1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: زلزله کې د مړو شمېر له ۲۰۰۰ زيات شوی

۱۴۰۲ مهر ۱۶, یکشنبه

طالبان وايي د افغانستان په لويديځ کې د يکشنبې ورځې زلزله کې د مړو شمېر ۲۰۰۰ ته لوړ شوی او له ۹۰۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي. د دغې ډلې یو ویاند په هرات ولاېت کې وويل چې شپږ کلي نړيدلي او په سلونو کسان تر خاورو لاندې شوي.

https://p.dw.com/p/4XFq4
Afghanistan | Erdbeben in Afghanistan
انځور: Mashal/dpa/XinHua/picture alliance

رويټرز خبري آژانس د طالبانو د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ویاند، ملا جانان له قوله لیکلي چې په دغو زلزلو کې ۲۰۵۳ تنه مړه شوي، ۹۲۴۰ تنه ټپيان او ۱۳۲۹ کورونه تخریب او زیانمن شوي دي.

د رېښتر په ۶ اعشاريه ۳ درجې ځواک سره دغه زلزله چې وروسته ېې هم قوي ټکانونه له ځانه سره لرل په تېرو دوو لسیزو کې یوه تر ټولو مرګونې زلزله ښودل شوې ده.

دغه راز د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، عبدالواحد ریان، هم وويل چې د هرات ولایت په زلزله کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه شوي دي. هغه وويل  نژدې ۶ کلي نړېدلي او په سلونو کسان تر خاورو لاندې شوي او د عاجلو مرستو غوښتنه ېې وکړه. ریان دغه راز وويل: «د ټپيانو شمير ډېر لوړ دی.»

نورې سرچېنې بیا د هرات په زلزله کې د مرګ ژوبلې نور ارقام وړاندې کوي.

طالب چارواکي وايي په هرات کې د شنبې ورځې د اکتوبر ۷مې زلزله کې تر ټولو ډېر زیانونه د دغه ولایت زنده جان ولسوالۍ ته اوښتي دي
طالب چارواکي وايي په هرات کې د شنبې ورځې د اکتوبر ۷مې زلزله کې تر ټولو ډېر زیانونه د دغه ولایت زنده جان ولسوالۍ ته اوښتي ديانځور: MOHSEN KARIMI/AFP

ملګرو ملتونو د مړو ابتدايي ارقام۳۲۰ وښود، خو وروسته ېې بیا وويل چې دغه ارقام د ارزونې په حال کې دي. ځايي اوسیدونکي بیا د مړو اټکلي شمير ۱۰۰ او د ټپیانو ۵۰۰ ښودلی دی.

روغتيايي سرچينې وايي، یوازې د هرات تر ټولو ستر روغتون ته ۲۰۰ مړي او ۷۰۰ ټپيان وروړل شوي دي.

په تازه معلوماتو کې دا هم ويل شوی چې ۴۶۵ کورونه له منځه تللي او ۱۳۵ نورو ته زیانونه اوښتي دي.

ملګري ملتونه وايي: «د دوی همکاران او ځايي چارواکي د تلفاتو د لوړېدو وړاندوینه کوي او د ژغورنې او لټون عملیات هم په داسې حال کې جریان لري چې د رپوټونو له مخې ځينې کسان تر نړېدلو ساختمانونو لاندې بند پاته دي.»

رپوټونه وايي د هرات زلزله کې ۴۶۵ کورونه له منځه تللي او ۱۳۵ نورو ته زیانونه اوښتي دي - په انځور کې د ځايي اوسیدونکو ماشومان ليدل کيږي چې په راڼه میدان کې وېده دي
رپوټونه وايي د هرات زلزله کې ۴۶۵ کورونه له منځه تللي او ۱۳۵ نورو ته زیانونه اوښتي دي - په انځور کې د ځايي اوسیدونکو ماشومان ليدل کيږي چې په راڼه میدان کې وېده ديانځور: MOHSEN KARIMI/AFP

د بېړنو پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې وياند، محمد عبدالله جان، وويل چې تر ټولو ډېر زیان د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ څلورو کليو ته اوښتی دی.

د ملګرو ملتونو جیولوجيکې سروې د دغې زلزلې مرکز د هرات ښار شمال لويديځ ته په ۴۰ کيلومترۍ کې ښودلی او وايي چې دغه زلزله د درې نورو ټکانونو په ادامه شوې ده. د لومړنيو ټکانونو قدرت ۶ اعشاريه ۳، ۵ اعشاريه ۹ او ۵ اعشاريه ۵ درجې د رېشتر وو.

د هرات ښار یوه اوسيدونکي عبدالشکور صمدي وويل چې غرمه مهال د ښار په اطرافو کې لږ تر لږه ۵ ځواکمن ټکانونه وشول. په ځينو رپوټونو کې بيا د زلزلې مجموعي ټکانونه لږ تر لږه اته ښودل شوي دي.

(AP,dpa)mks/aa/