1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبان: د بریدونو نوې لړۍ د امریکا د بمباریو ځواب دی

۱۳۹۶ مهر ۲۸, جمعه

طالبانو ادعا کړې ده چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې یې د بریدونو نوې لړۍ، په تیرو میاشتو کې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د بمباریو ډیریدو ته غبرګون دی.

https://p.dw.com/p/2mEwi
Afghanistan Selbstmordanschlag in Gardez
انځور: Getty Images/AFP/F. Zahir

طالبانو د جمعې په ورځ د شهامت په نوم یوې انترنتي پاڼه کې د  «۷۵۱ بمونو غچ» تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې ده چې په کې په نزدې راتلونکې کې د لا ډیرو بریدونو ګواښ هم شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو هوايي ځواک په سپتمبر میاشتې کې د خپل «هوايي ځواک احصایي» خپرې کړې چې په کې راغلي دي چې دغو ځواکونو یوازې په سپتمبر میاشتې کې په افغانستان کې د تندلارو اسلامپالو ډلو پر ضد ۷۵۱ بمونه کارولي دي. دا له ۲۰۱۲ کال راهیسې په یوې میاشت کې کارول شوي تر ټولو زیات بمونه دي.

د هوايي ځواک له خوا په دې اړه په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي وو: «دې زیاتوالي ته [د بمونو په کارونه کې زیاتوالي ته] کیدای شي د ولسمشر له هغې ستراتیژي سره تړاو ورکړل شي چې په ترڅ کې یې په زیاته کچه او په فعاله توګه افراطي ډلې په نخښه کیږي.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ همداراز په اګست میاشتې کې اعلان کړی وو چې افغانستان ته به اضافي عسکر واستوي چې یاغیان وځپي.

خو طالبانو بیا یوازې د سه شنبې او پنجشنبې په ورځو د افغانستان په اوو ولایتونو کې په بیلابیلو بریدونو کې له ۱۴۰ څخه ډیر کسان ووژل. د بریدونو ډیری قربانیان افغان امنیتي ځواکونه ول.

په تر ټولو خونړۍ برید کې طالبانو په پکتیا ولایت کې د پولیسو پر یوه مرکز باندې برید وکړ چې په پایله کې یې د دې ولایت د امنیې قوماندان په ګډون لږ تر لږه ۶۰ کسان ووژل شول.

زموږ له ارشیف څخه: