلته راځي تر څو له اقتصادي اړخه ځان ته یو ښه ژوند جوړ کړي. هغه کسان نه شي کولای موږ سره پاتي شي چې محافظت ته اړتیا نه لري.» میرکل همداراز زیاته کړه: «موږ باید دوی بیرته واستوو. دوی باید دیپورټ شي. حتی که دا کار په صمیمانه توګه هم امکان و نه لري.»

میرکل همداراز د پاریس او مالي د پیښو له قربانیانو په تړاو خپله خواښین څرګنده کړه. صدراعظمې وویل: «موږ به دا جرمونه وڅیړو. پر ازادۍ دغه برید یواځي پر پاریس نه بلکه پر موږ ټولو يو برید دی.»

په مونشن ښار کې د میرکل له څرګندونو وړاندې د بایرن ایالت لومړي وزیر هورست زیهوفر یو ځل بیا د آلمان له فدرالي حکومت څخه غوښتي وو چې د پناه غوښتونکو پر شمیر محدودیت وضع کړي. د هغو مهاجرو لپاره چې په منځني ختیځ او افریقا کې له جګړو څخه تښتي د میرکل د پرانیستو دروازو تګلاره د مسیحي دیموکرات اتحاد ګوند د مشرانو له سختو نیوکو سره مخامخ شوې ده.

هورست زیهوفر له دې وړاندي د میرکل د مهاجرو پالیسي یوه اشتبا بللې وه. د جمعې ورځې په کنفرانس کې زیهوفر وویل: «له هر اړخ څخه چې وګورو بیا هم وینو چې د محدودیت وضع کولو لپاره کومه بله لاره نشته.»

د جمعې په ورځ میرکل وویل چې د مهاجرو پر راتګ به هیڅ ډول محدودیت وضع نه شي. په دې وروستیو کې هره ورځ ۱۰زره کسان آلمان ته ځان رسوي خو د مهاجرو پر راتګ د محدودیت وضع کولو لپاره د مسیحي سوسیال ګوند د مشرانو نیوکې په وار وار سره د میرکل له خوا ردې شوي دي.د جنوبې اروپا له خوا راتلونکي مهاجر په آلمان کې ځان د بایرن ایالت ته رسوي.

کارپوهان وایي چې د مسیحي دموکرات او مسیحي سوسیال اتحاد ګوندونو تر منځ د نظر تفاوت په آلمان کې د دې ګوندونو د اتحاد پر محبوبیت منفي اغیزه کړي ده.