1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان تر هغه په رسميت مه پيژنئ، څو ښځو ته حقونه ورنه کړي»

۱۴۰۰ بهمن ۱۳, چهارشنبه

د اروپا د پارلمان په يوه غونډه کې افغان فعالانو، طالبانو ته له سياسي ژوندانه څخه د ښځو د منزوي کولو له کبله خبرداری ورکړ. په دې منځ کې يوناما هم په کابل کې د احتجاج کوونکو ښځو د لادرکه کیدو په اړه انديښنه څرګنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/46OwB
Afghanistan Kabul | Demonstration gegen Pakistan
انځور: Hoshang Hashimi / AFP/Getty Images

د بشري حقونو فعالو افغان ميرمنو پر طالبانو، ښځو ته د هغوی د بنسټيزو حقونو د ورکړې غږ کړی دی. په افغانستان کې د ښځو چارو پخوانۍ وزیرې سيما ثمر د سه شنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپا د پارلمان په دې غونډه کې طالبانو ته له سياسي او ټولنیز ژوند څخه د ښځو د منزوي کولو له کبله خبرداری ورکړ.

نوموړې وویل کله چې واکمنانان د ولس ملاتړ ونه لري نو بريالي کيدلی نه شي. په دې منځ کې ملګرو ملتونو هم د هغو احتجاج کوونکو ښځو په اړه انديښنه څرګنده کړې ده چې تر مظاهرو وروسته لادرکه شوي دي.

په بروکسل کې «د افغان ښځو ورځې» تر سرليک لاندې کنفرانس په ترڅ کې سيما ثمر وويل چې طالبان نه شي کولی په ټولو برخو کې د ښځو بشپړ ګډون پرته ثبات، پرمختګ، پايداره سوله او امنيت رامنځته کړي.

امريکايي هنرمندې انجلينا جولي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیسارۍ «يو ان ایچ سي آر» ځانګړې استازې هم ده، په دې ترڅ کې په خپل یوه ويډيويي پېغام کې د افغان ښځو او هغو نارينه وو چې له دوی ملاتړ کوي، زړورتيا ستایلې. جولي وويل چې طالبان نه شي کولی له ښځو د فکر کولو وړتيا واخلي.

مشهورې افغان سندرې غاړې آریانا سعيد هم د اروپا پارلمان په دې غونډه کې وويل: «زه له تاسې او نړۍ په ټینګار سره غوښتنه کوم چې طالبان تر هغه د يوه حکومت په توګه ونه پيژنئ څو یې ښځو ته بشپړ بشري حقونه نه وي ورکړي.»

م.م: په افغانستان کې تر مظاهرو وروسته شپږ کسان ورک دي

اروپايي ټولنې تر اوسه طالبان په رسميت نه دي پيژندلي او له دغه ډلې سره یې خپلې اړيکې پر نورو سربیره د بشري حقونو په پلی کولو پورې تړلي دي.

د بيان د آزادۍ د محدودولو په اړه د ملګر ملتونو انديښنې

په دې منځ کې په افغانستان کې د بيان د آزادۍ د محدودولو په اړه هم انديښنې مخ پر زياتېدو دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) هم په دې اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

يوناما پر طالبانو غږ کړی دی چې د آريانا نيوز د دوو خبريالانو د نیولو علت دې روښانه کړي. د دغه شبکې مسئول مدير شریف حسنيار ويلي ول چې دغه دوه خبريالان د دوشنبې په ورځ پرته د کوم علت د واضح کولو د طالبانو له خوا نيول شوي دي.

ب. ص/ ن. ز (EPD)