1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د سولي له خبرو اترو خبر نه یو

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ مرداد ۸, پنجشنبه

افغان طالبانو تر اوسه پوري د خپل مشر ملا عمر، د مړیني په اړه څه نه دي ویلي خو روښانه کړې یې ده چې رسمي سیاسي دفتر يې د افغان حکومت او طالبانو استازو تر منځ د سولي له غونډي خبر نه دی.

https://p.dw.com/p/1G7G9
انځور: Reuters

تر دې دمخه هم د ملا عمر د مړیني آوازې خپري شوي وې، خو د چهارشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په اول وار دا خبره تائید کړه چې د طالبانو مشر دوه کاله دمخه له یوي ناروغۍ مړ شوی دی.

ملا عمر له ۲۰۰۱م کال راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی. د طالبانو یوې سرچینې د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د کویټي شورا پر دې موضوع باندي د بحث په حال کې ده. دغې سرچینې زیاته کړې ده چې تر اوسه پوري لا هیڅ یوه غړي هم د ملا عمر مړینه نه ده تائید کړې.

د طالبانو یوه ویاند ویلي دي چې تر بحثونو وروسته به په دې اړه یوه بیانیه خپره شي. که د ملا عمر مړینه په رسمي توګه د ټولو اړخونو له خوا تائید شي نو کیدای شي چې دغه موضوع دغي افراطي ډلې ته یوه لویه ضربه وي.

د امیر المومنین په توګه، د طالبانو ډیر غړي پر ملا عمر راټول ول او په دې ډله کې یې د اختلافاتو رامنځ ته کیدو مخنیوی کاوه.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ همداراز وویل چې د هغوی سیاسي دفتر د سولي د روانو خبرو اترو په اړه معلومات نه لري.

د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې دوی د رسنیو له لاري خبر شوي دي چې د افغان حکومت او طالبانو استازې به د جولای مياشتي پر ۳۱ نیټه په چین او یا هم پاکستان کې سره وویني. هغه ویلي دي چې د طالبانو ټولې سیاسي چاري د دغي ډلي سیاسي دفتر پر مخ وړي، چې په روان بهیر خبر نه دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب